د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د کارابین ټولنې (CARICOM) د حکومتونو د مشرانو د کنفرانس په ۵۰مه کلنۍ غونډه کې د وینا پر مهال وویل چې متحده ایالتونه «لېوال دی چې په دې لوېدیځه نیمهکره کې د یوه نوي حرکت جوړښت ورغوي، داسې بهیر چې له تاسو ټولو سره په هغو ګډو مسئلو کې ملګرتیا وکړو چې موږ یې شریکوو.»
دا غونډه د فبرورۍ په ۲۵مه نېټه په سېنټ کېټس او نېوېس کې وشوه.
د غونډې په ګډونوالو کې د سېنټ کېټس او نېوېس لومړی وزیر ټېرینس ډریو، د ډومینیکا لومړی وزیر روزوېلټ سکرېټ، د انټیګوا او باربودا لومړی وزیر ګاسټن براون، د جمېکا لومړی وزیر اندریو هولنېس، د باربېدوس لومړۍ وزیره میا موټلي، د ګیانا ولسمشر عرفان علي، د بېلیز لومړی وزیر جان بریسینو، د سېنټ لوشیا لومړی وزیر فلیپ جي. پییر، د بهاماس لومړی وزیر فلیپ ډېویس، د ګریناډا لومړی وزیر ډېکون مېچل، د هایتي لومړی وزیر الیکس دیدیېر فیلز-ایمې، د ټرېنېډاد او ټوباګو لومړۍ وزیره کاملا پرساد-بیسسار، د سورینام ولسمشره جېنیفر ګیرلینګز-سېمونس، او د سېنټ ونسنټ او ګرېناډینز لومړی وزیر ګادوین فریډي شامل وو.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر روبیو د کارابین حاضرو مشرانو ته وویل: «موږ باور لرو چې ښایي په سیمه کې تر ټولو بیړنی امنیتي ګواښ چې مونږ ته هم متوجه دی او ښکاره ده چې تاسو ټولو ته هم، دا د نړیوالو جنایي سازمانونو له خوا ګواښ دی.»
هغه خبرداری ورکړ: «زموږ همکاري باید لا ژوره شي او زموږ ژمنتیا باید لا پیاوړې شي ځکه دا ډلې لا قوي کېږي.»
د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو همدارنګه یادونه وکړه چې د اقتصادي پرمختګ لپاره بې ساري فرصتونه شته، څو د انرژۍ په څېر مسئلو کې ګډ کار وشي.
هغه زیاته کړه: «انرژي د راتلونکي لپاره حیاتي ده؛ دا د هر اقتصاد لپاره اړینه ده څو وده وکړي.»
هغه وویل: «نن دلته استازي ډېر هېوادونه د انرژۍ سرچینې لري چې زه پوهېږم تاسو غواړئ چې په مسؤلانه او خوندي توګه یې وپلټئ او وکاروئ، خو په داسې ډول چې ستاسو خلکو او هېوادونو ته شتمني او هوساینه رامنځته کړي، او موږ غواړو په دې برخه کې ستاسو ملګري واوسو.»
ښاغلي روبیو وویل: «زه به دا خبره پرته له بښنې او پرته له اندېښنې درته ووایم، وینزویلا نن تر اتو اونیو مخکې په بهتره حالت کې ده.» هغه زیاته کړه چې «هلته روان پرمختګ د پام وړ دی، او لا هم اوږده لاره پر مخ پرته ده.»
وزیر څرګنده کړه چې چارواکو «سیاسي بندیان خوشې کړي؛ هغوی د (هېلېکوېډ) په نوم تر ټولو بدنام زندان تړلی دی. هغوی د اوږدې مودې وروسته د لومړي ځل لپاره د تېلو عایدات تولیدوي چې د خپلو خلکو په ګټه یې وکاروي.»
د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو وویل: د سیمې پراخ ثبات د امریکا لپاره یو مهم لومړیتوب دی.
هغه زیاته کړه: «اصلي خبره دا ده، هر څومره چې ستاسو ټول هېوادونه پیاوړي، خوندي، هوسا او باامنه وي، همغومره به متحده ایالتونه هم پیاوړي، خوندي او هوسا اوسي.»