جمي لای، چې د ډیموکراسۍ ملاتړی او د هانګ کانګ د رسنیو پېژندل شوې څېره، په ۲۰ کاله بند محکوم شو. دا تر اوسه د چین له خوا تر ټولو سخته سزا ده چې د هغه هیواد د ملي امنیت تر نافذ شوي هغه قانون لاندې ورکړل شوې چې په هانګ کانګ کې یې نږدې ټول مخالفین په بشپړه توګه چوپ کړي دي.
د بشري حقونو ډلو ښاغلي لای ته ددې سزا پریکړه په پراخه کچه غندلې ده. د بېلګې په توګه، د بشري حقونو د څار سازمان د دې سزا موده "په اصل کې د مرګ حکم" بللی دی. همدارنګه، د بخښنې نړیوال سازمان هم ویلي دي چې دا " له داسې ښار څخه چې د قانون د حاکمیت له مخې اداره کېده، د وېرې تر واک لاندې ښار ته د هانګ کانګ د بدلون یو بل تریخ پړاو دی."
اته اویا کلن لای د ۲۰۲۵ کال په ډسمبر کې له بهرنیو ځواکونو سره د همکارۍ، د دسیسې جوړولو او د بغاوت په تور مجرم وپېژندل شو. د هغه د جرم اعظمي جزا د عمر قید سزا وه.
د لای تورن شویو همکارانو ته چې د «اپل ډیلي» ورځپاڼې شپږ پخواني کارکوونکي او دوه فعالان پکې شامل وو، له شپږو کلونو او درې میاشتو څخه تر لسو کلونو پورې د بند سزاګانې واورولې.
لای په ۱۹۹۵ کال کې د «اپل ډیلي» د ورځپاڼې بنسټ کېښود. دا ورځپاڼه د ژورنالیزم په ډګر کې د خپلې خپلواکۍ او د هانګ کانګ او بېجینګ د حکومتونو د انتقادي راپورونو له امله مشهوره شوه. دا ورځپاڼه په ۲۰۲۱ کال کې د مخالفت پر ضد د پراخې مبارزې په ترڅ کې وتړل شوه. لای د ۲۰۲۰ کال په اګست کې وروسته له هغه ونیول شو چې بېجینګ د ملي امنیت قانون نافذ کړ.
د ملي امنیت قانون د هانګ کانګ پر ازادیو سیوری غوړولی دی. د دې قانون له مخې ډیموکراسۍ پلوه لسګونه مخالف مشران او فعالان د دولت په ضد د فعالیتونو او نورو امنیتي جرمونو په تور تورن شوي دي.
سربېره پر دې په ټاکنیز نظام کې د چین له خوا رامنځته شویو بدلونونو د هانګ کانګ د خلکو هغه وړتیا چې وکړای شي په ازادو ټاکنو کې برخه واخلي، په جدي توګه محدوده شوې ده او خپلواکې رسنۍ د چارواکو له خوا په زور تړل شوې دي څو مخالف غږو چوپ کړای شي.
د بې پولې خبریالانو د بنسټ د راپور پر بنسټ، لکه څنګه چې اټکل کېدو، د هانګ کانګ د رسنیو د ازادۍ درجه په چټکۍ سره راټیټه شوه. یعنی د رسنیو د ازادۍ کچه په ۲۰۲۱ کال کې د ۱۸۰ هېوادونو په ډله کې اتیایم مقام او په ۲۰۲۵ کال کې ۱۴۰م ځای ته ولوېده. پداسې حال کی چې هانګ کانګ په ۲۰۰۲ کال کې د رسنیو د ازادۍ له اړخه په ۱۸م مقام کې و.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو په یوه اعلامیه کې وویل: "د هانګ کانګ د عالي محکمې پرېکړه چې جمي لای ته یې د ۲۰ کلونو بند سزا ورکړې، د دې قضیې یوه غیرعادلانه او له غمیزه ډکه پایله ده. دا نړۍ ته ښيي چې بېجینګ به د هغو کسانو د اواز د چوپ کولو دپاره هر حد ته لاړ شي چې په هانګ کانګ کې د بنسټیزو ازادیو ملاتړ کوي. هغه زیاته کړه چې بیجینګ به هغه نړیوالې ژمنې له پامه وغورځوي چې دې هیواد په ۱۹۸۴ کال کې د چین-برېتانیا په ګډه اعلامیه کې کړې وې."
د بهرنیو چارو وزیر روبیو زیاته کړه: "له دوه کلنې محاکمې او له پنځو کلونو څخه د زیاتې مودې د زنداني کیدو نه وروسته، ښاغلي لای او د هغه کورنۍ کافي کړاو ګاللی دی. او متحده ایالتونه له چارواکو غواړي چې ښاغلي لای ته بشري مشروطه ازادي ورکړي."