د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو په دې وروستیو کې د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې ګډون وکړ، چې د نورو موضوعاتو ترڅنګ یې، د دفاعي لګښتونو د زیاتوالي او په ائتلاف کې د مسولیتونو د لا عادلانه وېش پر اړتیا خبرې وکړې.
د بهرنیو چارو وزیر روبیو، په یوه خبري غونډه کې د ناټو له عمومي منشي مارک روټه سره یو ځای، "زموږ له ځینو ناټو متحدینو او په منځني ختیځ کې زموږ د عملیاتو په اړه د هغوی د غبرګون" په اړه د ولسمشر ډونالډ ټرمپ نارضایتي څرګنده کړه. د هغه په قول د ناټو د غړو عمومي غبرګون په ځینو کې د محدودې همکارۍ نه نیولې تر ښکاره مخالفت پورې متفاوت و.
د بهرنیو چارو وزیر روبیو وویل: "ځینې نورې برخې هم شته چې موږ پکې خپلو همکاریو ته دوام ورکوو."
هغه په اصل کې د ولسمشر ټرمپ هغه اعلان ته اشاره وکړه چې امریکا به ۵ زره سرتېري پولنډ ته واستوي.
د بهرنیو چارو وزیر روبیو زیاته کړه: "یوه هغه برخه چې زه فکر کوم موږ پکې په یقیني ډول همکاري کولی شو، د دفاعي صنعتي بنسټ موضوع ده." هغه وویل چې د ائتلاف ټولو غړو ته او له هغه هاخوا نړۍ ته، دا روښانه ده چې اوسمهال موږ د اړتیا وړ په اندازه د وسلو او مهماتو تولید نه شو کولی او دا هغه مسئله ده چې باید حل شي.
د ایران په موضوع کې، وزیر روبیو وویل: "اساسي اصول هماغه دي." او ټینګار یې وکړ: "ایران هېڅکله اټومي وسلې نه شي لرلی او د دې لپاره باید د غني شویو یورانیمو موضوع حل کړو."
د هرمز تنګی هم مهمه اندېښنه ده.
روبیو وویل: "ایران هڅه کوي د حق العبور اخیستلو یو سیستم جوړ کړي. هغوی هڅه کوي عمان هم قانع کړي چې له دوی سره په دې نړیواله سمندري لاره کې د حق العبور اخیستلو په سیستم کې ګډون وکړي. د نړۍ هېڅ هېواد باید دا ونه مني."
اوس مهال په ملګرو ملتونو کې بحرین د امریکا په همکارۍ د امنیت شورا ته یوه مسوده وړاندې کړې چې هدف یې د هرمز تنګې په زیاتېدونکو کړکېچونو کې د حل د لارې موندل دي.
په دې مسوده کې غوښتنه شوې چې ایران دې سمدستي د سوداګریزو بېړیو پر ضد ټول بریدونه او ګواښونه بند کړي. همدارنګه پکې د ایران له لوري په ناقانونه توګه د حق العبور اخیستلو د پای ته رسولو غوښتنه شوې، او د نړیوالې همکارۍ پر اړتیا ټینګار شوی څو دا سمندري لار خوندي وساتل شي.
وزیر روبیو وویل، له بده مرغه ځینې هېوادونه د ملګرو ملتونو د امنیت په شورا کې د دې پرېکړې د ویټو په اړه فکر کوي، او دا به ډېر "د تأسفوړ وي."
روبیو ټینګار وکړ چې ناټو باید د راتلونکې سرمشریزې په غونډه کې چې د ترکیې په انقره کې کېږي، په څرګنده توګه ژمنه وکړي چې د دفاعي تولید کچه به چټکه کړي، د اتلانتیک ترمنځ دفاعي صنعتي بنسټ به پراخ کړي، او د لګښت ژمنې به په واقعي پوځي وړتیاوو بدلې کړي.
هغه وویل: "یوه پیاوړی اروپا د یوې پیاوړې ناټو په معنی ده."