د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د هند په نوي ډیلي ښار کې د اسټرالیا، هند او جاپان د بهرنیو چارو وزیرانو سره د غونډې پر مهال د آزاد او پرانیستي هند-ارام سمندر سیمې د پیاوړتیا لپاره څو مهم نوي نوښتونه اعلان کړل.
ددې یوه نوي نوښت له مخې، دغو څلورو هېوادونو موافقه وکړه چې د هند-ارام سمندر د سمندري څارنې او د همکارۍ نوښت له لارې به د خپلو سمندري څارنو وړتیاوو په یوځای کولو او همغږۍ سره د کښتیو د لارو امنیت پیاوړی کړي. دا هڅه به د غیر محرمو سمندري معلوماتو په راټولولو کې مرسته وکړي.
په ورته وخت کې د هند ـ ارام سمندر د سمندري ساحې د پوهاوي نوښت پراختیا به د سوداګریزو سمندري فعالیتونو په اړه د وخت له مخې تازه معلومات برابر کړي. دا به له هېوادونو سره مرسته وکړي چې په هند-ارام سمندر سیمه کې د چارو روښانه او نږدې فوري انځور ترلاسه کړي او په چټکۍ سره له ګواښونو سره مقابله وکړي.
سربېره پر دې، هند موافقه کړې چې د “کواد په سمندر کې” راتلونکی ماموریت کوربهتوب وکړي، چې پکې د څلورو هېوادونو د ساحلي ساتونکو ادارو ګډ کار همغږی شي.
د بهرنیو چارو وزیر روبیو وویل:“د سمندري امنیت اهمیت یوازې دا نه دی چې اوسني نړیوال حالات موږ ته دا په ډاګه کوي چې د سمندري امنیت د خنډ په صورت کې څه پېښېدای شي، بلکې دا هم ده چې د نړۍ شاوخوا ۶۰ سلنه سمندري سوداګریزې لارې د هند-ارام سمندر له سیمې تېرېږي.”
وزیر روبیو همدارنګه د بندري زیربناوو په برخه کې د همکارۍ تړون اعلان کړ، چې لومړنۍ ګډه پروژه به په فیجي کې پیل شي.
دې ډلې د کواد د مهمو منرالونو د نوښت چوکاټ هم پیل کړ. دا تړون به شریکو هېوادونو سره مرسته وکړي څو د اقتصادي پالیسۍ وسایل وکاروي او پانګونې همغږې کړي څو د مهمو منرالونو د اکمالاتي ځنځیر پیاوړی شي.
د کواد غړي هېوادونه غواړي چې د نوو او روانو پروګرامونو له لارې تر ۲۰ میلیارده ډالرو پورې د دولتي او خصوصي سکتور ملاتړ راجلب کړي څو د مهمو منرالونو دپاره د کانکیندنې، پروسس او بیا کارونې چارې پیاوړې شي.
پدې برسیره امریکا له هند سره د مهمو منرالونو او نادرو ځمکنیو عناصرو د اکمالاتي ځنځیر په اړه دوه اړخیز ستراتیژیک تړون هم لاسلیک کړ. د دې تړون موخه دا ده چې د مهمو منرالونو په برخه کې پر چین تکیه کمه کړي.
د بهرنیو چارو وزیر وویل:“زموږ په څېر د نوښت پر بنسټ ولاړ اقتصادونه دا توان نه لري چې د دغو صنعتونو بنسټیز مواد د یوه واحد عرضه کوونکي تر انحصار لاندې پرېږدي، ځکه هغه کولی شي نه یوازې د شخړو پر مهال، بلکې زموږ د ملي ګټو پر ضد د فشار د وسیلې په توګه هم ترې کار واخلي.”
په پای کې، د هند ـ ارام سمندر د انرژۍ امنیت لپاره د کواد نوښت پروګرام به د سیمې د انرژۍ مقاومت او ثبات پیاوړی کړي.
د بهرنیو چارو وزیر روبیو وویل:“د دې نوښت له لارې، شریک هېوادونه به د ټکنالوژۍ، مدیریت، پالیسۍ، د نړیوال بازار د ارزونې او د بیړني غبرګون د ازموینو په برخو کې د همکارۍ فرصتونه تشخیص کړي.”
هغه زیاته کړه چې امریکا به د روان کال په وروستیو کې د سون توکو د امنیت لپاره د کواد د شریکانو د غونډې کوربهتوب هم وکړي.
د بهرنیو چارو وزیر وویل:“موږ دې مشارکت ته ژوره ژمنتیا لرو. دا زموږ د نړیوالې ستراتیژۍ اساسي ستنه او بنسټیز عنصر دی.”
امریکا هیله لري چې د دغو او نورو نوښتونو په برخه کې له کواد ډلې سره همکاري وکړي، هغه څه چې وزیر روبیو یې “د عملي اقدام فورم” بولي.