Accessibility links

Breaking News

روسیه او چین په منځني ختیځ کې د سولې مخه نیسي

 په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیر، مایک والتز
په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیر، مایک والتز

په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیر مایک والتز د عمومي اسامبلې په غونډه کې وویل چې متحده ایالتونه په منځني ختیځ کې د خپلو متحدینو ملاتړ ته ولاړ دي.

هغه زیاته کړه: «له بده مرغه، پداسې حال کی چې ایراني توغندي د خلیج پر ښارونو او ملکي بنسټونو ورېدل، روسیې او چین پرېکړه کړې چې د متحدو ایالتونو مخالفت وکړي.»

روسیې او چین د همدې میاشتې په پیل کې د هغې مسودې پرېکړه لیک ویټو کړ چې موخه یې د هرمز د تنګي په شاوخوا کې د تګ راتګ د ازادۍ او سمندري امنیت ساتنه وه.

سفیر والټز وویل: «دوی په قصدي ډول سترګې پټې کړې او تر هغې لا بدتره دا چې د ایران له خوا یې پر خپلو ګاونډیانو بریدونو ته او پر خپلو خلکو ترهګرۍ ته هم اجازه ورکړه. د ایران هدف دا دی چې غواړي له دې لارې پر نړیوال اقتصاد خپل کنټرول ټینګ کړي.»

هغه د ایران د رژیم د کړنو په اړه وویل چې دا رژیم ماشوم سرتېري جذبوي، ملکي بنسټونه د بریدونو لپاره کاروي، او خپل نیابتي ځواکونه هڅوي چې د انسانانو څخه د سپر په توګه کار واخلي.

هغه زیاته کړه: «موږ د داسې رژیم خبره کوو چې ژمنه یې کړې وه نور به خلک نه اعداموي، خو بیا هم هره ورځ لږ تر لږه یو ځوان معترض اعدامیږي چې یوازې د ازادۍ او ښه ژوند هیله لري. دا ټول وروسته له هغې چې په یوه اوونۍ کې یې ۴۰ زره خپل خلک ووژل.»

په مارچ میاشت کې، د ملګرو ملتونو امنیت شورا یو پرېکړه لیک تصویب کړ چې ۱۳۶ سپانسران یې درلودل او د ایران له خوا د توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو بریدونه یې په کلکو ټکو غندل. په دې متن کې د ایران څخه غوښتنه شوې وه چې پر بحرین، کویټ، عمان، قطر، سعودي عربستان، متحده عربي امارات او اردن باندې خپل بریدونه سمدستي ودروي.

خو په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیر مایک والتز وویل د ملګرو ملتونو اکثریت ارادې ته د درناوي پر ځای، «روسیه لا هم ایران ته د پوځي تجهیزاتو مهم عرضه کوونکی هیواد دی چې جنګي الوتکې، هلي کوپتر، زغره‌وال وسایط او نورې وسلې هم ورکوي چې ډېرۍ یې د امنیت شورا د ۱۹۲۹ پرېکړه لیک څخه ښکاره سرغړونه ده».

هغه زیاته کړه: «ایران هم روسیې ته سلګونه بریدیز ډرونونه او ټکنالوژي ورکړې چې په اوکراین کې یې وکاروي. په همدې حال کې، چین له کلونو راهیسې د ایران له ناقانونه تېلو څخه له ۹۰ سلنې ډېر واردات کړي دي.»

روسیه او چین لا هم هڅه کوي چې پر ایران د ملګرو ملتونو د وسلو د نوي بندیزونو په وړاندې خنډونه ودروي، کوم چې د توغندیو ټکنالوژۍ د لېږد او سوداګرۍ مخه نیسي او اړوند مالي شتمنۍ کنګلوي. دا هغه ګامونه دي چې د ایران د اټومي، توغندیزو او دودیزو وسلو د پروګرامونو له ګواښ سره د مقابلې لپاره نیول شوي دي.

سفیر والټز وویل چې اوس د انتخاب وخت دی، او متحده ایالتونه په منځني ختیځ کې له خپلو متحدینو سره درېږي. هغه زیاته کړه چې امریکا د هرمز د تنګي د پرانستل کیدلو ملاتړ کوي، ځکه دا «ډېر مهم دی چې دا لاره بنده نه شي، د ماینونو ایښودل بند شي او د ایران د رژیم له خوا یرغمل نه شي.»

متحده ایالتونه به هڅه وکړي چې خوراکي مرستې، سېره، انرژي او سوداګریز توکي یو ځل بیا د هرمز تنګي له لارې پرته له برید، ګواښ، ماینونو او باج اخیستنې څخه په ازاد ډول تګ راتګ وکړي.

XS
SM
MD
LG