د ( وي تي بي بانک ) د روسیې یو له سترو مالي بنسټونو څخه ګڼل کیږي چې له ایران سره یې د بندیزونو څخه د خلاصون او د ترهګرۍ لپاره د ایران د ملاتړ په دوام کې مرسته کړې ده.
د ( وي تي بي) بانک په ایران کې دفترونه پرانیستي او له هغو ایراني مالي بنسټونو سره یې بانکي اړیکې جوړې کړې چې د بندیزونو لاندې دي. ددې ترڅنګ د ایران د میلیاردونو ډالرو شتمنیو په لېږد کې یې هم ورسره مرسته کړې ده.
له همدې امله، د «اقتصادي انزوا د عملیاتو» په چوکاټ کې، د امریکا د مالیې وزارت د بهرنیو شتمنیو د کنټرول دفتر، یا OFAC، د ( وي تي بي بانک ) د ګډې ونډې پر هغه عامه شرکت بندیزونه لګولي دي چې د ایران سره د مرستې او له بندیزونو څخه یې د خلاصون په تړاو ورسره مرسته کړې. په دې کې له هغو ایراني بانکونو سره د بانکي اړیکو جوړول هم شامل دي چې د بندیزونو لاندې دي.
د امریکا د مالیې وزیر سکاټ بېسېنټ وویل:«د اقتصادي انزوا د عملیاتو په چوکاټ کې به دا وزارت پر هغو کسانو فشار او اقداماتو ته دوام ورکړي چې داسې مادي، تخنیکي یا مالي ملاتړ برابروي چې د ایران رژیم ته اجازه ورکوي خپل ترهګریز فعالیتونه جاري وساتي. د مالیې وزارت به د دغه رژیم هېڅ ډول ملاتړ ونه زغمي او د ایران د ملاتړو شبکو پېژندل، افشا کول او منزوي کول روان وساتي.»
د ( وي تي بي بانک ) اوس د نړۍ له هغو مالي بنسټونو څخه دی چې تر ټولو زیات د بندیزونو لاندې دی.
هغه بهرني بانکونه چې د امریکا د مالیې وزارت د بهرنیو شتمنیو د کنټرول دفتر له خوا د ایران د بندیزونو له مخې د ( وي تي بي بانک ) له نومولو وروسته هم له دغه بانک سره خپلو اړیکو ته دوام ورکوي، اوس د پخوا په پرتله د نورو بندیزونو له خطر سره مخ دي او باید دغه اړیکې سمدستي پرې کړي.
سربېره پر دې، د امریکا د مالیې وزارت له نړیوالو مالي بنسټونو سره خبرې کوي، څو هغوی ته هغه معلومات ورکړي چې د ایران د رژیم، د ایران د سپاه پاسداران انقلاب د ځواکونو، د ایران د ترهګرو نیابتي ډلو او د هغوی د ملاتړ کوونکو د عوایدو سرچینې او د توکو د برابرولو شبکې وتړي.
د «اقتصادي ډي-ډې» په نوم هم د یادولو وړ «د اقتصادي انزوا عملیات» د اګست په ۲۴مه پیل شول. هدف یې د هغو پاتې اقتصادي لارو پرې کول دي چې د ایران د رژیم د بقا لپاره فرصتونه برابروي.
د مالیې وزارت هغه شبکې، منځګړي او مالي لارې په نښه کړې دي چې ایران یې د تېلو د قاچاق، له بندیزونو د خلاصون او د ترهګرۍ د تمویل لپاره کاروي.
د مالیې وزارت د امریکا د حکومت، اروپايي ټولنې، بریتانیا، د خلیج له شریکانو او نورو سره په ګډه د ایران د رژیم د غیرقانوني عوایدو سرچینې په نښه کوي.
د مالیې وزارت خبرداری ورکړی چې هر هغه بنسټ چې د ایران په استازیتوب د پیسو مینځلو یا له بندیزونو د خلاصون په برخه کې مرسته وکړي، ښايي له امریکايي مالي نظام څخه پرې کړای شي.
په دې وروستیو کې په ترکیه او متحدو عربي اماراتو کې پر بانکونو لګېدلي بندیزونه هم مالي بنسټونو او نورو بهرنیو شرکتونو ته دا خبرداری ورکوي چې له ایران سره د سوداګرۍ لپاره ټولې لارې خطرناکې دي او له خطر څخه خوندي لاره نشته.
پیغام روښانه دی: له ایران سره د بندیزونو په خلاصون کې هر ډول مرسته به جدي عواقب ولري، چې په دې کې د امریکا د مالي محدودیتونو سره مخامخ کېدل هم شامل دي.
متحده ایالتونه به د ایران د رژیم د منزوي کولو لپاره له خپلو ټولو دیپلوماتیکو او اقتصادي لارو چارو او اسبابو څخه کار اخیستلو ته دوام ورکړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ټامي پیګوټ له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې «په دې هڅه کې ګډون وکړي، څو د هغه رژیم مالي لارې پرې کړای شي چې تل سوله او امنیت ګواښي.»