Accessibility links

Breaking News

د کیوبا د خلکو پر ځپونکو بندیزونه

د کیوبا کمونیستي رژیم لا هم د امریکا د ملي امنیت او لوېدیځې نیمې کرې د ثبات لپاره یو جدي ګواښ بلل کېږي. په داسې حال کې چې د کیوبا خلک له ستونزو سره مخ دي، د کاسترو کورنۍ او د دغه هېواد د کورنیو چارو د ځپونکي وزارت اړوند کسان لا هم هڅه کوي چې د کیوبا پر اقتصاد خپل بشپړ کنټرول وساتي او سرچینې د رژیم د یوې کوچنۍ ډلې د مشرانو د ګټې لپاره راټولې کړي.

په همدې اړه د غبرګون دپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو پنځه ادارې او یو کس د بندیزونو په لست کې شامل کړي دي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په وینا، د دغو کسانو او ادارو فعالیتونه د کیوبا د رژیم د مالي خدمتونو، فلزاتو او کانونو، او انرژۍ له سکتورونو سره مرسته کوي او د هغو شبکو برخه دي چې د امریکا ملي امنیت ته د رژیم ګواښونه پیاوړي کوي.

په بندیزونو کې د راول کاسترو لمسی، فیدل ارنیستو کاسترو کالیس، د کیوبا بهرنی بانک، او څلور هغه ادارې شاملې دي چې د رژیم په ګټه د کیوبا له طبیعي سرچینو او د انرژۍ له زیرمو څخه ګټه اخلي.
وزیر روبیو په یوه وروستۍ مرکه کې د کیوبا د اوسني وضعیت په اړه ویلي: «کیوبا همدا اوس یو ناکام دولت دی»، او د دې حالت لامل یې د هغه هېواد خپلې فاسدې پالیسۍ بللې دي.

روبیو ویلي، کیوبا له نیکولاس مادورو څخه وړیا تېل ترلاسه کول. د هغه په وینا، مادورو د وینزویلا د خلکو تېل په ناقانونه توګه اخیستل او کیوبا ته یې وړیا ورکول.

خو د روبیو په وینا، د کیوبا رژیم د دې پر ځای چې دغه تېل خپلو خلکو ته د سونګ موادو په توګه ورسوي، ډېره برخه یې د نغدو پیسو په بدل کې پلورله او پیسې یې د رژیم د مشرانو شخصي شتمنیو ته تللې.

روبیو ویلي، «دا به نور داسې نه ترسره کېږي» او ادعا یې کړې چې کیوبا نور د وینزویلا تېل نه شي غلا کولی او وړیا یې نشي ترلاسه کولای.

په همدې حال کې، د کیوبا په بېلابېلو سیمو کې د برېښنا نشتون لا هم دوام لري. روبیو ویلي، د برېښنا په سیستم کې له څلوېښتو او پنځوسو کلونو څخه پاتې زاړه تجهیزات د دې ستونزې له لاملونو څخه دي او د رژیم له خوا د هېواد د زیربناوو دپاره په دوامداره توګه کافي پانګونه نه ده شوې.

روبیو ویلي، د کیوبا د ستونزو دپاره د حل یوازینۍ لاره دا ده چې دغه هېواد د یوه عادي او فعال دولت د جوړېدو پر لور پداسې لاره ګام واخلي چې بیرته شاتګ ونه کړي، او په دې بهیر کې د امریکا حکومت چمتو دی چې رغنده رول ولوبوي. د هغه په وینا، دغه دولت باید پر دموکراتیکو اصولو ولاړ وي.

د روبیو په وینا، د کیوبا په اړه د امریکا پالیسي د وینزویلا او ځینو نورو هېوادونو په پرتله توپیر لري، ځکه چې د کیوبا په اړه د امریکا سیاست د قانون له مخې تنظیمېږي.

هغه ویلي، دغه قوانین مشخصوي چې امریکا له کیوبا سره څه کولی شي او څه نه شي کولی. دا قوانین په څرګنده توګه وايي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو بشپړ عادي کېدل هغه مهال امکان لري چې په کیوبا کې فعاله دموکراسي رامنځته شي، یا لږ تر لږه د فعالې دموکراسۍ پر لور عملي ګامونه پورته شي.

د کیوبا د رژیم پر مشرانو او د هغوی د واک او عاید پر مهمو سرچینو د امریکا وروستي بندیزونه د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هغې تګلارې یوه برخه بلل کېږي چې د یوې آزادې کیوبا لپاره یې بیان کړې ده.

د دې تګلارې له مخې، د رژیم ناقانونه مالي شبکې، د ځپنې وسایل او د کاسترو د دورې پیاوړي او ژور جوړښتونه باید له منځه یووړل شي، څو د کیوبا د راتلونکي برخلیک واک د دغه هېواد خلکو ته وسپارل شي نه هغو کسانو ته چې دوي ځپي.

XS
SM
MD
LG