د امریکا د متحدو ایالتونو د جګړې وزیر پیټ هېګسېت یو ځل بیا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د «مونرو دوکتورین» پر اصل ټینګار وکړ او له سیمهییزو شریکانو یې وغوښتل چې د هغو کارټلونو پر وړاندې مبارزه وکړي چې د لویدیځې نیمکرې امنیت ګواښي.
د جګړې وزیر پاناما ته سفر وکړ، څو د « د کارټلونو پر ضد د امریکا د ائتلاف یا» (A3C) د دویمې غونډې مشري وکړي. هغه د A3C د رئیس په توګه، د پاناما کانال د دفاع په موخه د PANAMAX 2026 پوځي تمرین کې هم ګډون وکړ او د لویدیځې نیمکرې له مهمو مشرانو سره یې دوهاړخیزې لیدنې ترسره کړې.
د ۲۰۲۶ کال د اګست په ۱۲مه، د A3C رئیس وزیر هېګسېت د ارجنټاین، باهاماس، بلیز، بولیویا، چیلي، کولمبیا، کوسټاریکا، دومینیکن جمهوریت، اکوادور، السلوادور، ګواتیمالا، ګیانا، هاندوراس، جمیکا، پاناما، پاراګوای، پیرو او ټرینیډاډ او ټوباګو د دفاع وزیرانو او د دفاعي ځواکونو له قوماندانانو سره خبرې وکړې.
نوموړي په خپلو څرګندونو کې په سیمه کې د نشهيي توکو له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره د ائتلاف د عملي کولو پر اهمیت ټینګار وکړ.
د امریکا د متحدو ایالتونو د جګړې وزیر پیت هېګسېت د اګست په ۱۳مه، د PANAMAX 2026 د پوځي تمریناتو څخه لیدنه وکړه. دا د امریکا د جنوبي قوماندې (USSOUTHCOM) تر مشرۍ لاندې د روزنې د ګڼو هیوادونو ترټولو مهم تمرینات دي چې د پاناما کانال او د شاوخوا سیمې پر ګډې دفاعي ستراتېژۍ تمرکز لري.
د تمرین پر مهال، وزیر له امریکايي سرتېرو او د شریکو هېوادونو له ځواکونو سره خبرې وکړې او د چمتووالي د ساتلو، د پاناما کانال د ګواښونو پر وړاندې د پوځي وړتیاو او په سیمه کې د نشهيي توکو له ترهګرۍ سره د مبارزې پر اهمیت ټینګار وکړ.
د امریکا د متحدو ایالتونو د جګړې وزیر پیت هېګسېت د A3C د غونډې په څنډه کې، د پاناما له ولسمشر هوزې مولینو سره وکتل. په دې لیدنه کې هغه د پاناما کانال د امنیت او د سیمهییزو ګواښونو پر وړاندې د مبارزې لپاره د امریکا او پاناما د اړیکو پر اهمیت بیا ټینګار وکړ.
هېګسېت له ولسمشر مولینو څخه د PANAMAX 2026 د کوربهتوب او رهبرۍ له امله مننه وکړه او په مرکزي امریکا کې یې د نشهيي توکو له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره د لا زیاتو ګډو هڅو پر اړتیا ټینګار وکړ.
سربېره پر دې، وزیر هېګسېت د جمیکا له مرستیال لومړي وزیر هورېس چانګ سره هم وکتل. هغه د نشهيي توکو پر وړاندې د امریکا د عملیاتو په ملاتړ کې د جمیکا د رول ستاینه وکړه او له دې هېواد څخه یې وغوښتل چې د نشهيي توکو له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې خپلو هڅو ته دوام ورکړي.
وزیر هېګسېت د کولمبیا د ملي دفاع له وزیر هورهې ادواردو مورا لوپېز سره هم وکتل، څو د دواړو هېوادونو ترمنځ دفاعي همکاري لا پیاوړې شي.
هغه د ولسمشر ابیلاردو دې لا اسپرییلا د هغو هڅو لپاره د امریکا ملاتړ بیا تایید کړ چې هدف یې د ویجاړ امنیتي وضعیت بهترول او په کولمبیا کې د هېواد پر قلمرو د حاکمیت د کنټرول بیا ټینګول دي.
په دې لیدنه کې کولمبیا په رسمي ډول د A3C تر ټولو نوی غړی شو او له متحده ایالتونو سره یې د لاسرسي، اډو او د هوايي حریم د اجازې تړون هم لاسلیک کړ.
له پاناما څخه تر وتلو مخکې، وزیر هېګسېت له هغو امریکايي ځواکونو سره وکتل چې د «ګډو ځنګلي عملیاتو د روزنې په کورس» (CJOTC) کې یې ګډون درلود. هغه همداراز هغو امریکايي سرتېرو او قوماندانانو سره وکتل چې د پاناما د ګډ امنیتي همکاریو په ډله کې مېشت دي.
وزیر هېګسېت وویل:«زه خوښ یم چې دلته له وزیرانو او د دفاعي چارو له قوماندانانو سره یوځای یم- موږ د کارټلونو پر ضد د ائتلاف د شریکانو په توګه یوې موخې او هوډ سره متحد یو. یوازې څو میاشتې مخکې، موږ د یوې خوندي او باثباته لویدیځې نیمکرې لپاره ګډ لیدلوری وړاندې کړ- داسې سیمه چېرې چې سرحدونو او قوانینو ته درناوی کېږي او د نشهيي توکو ترهګرې ډلې د مسولو ار ګانونو د چټک او قاطع عدالت سره مخ کېږي.»
هېګسېت زیاته کړه:«د ائتلاف ګډ عملیات پر دغو شبکو سیسټماټیک فشار رامنځته کوي. زموږ ځواک زمونږ په ګډو او بشپړوونکو وړتیاوو کې دی. دوام او یووالی به د عملیاتو کچه پراخه کړي او بریا به رامنځته کړي.»