د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جون په ۲۲مه یو اجرایوي فرمان لاسلیک کړ، چې هدف یې د امریکا تر ټولو حساسو معلوماتو، مهمو زیربناو او د هغه ډیجیټلي اقتصادي شتمنیو خوندي کول دي چې د کارونو او اقتصادي ودې ملاتړ کوي.
انکرېپشن (Encryption) هغه بهیر دی چې معلومات پداسې بڼه بدلوي چې یوازې په مجازي ډول ورته لاسرسی موندل کیږي.
دا د پرمختللی کریپټوګرافیک بهیر له لارې د برید هغه طریقه ده چې اشخاص یا ډلې یې په غیر مجازي بڼه د انکرېپشن د سیسټمونو د ماتولو یا زیانمنولو لپاره کاروي.
د دې لپاره چې د امریکا حکومت او اقتصاد له دغو سایبري ګواښونو خوندي وساتل شي، ولسمشر یو فرمان صادر کړی چې له مخې یې د بودیجې او مدیریت دفتر (OMB) او د ملي سایبري چارو د دفتر مدیر ته دنده سپارل شوې چې په چټک او منظم ډول په ټول هېواد کې د "پوسټ-کوانټم کریپټوګرافیک" (PQC) ته د انتقال مشري ورکړي، څو د کوانټم ټکنالوژۍ د پرمختګ سره هم مهاله د امریکا معلومات خوندي وساتل شي.
د ولسمشر د فرمان له مخې د سوداګرۍ وزارت، د ملي امنیت ادارې (NSA) او د کورني امنیت وزارت ته لارښوونه شوې چې فدرالي ادارو ته روښانه او عملي لارښوونه برابره کړي څو د “پوسټ-کوانټم کریپټوګرافیک یا” (PQC) بدلون چټک کړي. ادارې مکلفې دي چې د دې بدلون لپاره ځانګړی مسؤل کسان وټاکي او د استعمال د اړتیاوو له مخې تر ۲۰۳۰ او ۲۰۳۱ کلونو پورې مهم سیسټمونه PQC ته انتقال کړي.
د سوداګرۍ وزارت ته امر شوی چې د PQC د انتقال لپاره یو ازمایښتي پروژه پیل کړي، چې باید د ۲۰۲۷ کال د ډسمبر تر ۳۱مې بشپړه شي.
دغه فرمان همداراز د بهرنیو چارو وزارت او نورو فدرالي ادارو ته وايي چې د مهمو زیربناوو چلونکي، بهرني حکومتونه او نړیوال صنعتي ډلې وهڅوي څو د PQC لوري ته مخه کړي، ترڅو د امریکا نړیوال مشرتابه پیاوړی شي.
د بودیجې او مدیریت دفتر (OMB)، د دفاع وزارت، د امریکا د فضايي چارو ادارې (NASA) او د عمومي خدماتو ادارې ته هم دنده سپارل شوې چې د ملي PQC د انتقال د بهیر په ستراتیژۍ کې د لګښتونو د سپمولو لارې چارې ولټوي.
سربېره پر دې، فرمان د فدرالي تدارکاتو د مقرراتو شورا ته لارښوونه کوي چې اړوند قراردادي شرکتونه دې د ۲۰۳۰ کال تر پایه د فدرالي سایبري امنیت معیارونه او د زیانمنیدو د رپوټ پالیسۍ پوره کړي.
ولسمشر ټرمپ په خپل اجرایوي فرمان کې ویلي:"امریکا د کوانټم انقلاب په درشل کې ولاړه ده. د کوانټم معلوماتو ساینس او ټکنالوژي به داسې نوي نوښتونه او وړتیاوې رامنځته کړي چې د امریکا نوښت، اقتصادي وده، لوړ معاش دندې او ملي امنیت به پیاوړی کړي."
هغه زیاته کړه چې په ۲۰۱۸ کال کې یې د ملي کوانټم د نوښت قانون په لاسلیکولو او د کوانټم په تړاو د څېړنو او پراختیا لپاره د دوه برابره فدرالي پانګونو او لګښت یې دا بنسټ کېښود.
ولسمشر وویل، "نن، په داسې حال کې چې نور هېوادونه په چټکۍ سره د امریکا د مشرتابه د سیالۍ هڅه کوي، متحده ایالتونه باید یوه منظمه او ټولشموله حکومتي تګلاره غوره کړي څو د کوانټم کمپیوټنګ، سینسنګ او شبکو د پراختیا او عملي کېدلو بهیر لا چټک کړي."