Accessibility links

Breaking News

د "امریکا سپر" سرمشریزه

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر، ډونالډ ټرمپ
د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر، ډونالډ ټرمپ

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ په دې وروستیو کې په فلوریډا کې د لاتینې امریکا او کارابین د همنظرو مشرانو هرکلی وکړ، څو “د امریکا د سپر” په نوم یوه تاریخي غونډه ترسره کړي.

د دې غونډې موخه په لوېدیځې نیمي کرې کې د ازادۍ، امنیت او سوکالۍ پیاوړتیا ده. د هېوادونو دا ائتلاف به په ګډه کار وکړي څو په لوېدیځه نیمه کره کې د بهرنۍ لاسوهنې، د نشه يي توکو ډ ترهګرو فعالیتونو، د جنایي او کارټل ډلو او ډله‌ییزې غیرقانوني کډوالۍ مخه ونیسي.

ولسمشر ټرمپ وویل : “موږ په دې تاریخي ورځ سره راټول یو څو یو نوی پوځي ائتلاف اعلان کړو چې په سیمه کې د مخدره توکو سره تړلې خپرې شوې ترهګرې ډلې به له منځه وړوو.”

هغه وویل: “موږ دې پوځي ملګرتیا ته د شمالي، مرکزي او جنوبي امریکا تر منځ د "کارټل ضد ائتلاف" نوم ورکوو.”

د ۱۷ بېلابېلو هېوادونو استازي په رسمي ډول دې نوې اتحادیې ته داخل شوي دي.

ولسمشر ټرمپ ژمنه وکړه، “زموږ د تړون اساسي ټکی دا ژمنه ده چې د دې شریرو کارټلونو او ترهګرو شبکو د له منځه وړلو لپاره به له وژونکې پوځي قوې څخه کار واخلو. یو ځل او د تل لپاره به یې ختم کړو.”

ولسمشر ټرمپ وویل: “د لسیزو راهیسې پدې سیمه کې مشرانو اجازه ورکړې چې لوېدیځه نیمه کره د مخدره توکو د کارټلونو تر مستقیم کنټرول لاندې راشي.”

هغه ژمنه وکړه چې هېوادونو سره به مرسته وکړي څو د کارتل هغو ترهګرو ډلو پر وړاندې مبارزه وکړي چې د خلکو وینې یې تویې کړي او خپله اراده پر نورو باندې د قتل، شکنجې، باج اخیستنې، د نشه يي توکو د قاچاق، رشوت او وېرې له لارې تپي.

د نشه یی توکو دا ترهګرې ډلې خپل ماموریتونه د پرمختللو پوځي عملیاتو له لارې تر سره کوي. په پوځي وړتیاو سمبالیدل دغو ډلو ته اجازه ورکوي چې د سیمو پر سر خونړۍ جګړې وکړي او د دولت واک او د خلکو امنیت کمزوری کړي.

ولسمشر ټرمپ وویل: “موږ دا نشو منلی.” “دا وحشي جنایي سازمانونه د ملي امنیت لپاره نه منونکی ګواښ ګڼل کیږي چې زموږ په سیمه کې بهرنیو دښمنانو ته خطرناک فرصت برابروي. موږ نه غواړو چې هغوی زموږ هېواد ته هم نږدې شي.”

ولسمشر ټرمپ وویل چې د "امریکا سپر" د غونډې ټول مشران “په دې باور متحد دي چې موږ نور په خپله نیمه کره کې غیر قانوني کړنې نه شو زغملی.” هغه زیاته کړه: “د دغو دښمنانو د ماتولو یوازینۍ لاره دا ده چې د خپلو پوځونو د اقدام قوت وروښیو . ”

ولسمشر ټرمپ وویل: “په ډېرو مواردو کې امریکایي ځواکونه لا دمخه د بېلابېلو هېوادونو له پوځونو سره نږدې کار کوي،” او متحده ایالتونه تمه لري چې په راتلونکو میاشتو کې به دا همکاري لا ژوره او پراخه شي.

ولسمشر ټرمپ وویل: “زموږ په سیمه کې د کارټلونو د حضور پر وړاندې د مبارزې د یوې برخې په توګه، موږ باید دا مشخص کړو چې د کارټل د ډلو د تاوتریخوالي مرکز مکسیکو دی.”

هغه زیاته کړه: “په دې نیمه کره کې د ډېرو وینو تویولو او ګډوډیو تر شا اصلي ځواک همدا مکسیکويي کارټلونه دي او د متحدو ایالتونو حکومت به د خپل ملي امنیت د دفاع او د امریکا د خلکو د خوندیتوب لپاره هر هغه څه وکړي چې ضروري وي.”

ولسمشر ټرمپ وویل چې په دې غونډه کې د “لویو مشرانو زړورتیا او هوډ” به “زموږ هېوادونه تر بل هر وخت خوندي، پیاوړي، شتمن او بریالي وساتي.”

XS
SM
MD
LG