Accessibility links

Breaking News

د ایران د وسلو او پوځي تجهیزاتو د تدارکاتو مخنیوی

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند، ټامي پیګوټ
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند، ټامي پیګوټ

په تېر یو کال کې ایران د وسلو او اړوندو پوځي تجهیزاتو د ترلاسه کولو هڅو ته دوام ورکړی او د ملګرو ملتونو د بیا نافذو شویو اقداماتو څخه په سرغړونې یې د بې‌ثباته کولو په موخه خپل فعالیتونه پراخ کړي دي.

ددې په غبرګون کې، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په ایران کې یوه او په روسیې کې دوه هغه ادارې د بندیزونو په لېست کې شاملې کړې چې د ایران د پوځي تدارکاتو او ایران ته او له ایران څخه د وسلو او اړوندو پوځي تجهیزاتو د لېږد په اسانتیا کې یې رول لوباوه.

په بندیزونو کې د (جوینت ستاک کمپني ایکسپیرمنتل دیراین بیورو) په نوم اداره شامله ده چې د (یاکوویلو) په نوم هم پېژندل کېږي. دا په روسیه کې مېشته د الوتکو جوړونکې اداره ده چې د (یک -۱۳۰) جنګي الوتکې طرحه کوي او تولیدوي یې.

روسیې د ۲۰۲۳ کال په وروستیو کې د (یک -۱۳۰) څو الوتکې لومړی ځل دپاره ایران ته وسپارلې. د ۲۰۲۵ کال په نومبر کې روسیې د (یک -۱۳۰) جنګي الوتکو اړوند نور تجهیزات ایران ته ولېږدول. دغه تجهیزات د روسیې په یوه داسې الوتکه کې ایران ته انتقال شول چې د امریکا له خوا پرې بندیزونه لګېدلي دي.

د ۲۰۲۵ کال په ډسمبر کې روسیې ایران ته د (یک -۱۳۰) جنګي الوتکو اړوند د نورو تجهیزاتو څو محمولې هم ولېږلې. په دې توګه، ویل کېږي چې روسیې اوس ایران ته د هغو ۲۴ (یک -۱۳۰) الوتکو له ډلې نږدې ټولې سپارلي چې د قرارداد له مخې یې ژمنه شوې وه.

(ام جي فلات لایبیلتي کمپنۍ) په روسیه کې مېشته د بار وړلو یوه کمپنۍ ده چې بېړۍ یې د روسیې د حکومت لپاره وسلې لېږدوي.

په ۲۰۲۴ کال کې د (ام جي فلات لایبیلتي کمپنۍ) بېړیو له ایران څخه روسیې ته د لنډ واټن بالستیک توغندیو په لېږد کې برخه لرله.

د ۲۰۲۵ کال په وروستیو کې ایران د کمپوزیتور رحمانینوف په نوم د روسیې یوې بېړۍ له لارې له ایران څخه روسیې ته د هوايي دفاع وسایط او اړوند پوځي تجهیزات ولېږدول. کمپوزیتور رحمانینوف هغه روسۍ بېړۍ ده چې(ام جي فلات لایبیلتي کمپنۍ) اړوند تر بندیز لاندې ده.

همدارنګه، (ساها هوایي شرکت) چې په ایران کې مېشت هوايي شرکت او د ایران د هوايي ځواک سره تړاو لري، هم د بندیزونو په لېست کې شامله شوې ده. دغه هوايي شرکت د ایران له خوا د وسلو او اړوندو پوځي تجهیزاتو د لېږد په هڅو کې ښکېل بلل شوی دی.

امریکا وايي چې د (اقتصادي انزوا عملیاتو) په چوکاټ کې، د ایران د پوځي پروګرامونو د تدارکاتي هڅو د ګډوډولو او د ایران سپاه پاسداران انقلاب ته د هغو شتمنیو او سرچینو د لاسرسي د مخنیوي لپاره ژمنه ده چې له لارې یې د بې ثباتۍ فعالیتونه دوام مومي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، دغه تازه اقدامات ددې هېواد هوډ څرګندوي څو ایران ته د پراختیا او خپرېدو له پلوه د حساسو پروګرامونو د بیا رغولو اجازه ور نه کړل شي.

سربېره پر دې، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د (عدالت دپاره د مکافاتو) د پروګرام له لارې د هغو معلوماتو په بدل کې تر ۱۵ میلیونو امریکايي ډالرو پورې جایزه اعلان کړې چې د ایران د سپاه پاسداران انقلاب او د هغه د بېلابېلو څانګو د مالي میکانیزمونو د ګډوډولو لامل شي او هغه اقتصادي سرچینې ورباندې پرې کړاي شي چې د ایران د حکومت د فعالیتونو ملاتړ کوي.

امریکا له ټولو غړو هېوادونو غواړي چې د ملګرو ملتونو پر لازمي مکلفیتونو بشپړ عملي ته دوام ورکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ټامي پیګوټ په یوه اعلامیه کې ویلي: «موږ به له خپلو شریکانو سره ګډ کار ته دوام ورکړو څو د ایران د ناوړه فعالیتونو پراختیایي شبکو مخه ونیسو او د ایران د حکومت لاسرسی هغو توکو، ټکنالوژۍ، مالي سرچینو او خدماتو ته محدود کړو چې د دغو فعالیتونو په دوام کې ورسره مرسته کوي.»

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ، لکه څنګه چې مخکې یې څرګنده کړې، ویلي چې ایران باید هېڅکله اټومي وسلې ترلاسه نه کړي، او نه باید د خپلو توغندیو او پوځي پروګرامونو له لارې نړیواله سوله او امنیت له ګواښ سره مخ کړي.

XS
SM
MD
LG