Accessibility links

Breaking News

زبر ځیرکتیا (سوپر انټېلېجېنس) باید په خپلواکه توګه پراختیا ومومي او وکارول شي

د امریکا د ولسمشر مرستیال او د سپینې ماڼۍ د ساینس او ټکنالوژۍ د پالیسۍ دفتر مشر، مایکل کرېټسیوس، ټینګار کوي چې د هېوادونو اساسي مسؤلیت دا دی چې ډاډ ترلاسه شي چې مصنوعي ځیرکتیا یا زبر ځیرکتیا( سوپر انټېلېجنس) د دوی د وګړو په ګټه تمام شي او د خلکو ازادي او د ژوند طرز خوندي کړي.

نوموړي د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې وویل، "دا چې مصنوعي ځیرکتیا په چټکۍ سره د پرمختګ په حال کې ده، نو دا د دې لپاره دلیل نشي کیدای چې د لا زیات پرمختګ لاره یې بنده شي یا د نویو نړیوالو حکومتي جوړښتونو له لارې پرې محدودیتونه ولګول شي."

ښاغلي کرېټسیوس وویل، " متحده ایالتونو د نړۍ د زبر ځیرکتیا د پرمختللې ټکنالوژۍ په برخه کې د مخکښ او مشر په توګه، لازمي اقدامات کړي څو ډاډ ترلاسه کړي چې د دې پرمختګ جریان په خوندي او مسؤلانه ډول لا هم مخې ته بوځو. "

هغه زیاته کړه، "موږ له مخکښو لابراتوارونو سره د نویو ماډلونو د وړتیاوو د ازموینې او ارزونې په برخه کې کار کړی، د سایبري امنیت د همغږۍ مرکزونه مو جوړ کړي چې د زیانونو د کمولو په برخه کې همغږي رامنځته کړي، او هغه موجوده قوانین او د قانون د پلي کولو وسایل او طریقې مو روښانه کړې چې د زبر ځیرکتیا یا سوپر انټېلېجنس د زیانمنو احتمالي کارونو د مخنیوي لپاره کارېدای شي. "

متحده ایالتونه په نړیواله کچه، د راټوکېدونکو ټکنالوژیو په اړه ډیپلوماسۍ او خبرو اترو ته ژمن دي. خو ښاغلي کرېټسیوس خبرداری ورکړ چې نړیوال بحث او خبرې اترې «باید د نړیوالې حکومتولۍ پر لور پرمختګ ته اجازه ورنکړي.»

لکه څنګه چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ د عمومي اسامبلې له غونډې مخکې وویل: «متحده ایالتونه د زبر ځیرکتیا یا سوپر انټېلېجېنس د نړیوال کنټرول لپاره د یو نظام یا سیستم د جوړولو هر ډول هڅه په بشپړه توګه ردوي.»

ښاغلي کرېټسیوس وویل چې نړۍ یوازې د ملي حاکمیت پر زیربنا ولاړې او د پرانیستې کورني ظرفیت له لارې کولای شي د دې ټکنالوژۍ له پیاوړو وړتیاوو څخه بشپړه ګټه واخلي.

هغه وویل: «د متحده ایالتونو نړیوالې هڅې د دې ظرفیت د جوړولو لپاره دي؛ موږ خپله ټکنالوژي شریکوو او د هغې د پلي کولو لپاره اړین وسایل برابروو.»

متحده ایالتونه غواړي چې متحدان او شریکان یې هم د تکنالوژۍ په ډګر کی ددې انقلاب له ګټو برخمن شي. د صادراتو د پروګرام موخه هم همدا ده.

ښاغلي کرېټسیوس وویل: «متحده ایالتونه د تکنالوژۍ په ډګر کی ددې انقلاب یوازینی زبرځواک دی چې غواړي او کولای شي شریک هېوادونه په رښتینې توګه د خپلواک سوپر انټېلېجنس د وړتیا د ترلاسه کولو په هڅه کې پیاوړي کړي.»

هغه زیاته کړه: «امریکايي شرکتونه به له تاسو سره کار وکړي، څو د سرو زرو د معیار په کچه خوندي زیربناوې برابرې کړي، او له تاسو سره به مرسته وکړي چې هغه غوښتنې پلي کړئ او هغه ظرفیتونه رامنځته کړئ چې د خپلو خلکو د خدمت لپاره ورته اړتیا لرئ.»

ښاغلي کرېټسیوس خبرداری ورکړ: «تاسو هغه ټکنالوژي نه شئ اداره کولای چې پرې نه پوهېږئ.»
هغه وویل چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا «باید د کورني ظرفیت د جوړولو لپاره د غوره کړنو پر شریکولو تمرکز وکړي، نه دا چې د یو نړیوال تنظیموونکي نظام پر جوړولو هڅه وکړي.»

هغه زیاته کړه: «دا نوښت د ټکنالوژۍ د پرمختګ د تعقیب له لارې کیږي، د ټکنالوژۍ د راتلونکي په اړه د خوشبینۍ له لارې او د داسې پالیسۍ له لارې کیږي چې اجازې ته اړتیا ونه لري . متحده ایالتونو د انسانانو په تاریخ کې د نوښت تر ټولو لوي چاپیریال یا اکوسیستم جوړ کړی دی.»

ښاغلي کرېټسیوس وویل: «د ۲۵۰ کلونو راهیسې، امریکایي هویت او شناخت د نوښت او خوندیتوب، خپلواکۍ او امنیت ترمنځ یو سالم توازن رامنځته کړی. سوپر انټېلېجنس د همدې اوږدې لړۍ وروستۍ فرصت دی. دا کولای شي په تاریخ کې د بشریت په خدمت کې، د ودې او سوکالۍ تر ټولو ستر محرک وګرځي.»

هغه ټینګار وکړ: «هوسا راتلونکی به د یوه نړیوال تنظیموونکي له خوا خوندي نه شي. بلکې هغه به د هغو خپلواکو هېوادونو له خوا خوندي شي چې زبر ځیرکتیا یا سوپر انټېلېجنس مني او کاروي یې. د هغو مسؤلو شرکتونو له خوا چې دا ټکنالوژي جوړوي او د هغو ازادو خلکو له خوا چې نه غواړي وېره پرې حکومت وکړي.»

XS
SM
MD
LG