د ترکیې جمهوریت کې د متحدو ایالتونو سفیر او د سوریې د چارو ځانګړی استازی تام باراک وایي: په تېرو پنځلسو میاشتو کې، موږ په سوریه کې د څو لسیزو تر ټولو لوی بدلونونه لیدلي دي: د [بشارالاسد] رژیم ړنګېدل، د نوي حکومت راڅرګندېدل، او بېساري ډیپلوماتیک پرمختګونه”.
سفیر باراک وویل چې د ډونالډ ټرمپ تګلاره دا وه چې د سوریې له خوا رهبري کېدونکي بهیرته اسانتیا برابره او د داسې متحدې سوریې ملاتړ وکړي چې له ځان او ګاونډیانو سره په سوله کې وي او د ټولو ټولنو لپاره مانا لرونکي امنیت تامین کړی.
سفیر باراک وویل: “د سوریې حکومت او د سوریې ډیموکراتیکو ځواکونو په جنوري کې د دایمي اوربند او د پراخ ادغام هوکړه وکړه، چې د سوریې کردانو ته ریښتینی خوندیتوب برابروي او د شمال ختیځ ملکي او پوځي جوړښتونه تر واحد ملي کنټرول لاندې راولي.”
سوریه د داعش پر د ماتولو لپاره د نړیوال ائتلاف سره یوځای شوې او د ایران ملاتړو ډلو په شمول د داعش، القاعده او حزبالله ترهګریزو شبکو د ګډو فعالیتونو د شنډولو او مخنیوی لپاره یې عملیات ترسره کړي دي.
سوریې، د امریکا او اردن په ملاتړ، په سویدا کې هم اوربند ټینګ کړی دی چې د دروز میشتو اکثریت ښار دی او لږ شمېر عیسوي او سني بدوي اقلیتونه لري. سفیر باراک وویل چې سوریې ژمنه کړې چې د ظالمانو سره به حساب او کتاب وشي.
سوریې د تهران ناوړه اغېز هم رد کړی او سپاه پاسداران انقلاب پاتې شوني یې له هغه هیواده ایستلي دي. سفیر باراک وویل: “په زړه پورې دا ده چې یو هېواد چې یوازې دوه کاله مخکې د ایران د تش په نامه ‘د مقاومت محور’ مهمه برخه وه، اوس د نورو عربي هېوادونو پر وړاندې د ایران خطرناک او بزدلانه بریدونه غندي.”
هغه زیاته کړه “په رښتیا سره، سوریه اوس د ایران د ترهګر استازي، حزبالله، له بریدونو سره مخ ده. متحده ایالتونه دا بریدونه غندي او د سوریې او لبنان ترمنځ د ګډ سرحد د خوندي ساتلو لپاره د همکارۍ هرکلی کوي.”
له دوو میلیونو ډېر کډوال او بېځایه شوي کسان اوس خپلو کورونو ته ستانه شوي دي، چېرته چې دوی کولای شي د خپل هېواد د بیا رغونې برخه وګرځي.
په سوریه کې د بشري سازمانونو سره د امریکا کمکونه په اصل کې کورنیو سره مرسته کوي چې خپلې لومړنۍ اړتیاوې پوره کړي او همدارنګه د کورنیو بیا یوځای کېدل د هغوی اصلي ټولنو سره د ملاتړ په معنی هم ده.
د ولسمشر ټرمپ له برکته، سوریه اوس دا چانس لري د بهرنیو هیوادونو پر مرستو خپله تکیه پای ته ورسوي، ځکه چې د نړیوالو بندیزونو په کمېدو د سوریایانو لپاره د پرمختګ فرصتونه برابر شوي دي.
متحده ایالتونه د امنیت شورا له غړو او ټولو هېوادونو څخه غواړي چې د سوریې حکومت د انتقال په پړاو کې ملاتړ وکړي. پدې کې د ترهګرۍ ضد د قابلیت پیاوړتیا، د بیا رغونې په بهیر کې مرسته، او د بېځایه شویو کمپونو او توقیف ځایونو څخه د دریمو هېوادونو اتباعو بېرته ستنول شامل دي.
په سوریه کې د بشري او امنیتي ننګونو بشپړ حل دپاره دیته اړتیا ده چې اصلي هېوادونه خپل اتباع بېرته ور وبولي، او بالاخره یې بېرته په ټولنه کې مدغم کړي او په مناسب وخت کې، ډاډ ترلاسه کړي چې دوي د خپلو کړنو لپاره عدالت ته کش شي.
متحده ایالتونه پر هغه څه ویاړي چې د سوریې خلکو او حکومت تر اوسه ترلاسه کړي دي.
سفیر باراک وویل: “د ولسمشر ډونالډ ټرمپ تر مشرۍ لاندې، موږ به خپلې همکارۍ لا پراخې کړو او له سوریې سره به مرسته وکړو چې په نړۍ کې خپل مناسب موقف بېرته ترلاسه کړي. هم په بهر کې د ثبات د څراغ په توګه، او هم په کور دننه د سولې، یووالي او زغم د بېلګې په توګه.”