د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو په رسمي ډول د «ترهګرۍ سره د ملاتړو دولتونو یا» (SST) له نوملړ څخه د سوریې نوم لرې کړ. دا اقدام وروسته له هغې وشو چې کانګرس ته د خبر ورکولو لازمي ۴۵ ورځنۍ موده بشپړه شوه.
وزیر روبیو د اګست په ۲۴مه په یوه اقدام کې د «هیئت تحریر الشام» (HTS) نوم هم د «ځانګړي نومول شوي نړیوال ترهګر» (SDGT) نوملړ څخه لرې کړ.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو وویل: «دا اقدامات د ولسمشر ټرمپ له خوا د سوریې خلکو ته د سوکالۍ پر لور د لارې د برابرولو په موخه یو بل تاریخي ګام په ډاګه کوي.»
دا ټول اقدامات د سوریې د حکومت له خوا د ولسمشر احمد الشرع تر مشرۍ لاندې د ترسره شویو مثبتو اقداماتو او نورو ژمنو د رسمیت پېژندلو لپاره شوي دي. دا هغه اقدامات دي چې له لارې یې غواړو سوریه له نړیوالو ترهګریزو فعالیتونو څخه په بشپړه توګه لرې وساتل شي. په تېر کال کې د سوریې حکومت د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په برخه کې مهم ګامونه اخیستي دي.
په دغو اقداماتو کې د نومبر په میاشت کې د داعش د ماتولو لپاره له نړیوال ائتلاف سره په رسمي ډول یوځای کېدل، او د داعش، القاعدې، حزبالله او له ایران سره د همغږو ډلو د ترهګریزو شبکو د ګډوډولو لپاره د ځانګړو عملیاتو تر سره کول هم شامل دي.
د «ترهګرۍ ملاتړي دولت او د ځانګړي نومول شوي نړیوال ترهګررژیم په توګه د نوملړ څخه د سوریې د نوم لرې کول په هغه هیواد کې د خصوصي سکتور او پانګونې وروستي لوی خنډونه له منځه وړي او د سوریې اقتصادي رغونه او له نړیوال اقتصاد سره د دې هېواد بیا یوځای کېدلو چارې پیاوړي کوي.
د امریکا د سوداګرۍ، مالیې او بهرنیو چارو وزارتونو له خوا په خپاره شوي یوه لارښود کې ویل شوي: «متحده ایالتونه دیته ژمن دي چې د یوې باثباته، متحدې او سولهییزې سوریې ملاتړ وکړي؛ داسې سوریه چې اوس کولای شي د سیمې په امنیت او یوځای کېدو کې ونډه واخلي. د امریکا د پراخو بندیزونو لغوه کول د سوریې له هغو هڅو سره مرسته کړې چې غواړي خپل اقتصاد بیا ورغوي، د خپلو ټولو اتباعو لپاره، د قومي او مذهبي لږکیو د غړو په ګډون، سوکالي رامنځته کړي او له ترهګرۍ سره مبارزه وکړي.»
په لارښود کې یادونه شوې چې د ۲۰۲۵ کال د مې په ۱۳مه ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سوریې پر وړاندې د امریکا د بندیزونو د لرې کولو اعلان وکړ، څو ددغه هېواد دپاره سولې او سوکالۍ ته د رسیدو فرصت برابر شي. د ۲۰۲۵ کال په جون کې ولسمشر ټرمپ د ( ۱۴۳۱۲) اجرائیوي فرمان صادر کړ چې له مخې یې د امریکا بندیزونه په رسمي ډول لرې شول او اړوندو ادارو ته یې لارښوونه وکړه چې نور اقدامات هم ترسره کړي، څو په سوریه کې د امریکا د خصوصي سکتور او بهرنیو شریکانو بیا ښکېلتیا ته لاره هواره شي.
متحده ایالتونه نور پر سوریې او د سوریې پر ادارو پراخ بندیزونه نه لګوي، او د امریکا بندیزونه نور په سوریه کې د سوداګریزو فعالیتونو پر وړاندې خنډ نه رامنځته کوي.
د امریکا کانګرس په ۲۰۲۵ کال کې د «قیصر قانون» هم لغوه کړ؛ هغه قانون چې موخه یې دا وه چې د بشري حقونو د سرغړونو له امله د بشار الاسد حکومت حساب ورکولو ته اړ کړي.
خو بندیزونه لا هم پر بشار الاسد او د هغه پر همکارانو، د بشري حقونو پر سرغړوونکو، د کپتاګون د مخدره موادو پر قاچاقبرانو او نورو هغو سیمهییزو فعالانو چې بېثباتي رامنځته کوي لا پر ځای دي. دغه کسان لا هم د امریکا د مالیې وزارت د «ځانګړو نومول شویو هغو اتباعو » په نوملړ کې شامل دي چې ورباندې بندیزونه لګول شوي.
ولسمشر ټرمپ او د هغه اداره ژمن دي چې د سوریې خلکو ته د سولې او سوکالۍ په راوستلو کې مرسته وکړي.