Accessibility links

Breaking News

د کیوبا د رژیم ظالمانه کړنې باید ودرول شي

الکساندر دیاز رودریګز
الکساندر دیاز رودریګز

د کیوبا د رژیم له خوا د تاوتریخوالي نه ډک وحشت هغه مهال د نړۍ مخې ته څرګند شو چې د "پرېزنرز ډیفینډرز" یا د "زندانیانو مدافعینو" د بشري حقونو یوې ادارې چې د کیوبا د سیاسي بندیانو وضعیت څاري، د الکساندر دیاز رودریګز د اندېښنې وړ یو انځور خپور کړ، چې د څلور کلن زندان په پای کې اخیستل شوی و.

د "پرېزنرز ډیفینډرز" مشر هاویر لارنډو وویل: "کله چې ما د (دیاز رودریګز) حالت ولید، هغه څه مې ولیدل چې مخکې مې هم د کیوبا د نورو خوشي شویو بندیانو په حالت کې لیدلي وو: داسې ښکاري لکه د شکنجې له کمپ څخه ژغورل شوي وي. "

په ۲۰۲۲ کال کې، د هغه د بند پر مهال، دیاز رودریګز ته په پرمختللې بڼه د تایرایډ سرطان تشخیص شو، خو مناسبه درملنه یې ونه شوه. وروسته بیا د هیپاتیت بي، انیمیا، د لاسونو او پښو پړسوب او د سختې خوارځواکۍ له بد حالت سره مخ شو.

لارنډو وویل: "موږ پوهېدو چې هغه په ډېر بد حالت کې دی او کلونه مو د هغه د ژوند لپاره مبارزه کړې ده. هغه د طبي ستونزو له کبله د عفوي غوښتنه وکړه، موږ یې قضیه ملګرو ملتونو ته وړاندې کړه، خو د کیوبا رژیم پرېکړه وکړه چې هغه باید د خپلې سزا ټوله موده پوره کړي. "

دیاز رودریګز د ۲۰۲۱ کال د جولای په ۱۱مې، د کمونېزم ضد مظاهرو نه وروسته نیول شوی و او د "بې احترامۍ" او "عامه ګډوډۍ" په جرمونو محکوم شوی و.

د کیوبا د تر ټولو لوی مخالف ډلې مشر، د کیوبا وطنپاله اتحادیې، هوزې ډانیل فیریر، د اپرېل په ۱۲مه یوه ویډیويي پیغام کې وویل چې د دیاز رودریګز انځورونه "هغه نه انکارېدونکی ثبوت ګڼل کیږي چې د کاسټرو-کمونېستي دیکتاتورۍ رژیم او ددې رژیم د زندان سیستم له سیاسي بندیانو سره څه کوي. "

فیریر، چې اوس په فلوریډا کې په جلاوطنۍ کې ژوند کوي، د کلونو بند او شکنجې وروسته، د نورو بندیانو لکه رویلان الوارز، لوئیس مانوئل اوتېرو او فلیکس ناوارو یادونه هم وکړه.

د اپرېل په دوېیمه، د کیوبا حکومت د ۲۰۱۰ بندیانو د خوشې کولو اعلان وکړ او دا یې یو "انساني اقدام" وباله. خو د بشري حقونو ډلې وایي چې د خوشې شویو کسانو په منځ کې هیڅ سیاسي بندي نشته.

د "پرېزنرز ډیفینډرز" د بنسټ په وینا، په کیوبا کې شاوخوا ۱،۲۰۰ سیاسي بندیان موجود دي. دا هېواد له ۲۰۱۹ کال راهیسې د ملګرو ملتونو هغه کاري ډلې له خوا چې په نړیواله کچه د خپل سري بندي کولو پېښې څاري، وایي کیوبايي رژیم پخپل سر تر ټولو زیات کسان زنداني کړي دي.

په خپل اجرائیوي فرمان کې چې د کیوبا له لوري د متحده ایالتونو پر وړاندې ګواښ ته اشاره کوي، ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې د کیوبا د حکومت تګلارې، کړنې او چلند "د ازادو او ډیموکراتیکو ټولنو له اخلاقي او سیاسي ارزښتونو سره په ټکر کې دي، او د متحده ایالتونو له بهرني سیاست سره مخالفت لري چې غواړي په کیوبا کې سوله ییز بدلون، د بیان ازادي، د رسنیو ازادي، د قانون حاکمیت او د بشري حقونو درناوی پراخ کړي. "

XS
SM
MD
LG