متحده ایالتونه په کیوبا کې د لا زیاتې آزادۍ او ولسواکۍ، د بشري حقونو د ښه درناوي، او د ازادې سوداګرۍ د پراخېدو پر اړتیا پوهیږي».
دا خبره د کیوبا په اړه د ملي امنیت د ولسمشرۍ په یادښت کې شوې ده. پدي یادښت کې چې د ۲۰۲۵ کال په جون کې خپور شوی و راغلي:
«د کیوبا خلک له ډېرې مودې راهیسې د یوه کمونیستي رژیم تر واک لاندې ځورېدلي، داسې رژیم چې د دوی د آزادۍ او سوکالۍ مشروع هیلې ځپي او د دوی بنسټیزو انساني کراماتو ته درناوی نه کوي».
د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو په دې وروستیو کې د ان بي سي د خبري شبکې د میت د پرس له خپرونې سره په مرکه کې ومنله چې «د کیوبا د خلکو لپاره د کیوبا حکومت، یو لوی مشکل دی.»
هغه زیاته کړه: «زه فکر نه کوم چې دا کومه معما وي چې موږ ولې د کیوبا د رژیم لوی مینه وال نه یو، دا هغه کسان دي چې د [وینزویلا دیکتاتور نیکولاس] مادورو د رژیم ملاتړ یې کاوه. د هغه د کورني امنیت ټوله دستګاه په بشپړه توګه د کیوبایانو تر کنټرول لاندې ده.»
د امریکا ولسمشر ټرمپ په خپل یادښت کې ټینګار کوي چې د کیوبا په اړه د هغه د ادارې تګلاره به د متحده ایالتونو د ملي امنیت او بهرنۍ پالیسۍ د ګټو، او همدارنګه له کیوبایي خلکو سره د یووالي پر بنسټ ولاړه وي.
روبیو وویل «زه به هڅه وکړم چې د کیوبا د خلکو لپاره یو باثبات، سوکاله او ازاد هېواد ته وده ورکړم. د دې لپاره، موږ باید د کیوبا خلکو ته مالي سرچینې ورسوو او له هغه رژیم څخه یې لرې کړو چې د یوې ازادې او عادلانه ټولنې د ټولو بنسټیزو غوښتنو په پوره کولو کې پاتې راغلی دی.»
د مادورو د واک د له منځه وړلو لپاره د بریالي پوځي عملیاتو نه وروسته، ولسمشر ټرمپ په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې «اوس د کیوبا وضعیت ښه ندی، [هغه] سیستم د کیوبا لپاره ښه نه و. هلته خلک د اوږدو کلونو راهیسې ځورېدلي، او زه فکر کوم کیوبا به هغه موضوع وي چې موږ به پرې خبرې وکړو، ځکه چې کیوبا اوس یو ناکام هېواد دی. په ډېر بد ډول ناکام هېواد. او موږ غواړو له خلکو سره یې مرسته وکړو.»
په همدې خبري کنفرانس کې، د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو بیا ټینګار وکړ چې د ټاپو وزمې د هېواد وضعیت څومره ناوړه دی.
هغه وویل: «کیوبا یو ناورین دی. دا د ناپوهو، زړو له خوا اداره کېږي او په ځینو مواردو کې زاړه هم نه دي خو بیا هم ناپوهه دي. دوي غوره اقتصاد نه لري؛ په بشپړ ډول یو ړنګ شوی هیواد دی.»
په کیوبا کې، چارواکي په خپل سر مخالفین او سولهییز لاریون کونکي نیسي او په ډېر ناوړه توګه په زندانونو کې ساتل کېږي.
د مخالفینو پر وړاندې غیر قانوني تاوتریخوالی او ګواښونه چا ته له سزا ورکولو پرته ترسره کیږي.
د سیاسي بندیانو کورنۍ د خپلو عزیزانو د غیر قانوني او ناسم زندان پر وړاندې د سولهییز اعتراض له امله له غچ اخیستنې سره مخ کېږي.
عبادت کوونکي ځورول کېږي، او د مدني ټولنې د سازمانونو ازادې ټولنې بندېږي. د انټرنېټ د لاسرسي په ګډون، د بیان ازادي او د وینا حق ترې اخیستل شوی او ازادې رسنۍ نشته. متحده ایالتونه دا ناوړه چلندونه غندي.
متحده ایالتونه به خپلو ګټورو تګلارو ته دوام ورکړي، تر څو بشري حقونه ښه شي، د قانون حاکمیت وهڅول شي، ازاد بازارونه او ازاده سوداګري پیاوړې شي، او په کیوبا کې ولسواکۍ ته وده ورکړل شي.