Breaking News

کواد د سولې او پرمختګ لپاره یو مثبت ځواک دی

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تېره اوونۍ د فلیپین په پلازمېنه مانیلا کې د کواد هیوادونو د مشرانو په غونډې کې د هند، اسټرالیا او جاپان له مشرانو سره وکتل.

ټرمپ وویل: «زموږ هېوادونه د یوې ازادې، پرانیستې، باثباته او سوکاله هند او ارام سمندر سیمې څلور بنسټیزې ستنې دي. موږ غوره اړیکې لرو او د سیمه‌ییز امنیت، اقتصادي امنیت او ډیپلوماسۍ په برخو کې له یو بل سره نږدې همغږي کوو او ډېر ځله خبرې اترې لرو.»

د کواد ډله په ۲۰۰۴ کال کې د هند په سمندر کې له زلزلې او سونامي وروسته رامنځته شوه او لس کاله وړاندې د ټرمپ د لومړۍ ولسمشرۍ دورې پر مهال یې فعالیتونه بېرته پیل شول.

دغه ډله د مهمو اکمالاتي ځنځیرونو د خوندي کولو، د سمندر له لارې او هوايي تګ راتګ د ازادۍ د ساتنې، د ټکنالوژۍ له لارې د اقتصادي ودې او له طبیعي پېښو سره د مبارزې په برخو کې ګډ کار کوي.

د غونډې په ګډه اعلامیه کې راغلي: «موږ په ګډه ثابته کړې چې کواد د خیر او مثبت بدلون ځواک او د عملي همکاریو یوه ملګرتیا ده، چې سولې، ثبات او سوکالۍ ته ژمنه ده.»

په اعلامیه کې د هغو یو اړخیزو او بې‌ثباته کوونکو اقداماتو مخالفت هم شوی چې د زور یا فشار له لارې د اوسني وضعیت د بدلولو هڅه کوي او سیمه‌ییز امنیت او ثبات له ګواښ سره مخ کوي.

همدارنګه د اقتصادي فشارونو، په ځانګړې توګه د صادراتو پر وړاندې د خپل‌سرو محدودیتونو په اړه ژوره اندېښنه څرګنده شوې ده.

اعلامیه زیاتوي چې غړي هېوادونه ژمن دي څو د هند او ارام سمندر په سیمه کې د سمندري تګ راتګ پرانیستې، خوندي او باثباته لارې تضمین کړي.

د کواد غړو هېوادونو هوکړه کړې چې په ۲۰۲۷ کال کې به د سوداګریزو مشرانو غونډه جوړه کړي، څو د خصوصي سکټور ترمنځ اړیکې پیاوړې شي.

دوی همدارنګه د «سوپر انټېلېجنس» یا ځبر ځیرکتیا د چټک پرمختګ پروګرام پر پلان ټینګار کړی، چې موخه یې د هند او ارام سمندر په سیمه کې د پرمختللې مصنوعي ځیرکتیا د باوري لاسرسي، کارونې او تخنیکي ملاتړ لپاره د هڅو همغږي او تمویل دی.

ولسمشر ټرمپ وویل: «موږ د مهمو او نادرو منرالونو په برخه کې هم څو مهمې نوې هوکړې کړې دي، څو خپل اکمالاتي ځنځیرونه خوندي کړو او ډاډ ترلاسه کړو چې زموږ هېڅ هېواد د یوه بهرني عرضه کوونکي د فشار پر وړاندې زیانمن نه وي.»

هغه زیاته کړه چې دغه هوکړې به د غړو هېوادونو ځواک زیات کړي او امنیت به یې پیاوړی کړي. نوموړي د نادرو ځمکنیو عناصرو او نورو مهمو منرالونو په برخه کې د نږدې همکاریو یادونه هم وکړه.

د امنیت په برخه کې، کواد د هند او ارام سمندر د سمندري څارنې د همکارۍ هرکلی کړی، چې موخه یې د معلوماتو شریکول او د سمندري سیمو د څارنې پیاوړتیا ده.

ټاکل شوې چې په ۲۰۲۷ کال کې د غړو هېوادونو P-8 او P-3C د ګزمې څارګرې الوتکې د لومړي ځل لپاره په ګډ سمندري پوځي تمرین کې ګډون وکړي.

غړو هېوادونو د ترهګرۍ ضد مبارزې او سایبري امنیت په برخو کې د همکاریو پر پراختیا هم ژمنه کړې ده.

دوی همدارنګه د سمندري مخابراتي کېبلونو د نښلونې او خوندي ساتنې په برخه کې د کواد د مشارکت د پرمختګ اعلان کړی، چې له مخې یې د هند او ارام سمندر په سیمه کې خوندي او باوري مخابراتي زېربناوو ته لاسرسی پراخ شوی دی.

د کواد په ګډه اعلامیه کې راغلي: «موږ له سیمه‌ییزو شریکانو سره په ګډه کار کوو، څو ګډو ننګونو ته د حل لارې چارې پیدا کړو او داسې فرصتونه رامنځته کړو چې د هند او ارام سمندر سیمې خلکو ته ریښتونې او په عملي توګه ګټې ورسوي.»

XS
SM
MD
LG