لکه څنګه چې د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي دي، امریکا د یو ډیر سوله ایز او سوکاله منځني ختیځ په لټه کې ده. د ۲۰۲۶ کال د ملي دفاع تازه خپره شوې ستراتیژۍ کې راغلي چې متحده ایالتونه به څنګه په دې لاره کې په سیمه کې د خپلو متحدینو ملاتړ وکړي.
د دفاع وزارت به سیمه ییزو متحدینو او شریکانو ته دا واک ورکړي چې د ایران او د هغه د نیابتي ډلو په وړاندې د مخنیوي او له ځانه د دفاع لپاره په کلکه د اسراییلو د هڅو د ملاتړ؛ د خلیج عربي شریکانو سره د همکارۍ د لا ژورولو؛ د اسراییل او خلیج عربي شریکانو ترمنځ د یووالي د فعالولو؛ او د ابراهیم تړونونو د پراخولو په شمول، لومړني مسؤلیت په غاړه واخلي.
ولسمشر ټرمپ په دوامداره توګه دا روښانه کړې چې ایران ته به اجازه ورنکړل شي چې اټومي وسلې ترلاسه کړي. د نیمې شپې څټګ د عملیاتو په نتیجه کې، د ایران د اټومي وسلو پروګرام ویجاړ شو. د متحدو ایالتونو ځواکونو د ۱۲ ورځنۍ جګړې په جریان کې د اسراییلو د دفاع لپاره هم مهم ملاتړ چمتو کړ، چې د اسراییلو تاریخي عملیاتي او ستراتیژیک بریالیتوبونه یې فعاله کړل.
د ایران رژیم اوس د تیرو څو لسیزو په پرتله کمزوری او زیان منونکی دی. سربیره پردې، د اسراییلو عملیاتو حزب الله او حماس هم سخت کمزوري کړي دي.
د ولسمشر ټرمپ په امر، متحدو ایالتونو هم د (رف رایډر) په نوم عملیات پیل کړل، چې د حوثیانو د برید وړتیاوې یې کمزورې کړې او بالاخره یې حوثیان دې ته اړ کړل چې د سولې غوښتنه وکړي او په امریکایي کښتیو ډزې ودروي، چې د امریکایي کښتیو لپاره یې د تګ راتګ آزادي بیرته تر لاسه کړه.
که څه هم ایران په وروستیو میاشتو کې له سختو ماتو سره مخ شوی، خو داسې ښکاري چې د خپل پوځ د بیارغونې په لټه کې دی. ایراني مشرانو دا امکان هم نه دی رد کړی چې یو ځل بیا د اټومي وسلو د ترلاسه کولو هڅه وکړي. سربیره پردې، که څه هم د ایران استازي سخت کمزوري شوي، دوی ممکن بیا هم د خپلو ویجاړو شویو زیربناوو او وړتیاوو د بیارغونې هڅه وکړي.
متحده ایالتونه نشي کولی دا حقیقت له پامه وغورځوي چې د ایران د رژیم لاسونه د امریکایانو په وینو رنګ دي او د اسراییلو د له منځه وړلو هوډ لري. او ایران او استازي یې په سیمه ایزو بحرانونو کې ښکیل دي چې په سیمه کې د امریکایي ځواکونو ژوند ګواښي او په سیمه کې د سولې مخه نیسي.
خو د ملي دفاع ستراتیژي یادونه کوي چې د پام وړ فرصتونه زموږ مخ ته پراته دي. اسراییل له اوږدې مودې راهیسې ښودلې چې د متحدو ایالتونو د مهم خو محدود ملاتړ سره، له ځانه دفاع ته لیواله دی او وړتیا یې لري. اسراییل یو مثال دی، او متحده ایالتونه اوس دا فرصت لري چې د ولسمشر ټرمپ د تاریخي هڅو پر بنسټ په منځني ختیځ کې د سولې د ټینګیدو لپاره اسراییل نور هم ځواکمن کړي ترڅو له ځانه دفاع وکړي او زموږ ګډې ګټې پرمخ بوځي.
په ورته ډول، په فارس خلیج کې، د متحدو ایالتونو شریکان په زیاتیدونکي توګه لیواله دي او وړتیا یې لري چې د ایران او د هغه د نیابتي ډلو په وړاندې د متحدو ایالتونو د مختلفو نظامي سیسټمونو د ترلاسه کولو او ځای پرځای کولو په شمول له ځانه د دفاع لپاره ډیر څه وکړي. دا د متحدو ایالتونو لپاره ډیر فرصتونه رامینځته کوي ترڅو خپلو شریکانو ته دا وړتیا ورکړي چې له ځانه د دفاع لپاره ډیر څه وکړي.
یر دې مهال، د جنګ وزارت به د امریکا د ګټو د دفاع لپاره د پرېکنده اقدام کولو وړتیا وساتي. متحده ایالتونه به لدې لارې، په منځني ختیځ کې د خپل ځواک پرمټ د تلپاتې سولې لپاره شرایط رامینځته او پیاوړي کړي.