Accessibility links

Breaking News

متحده ایالتونه د آسین تر څنګ ولاړ دي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو

د امریکا متحده ایالتونه د سوېل ختیځې اسیا د هېوادونو د ټولنې (ASEAN) سره خپل ژور تعهد ته دوام ورکوي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو دا څرګندونې د امریکا او آسین ترمنځ د وزیرانو له غونډې وروسته وکړې.

روبیو وویل، " آسین هغه بنسټیز میکانیزم دی چې له لارې یې موږ له سیمې سره اړیکې ساتو او تاسو به د لوړو کچو په ګډون د دې سازمان لپاره زموږ ژمنتیا په دوامداره بڼه ووینئ."

هغه وویل، متحده ایالتونه به له ټولو شته امکاناتو څخه کار واخلي څو له آسین سره خپلې اړیکې لا پیاوړې کړي، چې په دې کې به بهرنۍ مرستې هم شاملې وي.

روبیو اعلان وکړ: "د دې هڅو په لړ کې، موږ په سوېل ختیځه اسیا کې د امریکا د حکومت له خوا د ۲.۵ میلیاردو ډالرو په ارزښت ستراتیژیکې پانګونې پلان وړاندې کوو چې له سیمې سره زموږ ژمنتیا پیاوړې کوي. موږ دا پانګونه ځکه کوو چې د آسین پرمختګ د متحده ایالتونو په ګټه هم دی."

هغه زیاته کړه: "دا خیرات نه دی. زموږ له هر هېواد او له ټولې سیمې سره ملګرتیا د امریکا د ملي ګټو یوه برخه ده او موږ به هېڅکله دا پرېنږدو."

د امریکا متحده ایالتونه غواړي چې د آسین په چوکاټ کې د نویو فرصتونو د رامنځته کولو لپاره له نورو مالي امکاناتو هم ګټه واخلي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو وویل چې د امریکا د پرمختیايي مالي ادارې
(Development Finance Corporation) له خوا د ۱.۵ میلیاردو ډالرو په ارزښت د نویو ستراتیژیکو پانګونو په تړاو د پریکړې تصویب چې د هغو ګډو موخو څخه یوه ګڼل کیږي چې دواړه خواوې یې غواړي ترلاسه کړی. هغه وویل دا د هوايي چلند د زیربناوو، د انرژۍ او خوندي اکمالاتي ځنځیرونو د پیاوړتیا لپاره ضروري دی.

روبیو وویل: "زه په کلکه باور لرم چې د ۲۱مې پېړۍ د راتلونکی کیسه به په همدې سیمه کې او د دې سیمې د پېښو د پرمختګ پر بنسټ ولیکل شي. د متحده ایالتونو او سوېل ختیځې اسیا امنیت او سوکالي به تل یو له بل سره تړلې وي."

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وویل په داسې حال کې چې آسین خپل ډیجیټلي اقتصاد پراخوي، د انرژۍ سرچینې متنوع کوي او خوندي اکمالاتي ځنځیرونه جوړوي، متحده ایالتونه غواړي د دغو سیمه‌ییزو ننګونو لپاره د حل لارې وړاندې کړي.

هغه وویل: "موږ د ماین پاکولو په برخه کې د آسین هېوادونو لپاره نږدې ۱۳۰ میلیون ډالره مرسته برابروو چې دا د سیمې د عادي وګړو د خوندیتوب لپاره زموږه ژمنتیا څرګندوي."

روبیو زیاته کړه: "موږ په سیمه کې د مایع طبیعي ګاز د بازار د پراختیا، د امریکا د برېښنایي شبکو څخه د کار اخیستنې او د آسین د برېښنايي شبکې د ملاتړ له لارې، د انرژۍ او امنیت د پیاوړتیا لپاره هم کار ته دوام ورکوو. همدارنګه موږ د خوندي، باوري او مسؤلانه ملکي اټومي انرژۍ پر بنسټ د پروګرامونو په جوړولو او د سیمې د انرژۍ په زیربناوو، په ځانګړې توګه د مهمو منرالونو داکمالاتي ځنځیرونو په برخه کې پانګونه کوو."

مارکو روبیو یو ځل بیا ټینګار وکړ چې متحده ایالتونه د آسین تر څنګ ولاړ دي. هغه وویل: "موږ په ګډه کار کوو څو د راتلونکې پر لور په ګډه خپل اقتصاد او خلک د همکارۍ له لارې پیاوړي کړو، داسې همکاري چې ډاډ ورکړي چې متحده ایالتونه به د راتلونکو ۵۰ کلونو او له هغې وروسته هم ستاسو یو باوري او تلپاتې شریک پاتې شي."

XS
SM
MD
LG