د امریکا د جګړې وزیر پیټ هېګسېت په سنګاپور کې د شانګري-لا ډیالوګ په غونډه کې وویل، متحده ایالتونه داسې پوځ جوړوي چې د نړۍ په هر ځای کې ځواک وکارولی شي، په ځانګړي ډول د آرام سمندر په سیمه کې.
هغه وویل: «موږ به د آرام سمندر په لوېدیځ کې داسې قوي دفاعي سیستم جوړ کړو او همالته به یې وساتو چې برید ناشونی کړي، د جنګ زیاتوالی نا مطلوب او جګړه غیرمنطقي وګرځوي.» د هغه په وینا دا «د ځواک له لارې د سولې اصل دی او د داسې پایدارې سولې بنسټ دی چې د آرام سمندر د هیوادونو ټولو خلکو ته ګټه رسوي.»
هېګسېت زیاته کړه: «خو دا هغه بار نه دی چې امریکا دې یې یوازې پر اوږو واخلي او نه هم باید دا کار وکړي.»
د هغه په وینا د ځواک متوازن حالت هغه وخت رامنځته کېږي چې متحد هېوادونه هم قوي پوځ، صنعتي ظرفیت او سیاسي اراده ولري.
هغه وویل چې «تر ډېره وخته د دې سیمې امنیت په غیر متناسب ډول د امریکا پر پوځي ځواک تکیه درلوده.»
د هغه په وینا سیمه هغه وخت ښه ده چې ټول هېوادونه د سولې او ثبات په ګډ هدف په کې ونډه واخلي. متحده ایالتونه چمتو دي د آرام سمندر له ټولو متحدانو سره کار وکړي څو هغوی د ګډ دفاعي سیستم برخه شي.
هګسېت وویل چې سویلي کوریا «په پرلهپسې ډول د خپلې دفاع په برخه کې پانګونه کړې، ځکه دا هېواد د دې توان نه لري چې جګړه یوازې یو علمي بحث وګڼي.»
هغه زیاته کړه چې د ۳.۵ سلنې نړیوال معیار ته د رسېدو لپاره د سویلي کوریا له خوا د دفاعي لګښتونو د زیاتولو پرېکړه د ګواښونو د وضعیت درک په ډاګه کوي.
هغه وویل چې فلیپین هم د خپل پوځ او ساحلي ځواکونو د عصري کولو لپاره زیاتې پانګونې کوي، چې پکې د دفاعي بودجې ۱۲ سلنه زیاتوالی شامل دی.
هګسېت د جاپان په اړه وویل چې دغه هېواد د خپل دفاعي بدلون د چټکولو لپاره عملي ګامونه اخلي او ټینګار یې وکړ: «موږ له خپلو جاپاني متحدانو لوړې تمې لرو، او باید ټول خپله ونډه ترسره کړو څو د امریکا-جاپان اتحاد پیاوړی شي.»
هغه وویل استرالیا د امریکایي ځواکونو د دوره یي حضور په پراخولو او د وسلو د تولید په برخه کې همکاري کوي، څو د لوړې کچې جګړې لپاره اړین وسایل برابر شي.
هګسېت زیاته کړه چې اندونیزیا هم د خپلو وسلهوالو ځواکونو په عصري کولو او د پوځي تمرینونو په پراخولو کې مهم پرمختګونه کوي. د هغه په وینا د مالیزیا مشرتابه د تایلنډ او کمبوډیا ترمنځ پوله کې د څارنې لپاره د جنوب ختیځې اسیا د ملتونو د ټولنې د څارګرو ډلو استول پیل کړي دي او دا «د بار شریکولو یوه عملي بېلګه ده.»
هغه وویل چې تایلنډ له امریکا سره پوځي همکاري لا پراخوي، او ویتنام د خپل سمندري ظرفیت د پیاوړتیا ترڅنګ له امریکا سره عملي دفاعي همکاري لا زیاتوي.
هغه وویل په سویلي اسیا کې هند خپل پوځ عصري کوي څو د خپل امنیتي بار برخه په ځانګړي ډول د هند سمندر کې په خپله پورته کړي.
هګسېت وویل چې امریکا د خپل دفاعي صنعتي بنسټ په تاریخ کې تر ټولو لوی تولیدي خوځښت پیل کړی دی.
هغه وویل: «موږ به د نړۍ تر ټولو غوره وسلې په لویه کچه، په چټکۍ او مناسب قیمت تولید کړو.» هغه زیاته کړه که څه هم امریکا له خپلو متحدانو د هیوادونو د کلنیو تولیداتو او ارزښت یا GDP ۳.۵ سلنه دفاعي لګښت غواړي، خو خپله له دې هم زیات لګښت لري.
هغه وویل امریکا باور لري چې له هغو هېوادونو سره مرسته وکړي چې ځان سره مرسته کوي.
هغه متحدانو ته په خطاب کې وویل: «له موږ سره یوځای شئ، دا لیدلوری ومنئ، داسې قوي او پر ځان بسیا هېوادونه جوړ کړئ چې وکولای شي خپله خپلواکي وساتي او د ګډ امنیت برخه هم شي، څو هغه متوازن ځواک پر ځای وساتل شي چې موږ ټولو ته ګټه رسوي.»