Accessibility links

Breaking News

مالیې وزارت د حزب‌الله هغه ملاتړي چارواکي په نښه کړل چې د سولې مخه نیسي

د امریکا د مالیې وزارت د بهرنیو شتمنیو د کنټرول دفتر (OFAC) په لبنان کې نهه کسان د لبنان د سولې په بهیر کې د خنډونو د رامنځته کولو او د حزب‌الله د بې‌وسلې کولو د مخنیوي له امله په بندیزونو کې شامل کړي دي.

د حزب‌الله دا ملاتړي چارواکي د لبنان په پارلمان، پوځ او امنیتي سکتورونو کې نفوذ لري او هڅه کوي چې د ایران له ملاتړ څخه برخمنو ترهګرو ډلو نفوذ د لبنان په مهمو دولتي ادارو کې وساتي.

د حزب‌الله دوامدارې وسله‌والې کړنې او پر لبناني دولت زورځواکه اغېزه د لبنان د حکومت وړتیا کمزورې کوي څو پر دولتي ادارو خپل پوره واک ټینګ کړي او دغه ترهګره ډله بې‌وسلې کړي.

د مالیې وزیر سکاټ بېسنټ د مې په ۲۱مه په یوه اعلامیه کې وویل، "حزب‌الله یوه ترهګره ډله ده او باید په بشپړه توګه بې‌وسلې شي."

حزب‌الله د سیاسي استازو له یوې شبکې چې د پارلمان غړي هم پکې شامل دي کار اخلي څو د ډلې ګټې پرمخ بوځي او د حکومت له هغو مشروع غوښتنو سرغړونه وکړي چې له حزب‌الله د بې وسلې کیدلو غوښتنه کوي او د دولت حاکمیت ته درناوی وکړي.

محمد عبدالمطلب فنیش د حزب‌الله اجرائیوي شورا مشري کوي او د دې ترهګرې ډلې د اداري او بنسټیز جوړښت د بیا تنظیم مسؤلیت لري څو حزب‌الله وکړای شي په لبنان کې خپل وسله‌وال شتون وساتي. فنیش له هغه وخته د حزب‌الله غړی دی چې دا ډله لومړی ځل جوړه شوه او پدې ډله کې یې د مشرتابه ګڼ شمیر دندې ترسره کړې دي.

نوموړی په ۱۹۹۲ کال کې د حزب‌الله د “وفادارۍ د مقاومت بلاک” له لارې د لبنان پارلمان ته وټاکل شو، او وروسته د ځوانانو او سپورټ وزیر هم شو.

حسن نظام‌الدین فضل‌الله له ۲۰۰۵ کال راهیسې د لبنان په پارلمان کې د حزب‌الله د ټاکل شویو استازو له ډلې څخه دی. د حزب‌الله پخوانی چارواکی ابراهیم الموسوي اوس مهال د حزب‌الله د رسنیو د کمېټې مشر او په پارلمان کې د حزب‌الله له ټاکل شویو استازو څخه دی.

همدارنګه، حسین الحاج حسن له ۱۹۸۲ کال راهیسې د حزب‌الله غړی دی او له ۱۹۹۶ کال راهیسې د لبنان په پارلمان کې د حزب‌الله استازیتوب کوي. د حزب‌الله د عامه استازي په توګه، حسن د دې ترهګرې ډلې د بې‌وسلې کولو پر ضد یو مهم شخصیت پاتې شوی دی.

احمد اسعد بعلبکي او علي احمد صفوي دواړه د امل غورځنګ (امل) امنیتي چارواکي دي. امل د حزب‌الله سیاسي متحد او امنیتي شریک ګڼل کېږي. بعلبکي د امل د امنیت مشر دی او په لبنان کې یې د حزب‌الله له مشرانو سره په ګډه د ځواک ښکاره نندارې تنظیم کړې دي څو د حزب‌الله سیاسي مخالفین ووېروي.

حزب‌الله د لبنان له مشروع امنیتي ادارو، یعنې د لبنان وسله‌والو ځواکونو (LAF) او د عمومي امنیت په ریاست (DGS) کې دننه هم غیر قانوني ملاتړ ترلاسه کړی دی.

د امریکا د متحدو ایالتونو د مالیې وزیر سکات بېسېنټ وویل چې د مالیې وزارت "به د هغو چارواکو پر ضد خپلو اقداماتو ته دوام ورکړي چې د لبنان حکومت کې یې نفوذ پیدا کړی او له حزب‌الله سره مرسته کوي څو د لبنان د خلکو پر ضد د تاوتریخوالي خپل بې‌معنی کمپاین ته دوام ورکړي او د تلپاتې سولې مخه ونیسي."

XS
SM
MD
LG