Accessibility links

Breaking News

ټرمپ د "حماسي غضب د عملیاتو" په اړه تازه معلومات ورکړل

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر، ډونالډ ټرمپ
د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر، ډونالډ ټرمپ

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اپرېل په لومړۍ نېټه له سپینې ماڼۍ څخه په خپلې وینا کې په ایران کې “زموږ د جنګیالیو ستر پرمختګ” په ډاګه کړ او ویې ویل چې ولې د حماسي غضب عملیات د امریکا د خوندیتوب او د ازادې نړۍ د امنیت لپاره اړین دي.”

ولسمشر ټرمپ وویل: “دا ۴۷ کاله کېږي چې دغه افراطي رژیم ‘مرګ پر امریکا او مرګ پر اسرائیل’ شعارونه ورکوي. د دوی استازو په بیروت کې د سمندري ځواکونو پر اډې باندې برید کې د ۲۴۱ امریکایانو په وژلو کې لاس درلود، زموږ سلګونه سرتیري یې د سړک د غاړې په بمونو کې وژلي دي. دوی د ( یو اس اس کول) په نوم پر بېړۍ باندې برید کې هم ښکېل وو، او ګڼ نور وحشیانه اعمال یې ترسره کړي چې په هغو کې په اسرائیل کې د اکتوبر د ۷ نېټې خونړی برید هم شامل دی. دغه وژونکي رژیم په دې وروستیو کې په ایران کې خپل خلک، ۴۵ زره مظاهر کوونکي، هم ووژل.”

ولسمشر ټرمپ وویل: “اټومي وسلو ته د دغو ترهګرو لاسرسی د نه زغملو وړ ګواښ دی.”

هغه زیاته کړه: “زما لومړیتوب تل ډیپلوماسي وه، خو رژیم د اټومي وسلو د ترلاسه کولو هڅې جاري وساتلې او د هر ډول تړون هڅه یې رد کړه. له همدې امله ما په جون کې د ‘نیمې شپې سټک’ د عملیاتو په ترڅ کې د ایران پر مهمو اټومي تاسیساتو د برید امر وکړ. خو د ایران رژیم هڅه وکړه چې خپل اټومي پروګرام په بل ځای کې بیا جوړ کړي چې دا ددې څرګندونه کوي چې دوی هېڅکله له دې هڅې نه تېرېږي.”

هغه وویل ایران په چټکۍ سره د بالستیک توغندیو لویه زېرمه هم جوړوله چې ډېر ژر به یې امریکا، اروپا او د نړۍ نورو ځایونو ته د رسېدو توان تر لاسه کړای وای.

ولسمشر ټرمپ وویل: “د حماسي غضب د عملیاتو موخې ډېرې ساده او روښانه دي. موږ په سیستماتیک ډول د رژیم هغه وړتیا له منځه وړو چې امریکا ته ګواښ پیښوي یا له خپلو پولو بهر ځواک وکاروي. موږ دا هر څه ترسره کړي دي. د دوی سمندري ځواک ویجاړ دی، هوايي ځواک یې له منځه تللی، او توغندي یې تقریباً ختم شوي دي. دا ټول اقدامات به د ایران پوځ کمزوری کړي، د هغوی د ملاتړو ترهګرو وړتیا به هم له منځه یوسي او د اتومي بم د جوړولو توان به ترې واخلي.”

هغه وویل: “متحده ایالتونه د هرمز له تنګي تقریباً هېڅ تېل نه واردوي او په راتلونکي کې به هم اړتیا ونه لري. موږ ورته اړتیا نه لرو.” هغه، هغو هېوادونو ته چې له دغه تنګي تېل ترلاسه کوي وویل چې “باید خپله د دې لارې ساتنه په غاړه واخلي. موږ به مرسته وکړو، خو هغوی باید مخکښ رول ولوبوي.”

ولسمشر ټرمپ وویل چې د امریکا پوځ ډېر ژر خپلې ټولې موخې پوره کوي. په همدې حال کې له ایران سره خبرې روانې دي. هغه زیاته کړه چې هدف، د رژیم بدلون نه و، خو د پخوانیو مشرانو د مړینې له امله د رژیم بدلون رامنځته شوی دی. “نوې ډله کمتره افراطي او زیاتره معقوله ده.” خو که تړون ونه شي، “موږ به د هغوی د برېښنا ټول تولیدي مرکزونه په کلکه او ښايي په یو وخت کې په نښه کړو.”

هغه زیاته کړه: “هغه اټومي تاسیسات چې موږ د (بي- ۲) ډوله جنګي الوتکو په بمباریو ویجاړ کړل، دومره سخت ویشتل شوي چې میاشتو ته اړتیا ده تر څو څوک ورنږدې شي. موږ دا ټول د سپوږمکۍ له لارې په ځیر څارو. که هلته کوم حرکت ووینو، بیا به یې هم په سختو توغندیو وځپو. هر څه زموږ په لاس کې دي، هغوی هېڅ نه لري.”

ولسمشر ټرمپ وویل: “هر امریکایی کولای شي هغې ورځې ته هیله من وي چې موږ د ایران د تېري له شره او د اټومي باج اخیستنې له سیوري څخه خلاصوي. د هغو اقداماتو له امله چې موږ کړي، موږ ددې په درشل کی یو چې د ایران دا خطر پای ته ورسوو او کله چې دا هر څه پای ته ورسېږي، متحده ایالتونه به تر بل هر وخت خوندي، ځواکمن، شتمن او باعظمته اوسي.”

XS
SM
MD
LG