Accessibility links

Breaking News

ټرمپ د ایران پر وړاندې « د ډي-ډې اقتصادي کمپاین» پیل کړ

ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هغه څه د پیل اعلان وکړ چې نوموړی یې د ایران پر وړاندې «اقتصادي ډي-ډې» بولي. د ده په وینا، دا به «د هر هېواد پر وړاندې تر ټولو ځپونکي اقتصادي عملیات» وي.

ولسمشر ټرمپ د تروټ سوشل په ټولنیزه شبکه کې لیکلي: «له ما پرته بل هېچا ایران ته د یوې هوکړې لپاره دومره لوی فرصت نه دی ورکړی. په خواشینۍ سره، هغوی له دې فرصت څخه ګټه وانخیسته.»

ولسمشر اعلان وکړ: «له همدې امله، زه د هر هېواد پر وړاندې د تر ټولو سختو او ځپونکو اقتصادي عملیاتو اعلان کوم! دا به په بې‌ساري کچه شدیده اقتصادي جګړه او انزوا وي.»

ولسمشر ټرمپ ویلي، ایران لا له وړاندې د امریکا د پوځ د «حماسي غضب» د پراخوعملیاتو له امله ډېر کمزوری شوی دی. د نوموړي په وینا، د ایران «سمندري ځواک له منځه تللی، هوايي ځواک یې ویجاړ شوی، پوځي فابریکې یې په کنډوالو بدلې شوې، پیسو یې خپل ارزښت له لاسه ورکړی او هېواد یې په یو نازک تار آویزانه دی.»

هغه زیاته کړه چې هر هغه هېواد چې خپلو مالي بنسټونو، سوداګریزو شرکتونو، هوايي ډګرونو یا دولتي ادارو ته اجازه ورکړي چې ایران ته د ژوندي پاتې کېدو هر ډول زمینه برابره کړي، خپله به هم د « جدي اقتصادي عواقبو» سره مخ شي.

ټرمپ په ځانګړي ډول غوښتنه کړې چې د ایران لپاره «د تېلو قاچاق، د اسعارو د تبادلې معاملې، نغدي انتقالات، د اسعارو د تبادلې صرافۍ، د بېړیو د ثبت او کنترول شرکتونه» باید همدا اوس بند شي.
ولسمشر ټرمپ وویل: «تاسو ځان پېژنئ او پوهیږئ چې څوک یاست. موږ اړتیا لرو چې ټول متحدین مو د امریکا ترڅنګ ودرېږي، څو د ایران ګواښ منزوي او له منځه یوسو.»

د ولسمشر ټرمپ دا اعلان څو ورځې وروسته له هغې وشو چې متحده عربي اماراتو، چې د ایران یو مهم سوداګریز شریک دی، له ایران سره ټولې سوداګریزې او مالي راکړې ورکړې وځنډولې. اماراتو ویلي چې دا پرېکړه یې وروسته له هغې کړې چې د ایران دوه بالستیک توغندي د هغه هېواد پر لور وتوغول شول.

د جګړې له پیل څخه مخکې، متحده عربي امارات د ایران د وارداتو تر ټولو لویه سرچینه وه. د سوداګرۍ د نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې، په ۲۰۲۴ کال کې له اماراتو څخه د ایران واردات د دغه هېواد د ټولو وارداتو له ۳۰ سلنې څخه زیات وو.

د «اقتصادي ډي-ډې» اعلان وروسته له هغې وشو چې د جګړې د پای ته رسولو لپاره د خبرو اترو ۶۰ ورځنی ناکام مهلت پای ته ورسېد. دغه موده د جون په میاشت کې د لنډمهاله سولې تړون له مخې ټاکل شوې وه.

ولسمشر ټرمپ ویلي چې له ایراني رژیم سره د نورو خبرو پلان نه شته او د هرمز تنګي په سیمه کې د ایران پر بندرونو د امریکا سمندري محاصره «په بشپړ ډول دوام لري».

ولسمشر ټرمپ اعلان وکړ: «د ایران لېونی رژیم د سخت فشار سره مخ دی، او دا تاریخي اقدامات به دوي ټول او په ټوله نړۍ کې د ترهګرۍ د خپرولو دپآره ددوي توان فلج کړي. ایران به هېڅکله اټومي وسلې ونه لري.»

XS
SM
MD
LG