ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو اجرایي فرمان لاسلیک کړی چې له مخې یې ملي بېړنی حالت اعلان شوی، څو د وینزویلا د تېلو هغه عواید چې د امریکا د مالیې وزارت په حسابونو کې ساتل کېږي، ضمیمه شي یا قضایي بهیر څخه خوندي شي او دا ډاډ ترلاسه شي چې دا پیسې د امریکا د بهرنۍ تګلارې د موخو لپاره وساتل شي.
په فرمان کې ټینګار شوی چې دا پیسې د وینزویلا د دولت خپلواک ملکیت دی، چې د دولتي او دیپلوماتیکو موخو لپاره یې امریکا ساتنه کوي او د شخصي دعوو تابع نه دي.
د دغو تېلو پر عوایدو د کنټرول له لاسه ورکول به په مستقیم ډول د امریکا موخې له خطر سره مخ کړي، چې په کې د ناقانونه کډوالو د بهیر او د ناقانونه مخدره موادو د مخنیوي چارې شاملې دي. هغه مخدره مواد چې د زرګونو امریکایي وګړو د مړینې لامل شوي دي. ددې تیلو پر عوایدو باندې د کنټرول له لاسه ورکول به همدارنګه ناوړه لوبغاړو لکه ایران او حزبالله ته ځواک ور په برخه کړي او د وینزویلا د خلکو او د لویدیځې نیمې کرې د سولې، سوکالۍ او ثبات لپاره به هڅې کمزورې کړي.
دا فرمان وروسته له هغې چې د جنورۍ په ۳مه د امریکا پوځ د وینزویلا پخوانی واکمن نیکولاس مادورو ونیوه، په داسې حال کې صادریږي چې ولسمشر ټرمپ هڅه کوي د وینزویلا د انرژۍ سکتور بېرته ورغوي.
ولسمشر ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې د امریکا د تېلو او ګازو په چارو کې د اجرایي رئیسانو سره د یوې ناستې پر مهال وویل:
«د مادورو تګ، دا امکان برابروي، د وینزویلا او متحده ایالتونو دواړو ولسونو لپاره، یوه نه هېریدونکی داسې راتلونکی چې موږ به یې له لارې په لویدیځې نیمه کرې کې د انرژۍ د دوو سترو ځواکمنو هېوادونو اقتصاد لا نږدې سره وتړو.»
په دې ناسته کې د (شیوران، ایکسان موبل او کونوکو فېلېپس) په ګډون د څو سترو شرکتونو اجراییوي رئیسانو ګډون درلود.
ولسمشر ټرمپ وویل:
«دا ټول شرکتونه به د وینزویلا د بیا راژوندي کولو په بهیر کې زموږ ډېر ارزښتناک ملګري وي، د اقتصاد د بیا رغولو او د خپلو شرکتونو دپاره څو د وینزویلا د خلکو او همدارنګه د امریکا د خلکو لپاره لویې شتمنۍ رامنځته شي.»
متحده ایالتونه ټینګ هوډ لري چې د وینزویلا شتمني باید د همدې هېواد د خلکو په ګټه وکارول شي. لکه څنګه چې د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو وویل:
«موږ [په وینزویلا کې] له موقتي چارواکو سره په نږدې همکارۍ کار کوو، څو د وینزویلا د شتمنۍ د پلور لپاره داسې بازار برابر کړو چې ګټه یې هم د امریکا خلکو ته ورسېږي او هم د وینزویلا خلکو ته.»
ولسمشر ټرمپ به د امریکایي ګټو ساتنې ته دوام ورکړي او د نیمه کرې امنیت به پیاوړی کړي. هغه وویل، د امریکا ملي ګټه پدې کې ده چې شاوخوا یې خوندي، باامنه او باثباته هېوادونه وي.
د وینزویلا د تېلو د عوایدو په خوندي کولو سره، ولسمشر ټرمپ په وینزویلا کې ثبات ته وده ورکوي او په عین حال کې د «امریکا لومړی» موخه پر مخ وړي: چې د ناقانونه کډوالۍ مخنیوی، د وژونکو مخدره موادو بندول، او د ناوړه بهرنۍ لاسوهنې سره مقابله ده.