د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ او لومړۍ مېرمنې مېلانیا ټرمپ سپینې ماڼۍ ته په رسمي سفر کې د چین ولسمشر شي جین پینګ او میرمن پینګ لییوان ته هرکلی ووایه.
دغه رسمي دولتي سفر چین ته د ولسمشر ټرمپ د سفر نه وروسته پېښېږي چې تېره مې میاشت کې یې تر سره کړی و.
ولسمشر ټرمپ د چین پلاوي ته لومړی د اندروز هوايي اډې او وروسته په سپینه ماڼۍ کې د پرتمینو رسمي مراسمو په ترڅ کې هرکلی ووایه. له هغې وروسته دولتي مېلمستیا هم جوړه شوه چې د امریکا د سوداګرۍ او کلتوري چارو چارواکي او مشران پکې مېلمانه وو. دغو مراسمو هغه څه په ډاګه کړل چې ولسمشر ټرمپ یې « پر متقابل درناوي او د دواړو هیوادونو د خلکو پر حیاتي ګټو ولاړه رښتینې پیاوړې ملګرتیا » بولي.
ولسمشر ټرمپ وویل: «د دې کال په پیل کې بیجینګ ته زموږ د سفر پر مهال د چینايي خلکو مېلمهپالنه په بشپړه توګه څرګنده وه، او نن شپه موږ هیله لرو چې تاسو ته هم هماغه درناوی وښیو، ځکه چې له لسو کلونو څخه زیات وخت نه وروسته د لومړي ځل لپاره واشنګټن ته ستانه شوي یاست.»
دواړو ولسمشرانو د دغه سفر پر مهال د سوداګرۍ یوه ګډه اداره جوړه کړه چې ولسمشر ټرمپ یې بریالۍ بولي.
ولسمشر ټرمپ وویل: «زموږ ټیمونه هڅه کوي چې د سوداګرۍ لا متوازنې اړیکې رامنځته کړي، چې پکې د امریکايي بزګرانو او مالدارانو لپاره نوي بازارونو ته لاسرسی هم پکې شامل وي.» هغه زیاته کړه چې په خبرو کې به پر «امنیت، ټکنالوژۍ او زبرځیرکتیا» پر مهمو مسلو هم تمرکز وشي.
ولسمشر ټرمپ وویل: « د دواړو هېوادونو د مشرتابه په توګه، زه او ولسمشر شي دواړه دې پوهېږو چې موږ د بېلابېلو نظامونو استازیتوب کوو، خو زموږ د خلکو ترمنځ اړیکې دوام لري. زمونږ اړیکې تر بل هر وخت بهتره دي.»
ولسمشر ټرمپ زیاته کړه: «له هغه وخته راهیسې چې د نیویارک لومړنۍ سوداګریزې بېړۍ له بندر څخه روانې شوې او د پرل سیند غاړو ته ورسېدې، امریکایانو او چینایانو تل په توکو برسیره پوهه، دودونه او نظریات له یو بل سره تبادله کړي دي. دا زموږ د هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او متقابل درناوي بنسټ دی چې په ګډه کولای شو دا اړیکې داسې لا پیاوړې کړو چې د راتلونکو نسلونو لپاره سوکالي او امنیت رامنځته کړي.»
د سفر پر مهال سپینې ماڼۍ اعلان وکړ چې د دواړو هېوادونو ترمنځ لنډمهال سوداګریز تړون چې ټاکل شوې وه په نومبر کې پای ته ورسېږي، د دوو نورو میاشتو لپاره وغځول شو.
د متحده ایالتونو د اتلانتا ایالت ژوبڼ له چین څخه دوه لوي پانډاګان د ډالۍ په توګه ترلاسه کړي. ولسمشر شي وویل چې چین به د سلو زرو محصلینو دپاره د فرهنګي تبادلې تحصيلي بورسونه برابر او په هغه هیواد کې به یې د کوربهتوب لارې چارې برابرې شي.
ولسمشر ټرمپ خپلو مېلمنو ته د جام په پورته کولو هیله څرګنده کړه او وویل: «د چین او امریکا اوږدې اړیکې سلګونه کلونه قدامت لري او زرګونه میله واټنونه سره نښلوي. زمونږ د ټولو خلکو دپاره په همغږۍ، سولې او بریا د یوې سمبالې راتلونکې په هیله.»