Accessibility links

Breaking News

امریکا د نیکاراګوا په اړه د اقدام غږ کوي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو له متحدینو څخه غوښتي چې په نیکاراګوا کې د مورییو-اورټېګا حکومت له خوا پر ډیموکراسۍ او بشري حقونو باندې د دوامدار برید په وړاندې غبرګون وښيي.

هغه په یوه اعلامیه کې وویل: «متحده ایالتونه له خپلو نړیوالو شریکانو غواړي چې ددې ظالمې دیکتاتورۍ سره خپل عادي سوداګریز فعالیتونه سمدستي ودروي.»

دا غوښتنه د نیکاراګوا د ملي شورا د وروستي اساسي قانون د بیا لیکنې په غبرګون کې شوې ده. په دې کې د پراخو اساسي تعدیلاتو تصویب شامل دی چې ټاکنې ځنډوي، د ولسمشرۍ دورې اوږدوي او په عملي توګه د مخالفو ګوندونو فعالیت منع کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو وویل چې دا په دوو کلونو کې ددویم ځل بیا لیکنه ده او «د نیکاراګوا د ډیموکراسۍ پاتې بنسټونه له منځه وړي او د نیکاراګوا وګړي د نامعلومې مودې لپاره له ازادو او عادلانه ټاکنو څخه محروموي.»

د اساسي قانون د بدلون هڅه وروسته له هغې شوې چې د نیکاراګوا ولسمشر ډانیل اورټېګا د جولای د هغې اعلامیې له امله د غندنو سره مخ شو چې پکې ویل شوي وو نیکاراګوا به بیا هېڅکله ټاکنې ونه لري.

د بهرنیو چارو وزارت د رپوټونو له مخې، د مورییو-اورټېګا حکومت د بشري حقونو د پام وړ سرغړونو مسوول بلل شوی چې پکې خپلسري یا غیرقانوني وژنې، د خلکو تري تم کیدل، شکنجه یا ظالمانه کړنې، غیرانساني او سپکوونکی چلند،مجازات، او خپلسري نیونې او توقیف پکې شامل دي.

حکومت دیني ډلې ځوروي او د بیان ازادي او د رسنیو ازادي محدودوي، چې پکې تاوتریخوالی، ګواښونه او قضايي تعقیب هم شامل دي.

روبیو ولیکل: «هغه دیکتاتور نظامونه چې د خپلو اتباعو مشروع حق ردوي باید د هغو حکومتونو په څېر چې د نیمې کرې د سولې او امنیت دفاع ته ژمن دي له اقتصادي یا سیاسي ګټو برخمن نه وي.»

تېره میاشت متحده ایالتونه له ارجنټاین، پاناما، پاراګوای او یوروګوای سره یوځای شول او د امریکا د دولتونو په سازمان کې یې د «نیکاراګوا د وضعیت د ارزونې لپاره د بهرنیو چارو د وزیرانو د مشورتي غونډې د رابللو» په موخه د بیړني اقدام غوښتنه وکړه.

د امریکا د ګډو دولتونو سازمان د دایمي شورا ته په خپلو څرګندونو کې، سفیر مایکل کوزاک، چې هغه مهال د لوېدیځې نیمې کرې د چارو د ادارې لوړپوړی چارواکی و، وویل چې په نیکاراګوا کې وضعیت «یوازې یوه داخلي موضوع نه ده.»

هغه وویل: «مورییو او اورټېګا هر هغه څوک چې دوی یې ګواښ ګڼي، زنداني کوي یې، شکنجه کوي یې، له تابعیته یې محروم او په زور جلاوطنۍ ته اړ کوي. له همدې امله د نیکاراګوا سلګونه زره وګړي اړ شوي چې وتښتي او له همدې امله بې‌ځایه شویو خلکو زموږ سیمې ته مخه کړې ده.»

هغه د سیمې لپاره د نورو ګواښونو ترڅنګ په لوي لاس د ناقانونه ډله‌ییزې کډوالۍ دپاره اسانتیا، په جلاوطنۍ کې د نیکاراګوا د وګړو وژنې، او له روسیې، چین، ایران او کیوبا سره د امنیتي او مالي لا ژورو اړیکو یادونه هم وکړه.

وزیر روبیو ولیکل: «د دیموکراسۍ پر وړاندې د مورییو- اورټېګا جګړه زموږ د نیمې کرې ثبات او سوکالي ګواښي. د ټرمپ اداره لا هم ژمنه ده چې د بشري حقونو په برخه کې د مورییو-اورټېګا د سرغړونو د مخنیوي لپاره اقدامات تشخیص او عملي کړي. موږ د نیکاراګوا د وګړو د دې حق ملاتړ کوو چې د خپل هېواد راتلونکی په خپله وټاکي.»

XS
SM
MD
LG