Accessibility links

Breaking News

امریکا د غیرقانوني کډوالۍ او جنایي بهرنیو اتباعو پر وړاندې سخت اقدامات کوي

امریکایي پولیس
امریکایي پولیس

د متحده ایالتونو د ګمرکونو او پوله ساتنې ادارې، د متحده ایالتونو ساحلي ګارد، او د کورني امنیت د تحقیقاتو د هڅو په پایله کې ۱۵ هغه ناقانونه کسان ونیول شول چې متحده ایالتونو ته د ننوتلو هڅه یې کوله.

د مارچ په ۱۱مه، د متحده ایالتونو د ګمرکونو او پوله ساتنې ادارې (سي بي پي) یوې ډلې د میامي له ساحل څخه لېرې په یوه ناکامه شپنۍ قاچاقي هڅه کې په بریالیتوب سره یوه شکمنه قاچاقي کښتۍ ودروله او ۱۵ ناقانونه کسان یې توقیف کړل.

سرپرستې مرستیالې، لورېن بېس وویل: "په سمندر کې د انسانانو قاچاق ژوند له جدي خطر سره مخ کوي. دا ماموریت هغه بریا په ګوته کوي چې د کورني امنیت وزارت (ډي اېچ اېس) زیارکښ د قانون پلي کوونکي افسران یې د نورو ادارو او ایالتي او سیمه ییزو حکومتي چارواکو سره په ګډ کار ترلاسه کولی شي،"

دې زیاته کړه: "موږ د متحده ایالتونو د ګمرکونو او پوله ساتنې له کارکونکو، زموږ د متحده ایالتونو د ساحلي ګارد له غړو، او د کورني امنیت له څېړنو څخه مننه کوو چې د دې ملت سمندري پولې ساتي او د هغو جرمي ډلو په له منځه وړلو کې مرسته کوي چې هڅه کوي غیرقانوني کسان هېواد ته قاچاق کړي."

د سي بي پي په کښتۍ کې عملې هڅه وکړه چې نامعلومه کښتۍ ودروي، کومه چې د پېژندل کېدو څخه د مخنیوي لپاره له رڼا پرته چلېده. افسرانو ولیدل چې یو مشر بهامايي وګړي کښتۍ چلوي او په کښتۍ کې یې ۱۴ نور سپرلۍ وموندل: دومینیک څخه څلور نارینه، درې اکوادوري نارینه، یو د هایټي سړی، یو کم عمره د هایټي هلک، او پنځه د هایټي ښځې.

د یکشنبې په ورځ، د متحده ایالتونو د ساحلي ګارد کټر فلوریس عملې له دې غیرقانوني کډوالو څخه ۱۱ تنه د هغوی اصلي هیواد، بهامس ته، راستانه کړل. نور څلور ناقانونه کډوال وروسته د کورني امنیت وزارت د کورني امنیت تحقیقاتو ادارې (اېچ اېس آی) له خوا ونیول شول او دوي د انسانانود قاچاق او ناقانونه بېرته ننوتلو د تورونو سره مخ دي.

د هغوی پر وړاندې د بریدونو په برخه کې د ۱۳۰۰٪ زیاتوالي او د مرګ د ګواښونو په برخه کې د څه باندې ۸۰۰۰٪ زیاتوالي سره سره، د کډوالۍ او ګمرکونو د تنفیذ افسران د امریکا له ټولنو څخه د خطرناکو جنایي ناقانونه کډوالو د لېرې کولو کار ته دوام ورکوي. د مارچ له ۱۳مې څخه تر ۱۶مې پورې، د متحده ایالتونو د کډوالۍ او ګمرکونو د تنفیذ افسرانو په ټول هېواد کې هغه جنایي ناقانونه کډوال ونیول چې په وحشتناکو جرمونو لکه وژنه، جنسي تېری، او د ماشوم سره په بې رحمۍ محکوم شوي وو.

سرپرستې مرستیالې، لورېن بېس وویل: "په داسې حال کې چې امریکایانو د اونۍ په پای کې له رخصتیو خوند اخیست، د کډوالۍ او ګمرکونو د تنفیذ زړورو نارینه او ښځینه کارکوونکو جنایي ناقانونه کډوال، وژونکي، جنسي تېري کوونکي، د ماشومانو ځورونکي او نور بدکاره کسان نیول."

د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادارې له ۶۰۵،۰۰۰ څخه ډېر غیرقانوني کډوال ایستلي دي، او ۱.۹ میلیونه نور بیا په خپله وتلي دي، چې په دې سره له کله چې ولسمشر ټرمپ واک ته راستون شوی، له متحده ایالتونو څخه د وتلو د غیرقانوني کډوالو ټوله شمېره له ۲.۵ میلیونو څخه اوښتې ده.

د ټرمپ ادارې په پرله پسې ډول د اتو میاشتو لپاره یو غیرقانوني کډوال هم متحده ایالتونو ته نه دی خوشې کړی.

متحده ایالتونه د خپلو مهاجرتي قوانینو پلي کولو او د هغو ناقانونه کسانو په شړلو کې ژمنه پاتې دي چې د امریکایانو امنیت ته ګواښ پېښوي.

XS
SM
MD
LG