Accessibility links

Breaking News

د امریکا او هند تر منځ د دفاعي چارو همکاري

 د پالیسۍ په برخه کې د امریکا د متحدو ایالتونو د جګړې مرستیال وزیر، البریج کوبي
د پالیسۍ په برخه کې د امریکا د متحدو ایالتونو د جګړې مرستیال وزیر، البریج کوبي

د پالیسۍ په برخه کې د امریکا د متحدو ایالتونو د جګړې مرستیال وزیر البریج کوبي وایي: " متحده ایالتونه هند ته یوازې د یو مهم شریک په سترګه نه ګوري، بلکې دا هیواد د اسیا په لویه وچه کې د مثبت ځواک د توازن تضمین لپاره یو اساسي شریک ګڼل کیږي.

مرستیال وزیر البریج کوبي وویل هغه د مارچ په ۲۴مه د هند د انانتا سنټر په کنفرانس کې د لوړپوړو هندي چارواکو سره د خبرو پر مهال وویل: “متحده ایالتونه هند ته په خورا درنه سترګه ګوري، د یوې لویې وچې په کچه باعظمته ملک، د ویاړلې ستراتېژۍ په دود سمبال ملت او داسې هېواد چې پرېکړې به یې د هند ارام سمندر راتلونکی او نړیوال چاپېریال په پراخه کچه بدل کړي. زموږ دواړه هېوادونه البته په تاریخ، جغرافیه او لیدلورو کې مهم توپیرونه لري خو موږ یو مهم او بنسټیز ورته والی او شراکت هم لرو: دا باور چې د اسیا راتلونکی باید د هغو خپلواکو هېوادونو له خوا وټاکل شي چې وکولای شي خپله لاره خپله وټاکي.”

مرستیال وزیر کوبي وویل چې د هند ارام سمندر سیمه د نړیوال سیاست، اقتصاد او امنیت په مرکزي ډګر بدله شوې ده. هغه زیاته کړه: “د هند او همدارنګه د امریکا ګټې او اوږدمهاله سوکالي به په پرېکنده توګه د دې سیمې د پرمختګونو له مخې وټاکل شي.”

کوبي زیاته کړه، " متحده ایالتونه او هند اړتیا نه لري چې په هرې مسلې کې موافقه وکړي چې اغېزناکه همکاري ولري.”

هغه وویل، “مهمه دا ده چې زموږ ګټې او موخې ورځ تر بلې په بنسټیزو مسایلو کې سره نږدې کېږي. اختلافات او حتی شخړې د ستراتیژیکو چارو په برخه کې د لا ژورې همغږۍ او همکارۍ سره بشپړ سازګار دي. زموږ د شراکت ریښې د ظاهري بڼې څخه ژورې او د سطحي دوستۍ څخه ډېرې پیاوړې دي چې دا د دوامدارو ستراتیژیکو متقابلو ګټو پر بنسټ ولاړې دي.”

کوبي وویل چې دواړه هېوادونه د هند-ارام سمندر له داسې سیمې څخه ګټه اخلي چې یوازي یو ځواک پر سیمې نشي برلاسه کیدلای. دواړه د ازادې سوداګرۍ او ملي خپلواکۍ څخه ګټه اخلي. “همدا هغه مشخصې ګډې ګټې دي چې زموږ د تلپاتې ستراتیژیک شراکت بنسټ جوړوي.”

هغه وویل: “موږ دواړه په سیمه کې د باثباته توازن لپاره د پوځي ځواک ستراتیژیک اهمیت پېژنو، نو ځکه دفاعي همکاري باید د ریښتینې وړتیا کچه لوړه کړي، نه دا چې یوازې سمبولیکه وي یا د عادت له مخې پرمخ ولاړه شي.”

کوبي زیاته کړه: “ددې همکاریو په رڼا کې، د وروستیو کلونو یو هیله بښوونکی پرمختګ د امریکا او هند ترمنځ د دفاعي همکارۍ پرله‌پسې پراختیا ګڼل کیږي.”

هغه څرګنده کړه چې متحده ایالتونه “له هند سره د همکارۍ د چټکتیا او پراختیا لپاره ژمن دي. په دې کې د نورو مسایلو ترڅنګ د اوږد واټن او دقیقو بریدونو، پیاوړې لوژستیک، د سمندري ساحې پوهاوي، د اوبو لاندې د جګړي او پوځي وړتیا او پرمختللې ټکنالوژۍ همکارۍ شاملې دي. هغه همدارنګه زیاته کړه چې “د دفاعي چوکاټ له مخې، زموږ دواړه هېوادونه باید د دفاعي صنعت، ساینس او ټکنالوژۍ په برخه کې هم همکاري وکاروي تر څو د خپلو ځواکونو چمتووالی لوړ کړي او دفاعي وړتیاوې په ګډه رامنځته او لوړې کړي.”

لکه څنګه چې د دفاع وزیر پیټ هګسېت د امریکا او هند تر منځ د همکاریو لنډیز وړاندې کړ: “زموږ دفاعي اړیکې تر بل هر وخت اوس ډېرې پیاوړې دي.”

XS
SM
MD
LG