Accessibility links

Breaking News

د امریکا متحده ایالتونه د پاناما د حاکمیت ملاتړ کوي

د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو له چین څخه وغوښتل چې په خپلو بندرونو کې د هغو بیړیو بندول او ځنډول بند کړي چی د پاناما بیرغ ورباندې رپيږي.

هغه وویل چې دغه کړنې “په دې اړه جدي اندېښنې راپورته کوي چې د قانون د حاکمیت د کمزوري کولو لپاره له اقتصادي وسایلو کار اخیستل کېږي.”

د رسنیو د راپورونو له مخې، دغه کړنې چې د اپریل له لومړۍ نیټې څخه تر ۱۰ ورځو پورې دوام کوي، د هغه بهیر یوه برخه ده چې امریکا ورته د ځوروونې د کمپاین نوم ورکړی دی. دا اقدام د پاناما د سترې محکمې د جنورۍ میاشتې د هغې پرېکړې نه وروسته شوی چې د پاناما کانال د ارام او اطلس سمندري خواوو په بالبوا او کریستوبال بندرونو کې د (سي کې هتچیسین) په نوم په هانګ کانګ کې د یو مېشت شرکت د چلوونې قانوني چوکاټ باطل کړ.

دا دعوه تېر کال د پاناما سترې محکمې ته وروسته له هغې وړاندې شوې وه چې د پلټنو په نتیجه کې د بې نظمۍ تورونه را پورته شول. په دې بې نظمیو کې ځانګړي امتیازات او د ۲۰۲۱ کال په ۲۵ کلن تمدید کې د مالیې معافیتونه هم شامل وو. د پرېکړې نه وروسته، د پاناما حکومت د ۱۸ میاشتو لپاره دوه امریکایي فرعي شرکتونه د موقتي چلونکو په توګه وټاکل.

د چین حکومت دا پرېکړه رد کړې او د هانګ کانګ شرکت د پاناما پر حکومت د دعوې په ترڅ کې له دوو میلیارده ډالرو څخه زیات تاوان غواړي.

د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو وویل: “دې خپلواکې پرېکړې روڼتیا او د قانون حاکمیت ټینګ کړ، او خصوصي شرکتونه یې د عامه ګټو نه د کار اخیستنې په برخه کې حساب ورکولو ته اړ کړل. دغه حکم دا هم څرګندوي چې پاناما د نړیوالو پانګونو او سوداګریزو فرصتونو لپاره یو باوري شریک دی.”

د امریکا د فدرال سمندري کمیسیون غړې لورا ډیبیلا وویل چې د توقیفونو د کچې په لوړیدو چې که څه هم د بندري کنټرول تر نامه لاندې کېږي، دا نیونې تاریخ ته په کتو له “معمولي کچې خورا زیاتې دي.”

هغې ولیکل: “دا لا سخت شوی تفتیش د غیر رسمي لارښوونو له مخې ترسره شوی او داسې ښکاري چې د هچیسن د بندري شتمنیو د انتقال وروسته پاناما ته د سزا ورکولو په موخه وي.

دا په داسې حال کی ده چې د پاناما بیرغ لرونکې بېړۍ د امریکا د کانتینري سوداګرۍ مهمه برخه لېږدوي نو دا اقدامات کولای شي د امریکا پر سمندري سوداګرۍ مهم ستراتیژیک اغېز ولري.”

د پاناما د حکومت په وینا، له ۸۰۰۰ څخه ډېرې بېړۍ د پاناما تر بیرغ لاندې ثبت شوې دي، چې دا بیړۍ په نړیواله کچه د ټول ټن شاوخوا ۱۶ سلنه برخه جوړوي. د مارچ په میاشت کې، چینایي بندرونو ۱۲۴ بېړۍ د تفتیش لپاره ونیولې، چې له دې ډلې ۹۲ د پاناما بیرغ لرونکې بیړۍ وې چې ددې تګ راتګ شاوخوا ۷۵ سلنه برخه جوړوي.

د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو وویل: “د بېړیو نیول، ځنډول یا نور خنډونه د نړیوالو اکمالاتي ځنځیرونو ثبات زیانمنوي، د سوداګرو او مصرفوونکو لګښتونه زیاتوي، او په نړیوال سوداګریز نظام باور کمزوری کوي.”

کمیشنرې ډیبیلا وویل چې کمیسیون دا پرمختګونه له نږدې څاري.

هغې وویل: “ هغه بهرني حکومتونه چې د امریکا د قوانینو لاندې ثبت شوې بېړۍ یا د نورو هېوادونو هغه بېړۍ چې له امریکا سره سوداګري کوي نیسي، ځنډوي یې یا یې د حرکت په وړاندې خنډ ګرځي، د کمیسیون له ماموریت سره په ټکر کې دي، چې د امریکا د نړیوال اکمالاتي ځنځیر د اعتبار او بشپړتیا ساتنه ده.”

روبیو وویل: “متحده ایالتونه په ټینګه د پاناما ترڅنګ ولاړ دي او له خپل دې مهم شریک سره د اقتصادي او امنیتي همکارۍ د پراخولو هیله لري.”

XS
SM
MD
LG