د متحده ایالتونو د مالیې وزارت د بهرنیو شتمنیو د کنټرول دفتر (OFAC) پر هغو لبناني چارواکو بندیز لګولی چې له حزبالله سره تړاو لري، او همدارنګه د یوې سوداګریزې شبکې پر هغو غړو هم بندیزونه لګول شوي چې د علاء حسن حمیه له خوا اداره کېږي او له حزبالله سره تړاو لري.
دغه لبناني چارواکي، چې د جون په ۱۸مه په نښه شوي، له خپل نفوذ څخه د لبنان د سولې د بهیر په وړاندې د خنډ او د حزبالله د بېوسلې کولو په چارو کې د ځنډ لپاره کار اخیستی دی.
د متحده ایالتونو د مالیې وزارت د بهرنیو شتمنیو د کنټرول دفتر همدارنګه د ۲۰۲۶ کال د مارچ د ۲۰مې بندیزونو لمن لا پراخه کړ ده چې علاء حمیه او د هغه د سوداګریزې شبکې په نښه کول پکې شامل دي.
په دې تازه اقدام کې هغه نور منځګړي هم په لبنان، سوریه، عراق او عمان کې هدف ګرځول شوي، چې د حزبالله لپاره پیسې ټولوي، قراردادونه عملي کوي او د پټو شرکتونو له لارې عواید ورته تولیدوي.
د امریکا د متحدو ایالتونو د مالیې وزیر سکاټ بېسنټ ویلي: «حزبالله باید بېوسلې شي څو لبنان یو خوندي او باثباته راتلونکی ولري.»
سلیمان انطوان فرنجيه، چې د لبنان د غورځنګ مشر دی، د حزبالله سره د ستراتیژیک اتحاد له لارې د خپلو سیاسي موخو لپاره ګټه اخیستې ده. فرنجيه د حزبالله مالي ملاتړ منلی و، په بدل کې یې د لبنان په پارلماني ټاکنو کې د اصلاح غوښتونکو او خپلواکو وکیلانو پر ضد د حزبالله هڅو ملاتړ کړی دی.
د حزبالله د سیاسي شورا مرستیال محمود قماطي د ایران څخه د پیسو قاچاق همغږي کوي او په لبنان کې د حزبالله د ګټو لپاره کار کوي.
علاء حمیه او بهاءالدین هاشم چې د امریکا له خوا ورباندې بندیز لګول شوی په لبنان کې د ( سارل ګلوب تکنالوژي پرووایدرز) په نوم د شرکت شریکان دي، چې په سوریې کې میشت او له حزبالله سره تړلې ( د فار ترید اند بزنس) په نوم بنسټ د ال احد د پانګونکي شرکت تخنیکي څانګه ده.
د ۲۰۲۴ کال په پیل کې د حزبالله د مالي ټیم یوه چارواکي محمد البزال د دې شرکت د قراردادونو په پیل کې مهم رول درلود چې په سوریه کې له پخواني اسد رژیم سره ترسره شول.
د اسد رژیم، چې د حزبالله مهم متحد بلل کېږي، موافقه کړې وه چې د حزبالله مالي شرکت چې د امریکا له خوا ورباندې بندیز لګول شوی د خپل سیمهییز استازي یسار حسین ابراهیم د( ال احد ) په نوم شرکت له لارې، د نږدې لس میلیونه ډالرو په بدل کې تجهیزات برابروي.
د ۲۰۲۵ کال په جولای کې، محمد البزال، علاء حمیه او مایا بوستاني، چې د حمیه په شرکتونو کې د څو دندو له امله بندیز پرې لګېدلی، په ګډه په عراق کې د بیمې یو شرکت جوړ کړ.
دغه نوی شرکت ( ال شفا ادمنستریترز لمیتد اند سرویسز لمیتد)تر نوم لاندې د حمیه د کارکوونکي، اجراییوي رئیس وائل کوستانتین له خوا رهبري کېده او په ظاهره یې د بیمې د مدیریت خدمات وړاندې کول.
په ۲۰۱۷ کال کې علاء حمیه په لبنان کې (تایم سال) په نوم شرکت جوړ کړ، چې د سوداګریزو او املاکو فعالیتونو لپاره ثبت شوی و.
د ۲۰۲۳ کال په سپتمبر کې د هغه ورور محمد حسن حمیه د دغه شرکت سهمونه واخیستل او د مدیره پلاوي غړی شو. د ۲۰۲۵ کال تر دسمبر پورې، محمد حمیه د دې شرکت په مشر بدل شو.
د امریکا د متحدو ایالتونو د مالیې وزیر سکاټ بېسنټ ویلي: «زمونږ وزارت به د حزبالله د مالي شبکو په نښه کولو ته دوام ورکړي او هغو کسانو سره به حساب او کتاب وشي چې د لبنان دولت کمزوری کوي او د تلپاتې سولې امکانات له خطر سره مخ کوي.»