د امریکا د مالیې وزارت د بهرنیو شتمنیو د کنټرول دفتر (OFAC) درې کسان او شپږ بنسټونه په اروپا، منځني ختیځ او لویدیځه افریقا کې په دې تور په نښه کړي چې د عراق او شام د اسلامي دولت (داعش) لپاره یې په مالي معاملو کې اسانتیاوې برابرولې.
دا اقدام چې د جون په ۲۲ نېټه شوی او ددې شبکو هغه مهم مالي همکاران په نښه کوي چې داعش ته اجازه ورکوي خپلې پیسې د سیمهییزو څانګو ترمنځ انتقال کړي. دا اقدام همدارنګه د هغو مذهبي لږکیو د حقونو په ساتنې کې مرسته کوي چې د داعش او د هغه د نفوذ لاندې د تاوتریخوالي هدف ګرځېدلي دي.
د مالیې وزارت ویلي چې د پیسو د لېږد هره وسیله، هره طریقه او هر ځای چې وي، دوی به په دوامداره توګه د داعش مالي سرچینې تعقیب کړي او د هغوی د زیان رسولو وړتیاوې به له منځه یوسي.
د امریکا د مالیې وزیر سکاټ بیسنټ ویلي، "داعش لا هم د ترهګریزو بریدونو د تمویل لپاره نوې لارې او وسایل لټوي. "
داعش د مالي همکارانو پر یوې پراخې شبکې تکیه لري چې د دې ډلې عملیات فعال ساتي. د مالیي وزارت د ۲۰۲۶ کال د ترهګرۍ د تمویل د ملي خطر ارزونې او همدارنګه د مالي جرمونو د تطبیق ادارې د ۲۰۲۵ کال د اپرېل راپور ښيي چې د ترهګرۍ ضد په ډګر کې د فشارونو له امله داعش اوس خپل تمرکز له لاسه ورکړی او په نړۍ کې پر کوچنیو خپلواکو شبکو او څانګو تکیه کوي.
د مالي چارو دغه همکاران د داعش د “سیمو د عمومي ریاست” ترمنځ مهمه اړیکه برابروي، کوم چې د دې ډلې سیمهییزو دفترونو ته عملیاتې لارښوونې او تمویل برابروي.
د ۲۰۲۶ کال د مې په ۱۶ مه ولسمشر ټرمپ د ابو بلال المنوکي د وژل کېدو اعلان وکړ، چې دا عملیات د امریکا د دفاع وزارت او د نایجریا د حکومت په ګډې همغږۍ سره ترسره شوي وو.
المنوکي، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له خوا د ۲۰۲۳ کال د جون په ۸ مه نښه شوی و، د داعش دوهم لوړپوړی چارواکی و او د دې ډلې د ولایتونو د عمومي ریاست مشري یې کوله.
د داعش له مالي شبکو سره تړلي مالي همکاران به هم حساب ورکولو ته راکش کړای شي. که افراد په قصدي ډول داعش ته ملاتړ برابروي، او که د پلي کېدو د نظارتي سیستمونو د کمزورۍ له امله وي، د داعش لپاره د مهمو مالي اړیکو برابرول به، افراد او شرکتونه د امریکا د مالیې وزارت له ټولو قانوني او صلاحیتي تدابیرو سره مخ کړي.
په نښه شوو کسانو کې درې تنه شامل دي: میلود عبد الرحمن چې په فرانسه کې مېشت دی، عبدالکریم بوکیش چې په سوریه کې فعالیت لري، او محمد الحمیدان چې مخکې هم د امریکا د مالیې وزارت د بهرنیو شتمنیو د کنټرول ددفتر له خوا په نښه شوی و.
عبدالرحمن، چې د فرانسې تابعیت لري، له هغو کسانو سره مالي معاملات تر سره کوي چې د داعش سره تړاو لري او ځینې یې په سوریه کې مېشت وو. هغه د داعش د پلویانو لپاره د چاودېدونکو موادو په اړه د روزنې او تولید معلومات هم برابر کړي دي.
بوکیش، چې پخوا یې د هالنډ تابعیت درلود او د افراطي مالي همکار په توګه پېژندل کېږي، د “Bitcoin Xchange” په نوم يه سوریه کې د مالي خدماتو یوه اداره لري. دا شرکت د ۲۰۲۰ کال په وروستیو کې د بوکیش او د هغه د ملګرو له خوا جوړ شوی و او د ناروې، بلجیم، هالنډ، جنوبي افریقا او متحده ایالتونو څخه یې د داعش اړوندو کسانو لپاره پیسې انتقال کړي دي.
الحمیدان هم د ترکیې د مېشت شرکت “Spider Gayrimenkul Ve Genel Ticaret Limited Şirketi” مالک او کنټرولونکی بلل شوی، کوم چې د مالي خدماتو یوه اداره ده.
د امریکا د مالیې وزیر سکاټ بیسنټ ویلي، "متحده ایالتونه به ټول شته وسایل وکاروي څو د داعش پاتې وړتیاوې له منځه یوسي او د امریکایانو ژوند خوندي کړي. "