Accessibility links

Breaking News

متحده ایالتونه د کیوبا د حکومت د مخالف هنرمند هرکلی کوي

د ۲۰۲۱ کال د جولای په میاشت کې کله چې زرګونو کیوبایانو د بې‌سارو اعتراضونو له لارې خپل غږونه پورته کړل، په ټولنیزو رسنیو کې په هسپانوۍ ژبې یوه هیپ‌هاپ سندره ډېره مشهوره شوه.

د دې سندرې سرلیک «پاتریا اوي ویدا» (وطن او ژوند) و، چې د پخواني کیوبایي مشر فیدل کاسترو د مشهور شعار «پاتریا او مویرته» (وطن یا مرګ) پر ځای یې د «وطن او ژوند» پیغام وړاندې کړ.

دغه سندره، چې په میامي او کیوبا کې مېشتو هنرمندانو په ګډه جوړه کړې، د کیوبا د حکومت پر ناکامیو او د خلکو پر حقونو یې د تېري نیوکه کوله او د بدلون غوښتونکو لپاره د هیلې او نوي پیل نښه وګرځېده.

دغه شعار په دې وروستیو کې یو ځل بیا اورېدل کیږي، خو دا ځل د میامي په هوايي ډګر کې، چیرې چې د کیوبا پخواني سیاسي بندي او مخالف هنرمند لوئیس مانویل اوتیرو الکانتارا د خپلو پلویانو له تود هرکلي سره مخ شو.

اوتیرو الکانتارا، چې هنرمند او موسیقي کاره دی او د «پاتریا اوي ویدا» سندرې له لیکوالانو څخه هم یو ګڼل کېږي، د ۲۰۲۱ کال له اعتراضونو وروسته د «عامه نظم د ګډوډولو» او «ملي سمبولونو ته د سپکاوي» په تور د کلکو امنیتي تدابیرو په یوه زندان کې بندي شوی و. نوموړی اوس له زندانه خوشې شوی، خو په دې شرط چې له خپل هېواد څخه تبعید ومني.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د هغه هرکلی کړی او نوموړی یې «زړور انسان» بللی دی.
روبیو ویلي، د اوتیرو الکانتارا یوازینی «جرم» دا و چې چوپ پاتې نه شو او د خپل هنر له لارې یې د هغو بنسټیزو ازادیو غوښتنه وکړه چې د ده په وینا، د کیوبا خلک نږدې اووه لسیزې ترې بې‌برخې پاتې شوي دي.
هغه زیاته کړه، د کیوبا حکومت له دې وېرېده چې عادي خلک د کمونستي نظام له خوا د پرله‌پسې ځپنو په اړه حقیقت ووایي، او همدې وېره د اوتیرو الکانتارا د زنداني کولو لامل شوه.

روبیو وویل، هغه یوازې د یوې ازادې کیوبا خوب لیدلی و، خو د همدې لپاره څو ځله ونیول شو، وځورول شو او بندي شو، او اوس په تبعید کې ژوند کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر همدارنګه د سان ایسیدرو د غورځنګ ستاینه وکړه. دا د هنرمندانو، خبریالانو او مدني فعالانو یوه ډله ده چې اوتیرو الکانتارا یې په جوړولو کې ونډه لرله او په کیوبا کې د بیان د ازادۍ ملاتړ کوي. روبیو دغه غورځنګ د هغو کیوبایي ځوانانو لپاره «د هیلې څراغ» وباله چې نه غواړي د استبداد تر واک لاندې ژوند وکړي.

د نوموړي په وینا، لا هم په سلګونو کسان چې د کیوبا د حکومت پر ضد یې سوله‌ییز اعتراضونه کړي، په زندانونو کې دي. د هغوی په منځ کې د «پاتریا اوي ویدا» سندرې یو لیکوال او د سان ایسیدرو غورځنګ بنسټ ایښودونکی مایکل کاستییو پېریز هم شامل دی.

مارکو روبیو له کیوبا څخه وغوښتل چې له اوو سوو څخه ډېر هغه سیاسي بندیان، چې د ده په وینا په ناحقه زنداني شوي، سمدستي خوشې کړي.

اوتیرو الکانتارا هم د دغو بندیانو یادونه وکړه او ویې ویل: «موږ به خپلې هڅې روانې وساتو څو کیوبا ازاده شي، ځکه ازاده کیوبا دا معنا لري چې نور به هېڅ مور یا مېرمن د خپل عزیز د سیاسي بندي کېدو درد ونه ګالي.»

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په پای کې له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د کیوبا د حکومت د بشري حقونو سرغړونو باندې سترګې پټې نه کړي او د دغو ځپنو د پای ته رسولو لپاره له امریکا سره یوځای غږ پورته کړي.

XS
SM
MD
LG