Accessibility links

Breaking News

ملګري ملتونه باید په اوکراین کې د سولې یو استازی شي

 د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو مرستیال وزیر، کریسټوفر لېنډاو، د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د وینا پر مهال
د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو مرستیال وزیر، کریسټوفر لېنډاو، د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د وینا پر مهال

د دویمې نړیوالې جګړې د پای ته رسېدو نه وروسته د ملګرو ملتونو د جوړېدو اساسي موخه دا وه چې د راتلونکو جګړو مخنیوی وکړي. «خو سره له دې، ملګري ملتونه بیا هم په فرعي مسایلو کې بوخت دی او په خپل اصلي ماموریت کې پاتې راغلی.» دا خبره د بهرنیو چارو مرستیال وزیر کریسټوفر لېنډاو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ته وکړه.

هغه وویل: «په اوکراین کې د جګړې د درولو په برخه کې د ملګرو ملتونو ناکامي د دې پاتې راتللو یوه خواشینوونکې بېلګه ده. دا دی څلور کلونه کیږي چې دا وېروونکې جګړه اوس هم دوام لری. دا بهیر له هغې مودې نه هم لا اوږده ده چې متحده ایالتونه په کې ه دویمې نړیوالې جګړې کې ښکېل و.»

ولسمشر ټرمپ روښانه کړې چې هغه د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو هوډ لري. مرستیال وزیر لېنډاو وویل: «دا جګړه به هېڅکله نه وای پېښه شوې که هغه ولسمشر وای او دا اړینه ده چې دا بې‌معنا مرګ ژوبله او ویجاړي پای ته ورسېږي.»

دا جګړه یوازې پر ښکېلو جګړه کوونکو اغېز نه کوي. دغې جګړې د نړۍ سیاسي، اقتصادي او پوځي نظم ګډوډ کړی او ستر لګښتونه او زیانونه یې لومړی پر ښکېلو اړخونو او همدارنګه بیا پر ګڼو نورو هېوادونو هم تپلي دي.

ولسمشر ټرمپ د جګړې د پای ته رسولو او د یوې موافقې د تر لاسه کولو دپاره هڅو ته دوام ورکوي. مرستیال وزیر لېنډاو وویل چې له دواړو خواو سره خبرې لا هم روانې دي.

هغه وویل: « موږ هڅه کوو چې دواړو خواو ته وښیو چې د جګړې له دوام څخه یې پای ته رسول ډېرې ګټې لري. سوله به داسې سوکالي راولي چې دې سیمې مخکې هېڅکله نه وي لیدلې.»

دا د افسوس وړ ده چې ملګري ملتونه د روسیې او اوکراین ترمنځ د سولې د موندلو په برخه کې رغنده رول نه دی لوبولی.

مرستیال وزیر لېنډاو وویل: «زموږ کلکه هیله دا ده چې د روانې میاشتې لپاره د امنیت شورا د مشرتابه پر مهال متحده ایالتونه وکړای شي داسې یو فرصت رامنځته کړي چې ملګري ملتونه یوازې خبرې ونه کړي، بلکې د سولې لپاره عملي لاره هم برابره کړي. موږ هر هغه چا ته د دوستۍ او همکارۍ لاس غځوو چې د جګړې د پای ته رسولو لپاره رغنده لیدلوری ولري.»

مرستیال وزیر لېنډاو له دواړو خواوو وغوښتل چې «په رښتېني نیت، د انعطاف، جوړجاړي او د خپلو خلکو د ژوند ژغورلو او خوندیتوب د مسؤلیت په روحيې سمبال خبرې وکړي.»

هغه وویل: «د سوله ساتنې څخه بل کوم هیڅ لوی ویاړ نشته.» اوس ددې وخت رارسیدلی دی چې ملګري ملتونه «په اوکراین کې د سولې د راوستلو په برخه کې خپله ونډه ادا کړي، تر څو سبا ورځ خلک و نه وایي چې ملګرو ملتونو نور خپل ارزښت بایللی او سوله د هغوی له کبله نه، بلکې د هغوی سره سره رامنځته شوه.»

XS
SM
MD
LG