د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو هند ته د خپل وروستي سفر پر مهال وویل: «نړۍ د ټکنالوژۍ ډګر د نوښت له داسې یوې بېسارې دورې څخه تېرېږي چې انسانانو تر دې وړاندې هېڅکله نه ده لیدلې.»
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو وویل: "هغه څه چې موږ یې اوس تجربه کوو، یعنې د فوقالعاده ځیرکتیا او کوانټم محاسبې په عصر کې، د تکنالوژۍ په ډګر کې د بشري تاریخ د ټولو پخوانیو پرمختګونو په پرتله په ډېر چټک سرعت پر مخ ځي. او دا پرمختګونه په خپل غوره حالت کې موږ ته دا توان راکوي چې انساني چارې په لا غوره بڼه ترسره کړو."
هغه زیاته کړه: "هغه ننګونه چې موږ ورسره مخ یو، دا ده چې د فوقالعاده ځیرکتیا ځواک څنګه په سمه توګه وکاروو؟ څنګه کولای شو د دغو ټولو ټکنالوژیو وړتیاوې په داسې ډول وکاروو چې ګټورې تمامې شي، په داسې حال کې چې پوهېږو له دې سره به ځینې منفي پایلې هم مل وي؟"
متحده ایالتونه او هند د دغې ټکنالوژۍ د احتمالي منفي پایلو د مخنیوي په برخه کې ګډ دریځ لري.
روبیو وویل: "موږ غواړو داسې نړۍ ووینو چې په هغې کې فوقالعاده ځیرکتیا د انسانانو د ژوند د ښه کولو لپاره وکارول شي او هغه زیانونه چې ښايي رامنځته یې کړي، تر ممکنه حده راکم شي."
د روبیو په وینا دا مهمه نه ده چې یو هېواد څه شی جوړوي یا تولیدوي؛ هغه باید وکولای شي خپل توکي نړیوال بازار ته صادر کړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو وویل: "دا کار د ازادې او له خنډونو پرته سوداګرۍ وړتیا ته اړتیا لري. د بېلګې په توګه، دا کار د سمندري تګ راتګ د پرانیستو لارو غوښتنه کوي. په ځانګړې توګه د متحده ایالتونو او هند لپاره دا د هند ـ ارام سمندر د یوې ازادې او خوندي سیمې اړتیا ده؛ داسې سیمه چې هېڅ هېواد ونه شي کولای د نړیوالې سمندري سوداګرۍ پر لارو یې د برلاسۍ یا مالکیت ادعا وکړي."
روبیو وویل، په ځانګړې توګه ددې مسلې په پام کې نیولو سره چې دواړه هېوادونه دومره لوی دي، د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډو دریځونو کچه بېسارې ده.
هغه زیاته کړه: "کله چې د دوو دومره لویو هېوادونو دریځونه د هغو مهمو مسئلو په اړه سره یو شان وي چې د یوویشتمې پېړۍ بڼه ټاکي، نو موږ په ګډه دا فرصت لرو چې د تاریخ د دغو پاڼو په لیکلو کې غوره ونډه ادا کړو."
روبیو وویل: "حقیقت دا دی چې موږ همدا اوس په اقتصاد، جیوپولیټیکو مسایلو، سوداګرۍ او راکړې ورکړې کې داسې پرېکړې کوو چې پر هغو خلکو به اغېز وکړي چې لا تر اوسه نړۍ ته نه دي راغلي. دا پرېکړې به نړۍ په داسې ډول تعریف کړي چې موږ یې ښايي بشپړ درک او ارزښت په سمه توګه ونه شو پېژندلای."
هغه زیاته کړه چې د امریکا د معجزې د ۲۵۰مې کلیزې د لمانځلو تر ټولو غوره لاره دا ده چې په نړۍ کې داسې شریکان ومومو چې په ګډه ورسره وکولای شو: "هغه ځانګړتیاوې او ارزښتونه چې امریکا یې د یوه ملت په توګه استثنايي کړې ده، له خپلو هغو دوستانو سره د مشارکت له لارې شریک کړو چې هند یې یوه ښه بېلګه ده."