د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو اعلان کړی چې امریکايي تبعه دینیس کویل په افغانستان کې له یو کال توقیف څخه وروسته خپل هیواد ته ستون شو.
روبیو په یوه اعلامیه کې ویلي، د ولسمشر ټرمپ اداره ژمنه ده چې په بهرنیو هېوادونو کې په ناحقه نیول شوي امریکایي اتباع بېرته هېواد ته ستانه کړي. د هغه په وینا، کویل له هغو څه باندې ۱۰۰امریکایانو څخه یو دی چې د ټرمپ د دویمې دورې په تېرو ۱۵ میاشتو کې ازاد شوی دی.
نوموړي زیاته کړه چې که څه هم دا د طالبانو له لوري یو مثبت ګام دی خو لا هم نور کار ته اړتیا ده.
هغه ټینګار وکړ چې امریکا د محمود حبیبي، پال اوفربي او نورو بندیانو چې په ناحقه نیول شوي د سمدستي خوشې کېدو غوښتنه کوي او زیاته یې کړه چې طالبان باید د یرغمل نیولو سیاست ته د پای ټکی کیږدي.
روبیو دا څرګندونې د مارچ په ۹مه، د امریکایي اتباعو د یرغمل او ناحقه بندیانو د ورځې په درېیمه کلیزه کې وکړې او ویې ویل: “موږ دا ورځ د هغو کسانو د ستاینې لپاره ځانګړې کړې چې بېرته راستانه شوي، د هغو د درناوي لپاره چې په بند کې مړه شوي او ژمنه مو دا ده چې پاتې بندیان هم کور ته راستانه کړو.”
د یادونې وړ ده چې د مارچ ۹مه هماغه ورځ ده چې امریکایي رابرت لیوینسن په ۲۰۰۷ کال کې په ایران کې ورک شو. هغه د امریکا لپاره نږدې درې لسیزې کار کړی و چې په دې کې ۲۲ کاله یې د ځانګړي ایجنټ په توګه دنده تر سره کړې وه.
د متحدو ایالتونو د فدرالي تحقیقاتو ادارې (اف بي ای) مشر مرستیال کرستوفر رایا وایي شواهد ښيي چې لیوینسن په ایران کې د بند پر مهال مړ شو او هغه د امریکا په تاریخ کې تر ټولو اوږدمهاله یرغمل پاتې شوی امریکایی دی.
هغه زیاته کړه چې د دې قضیې د حقیقت موندلو اړتیا تر بل هر وخت زیاته ده، او هیله ده چې دا موضوع به د هغه تر راتلونکې کلیزې مخکې حل شي.
امریکایي چارواکي وایي چې غواړي هغه لړۍ پای ته ورسوي چې له مخې یې امریکایان د سیاسي یا دیپلوماتیک امتیاز لپاره نیول کېږي. روبیو ټینګار وکړ چې باید ډاډ ترلاسه شي چې امریکایان نور د نړۍ په کچه اسانه هدف ونه ګڼل شي.
د همدې موخې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د هغو هیوادونو یو نوملړ ترتیب کړی چې په “ناحقه ” خلک زنداني کوي او پدې کې هغه حکومتونه شاملېږي چې دا ډول کړنې د فشار د وسیلې په توګه کاروي. د دې نوملړ لومړی هېواد ایران بلل شوی دی.
روبیو وویل: “امریکا به د یرغمل نیولو سیاست ونه زغمي او هغو رژیمونو سره به حساب وکړي چې په دې ډول کړنو کې ښکېل دي.”
هغه په پای کې ټینګار وکړ: “موږ د خپلو خلکو بېرته ستنېدو ته ژمن یو، او تر هغه به خپلو هڅو ته دوام ورکوو چې په ناحقه هر بندي شوی امریکایی تبعه بېرته خپل هېواد ته ستون شوی نه وي.”