Accessibility links

Breaking News

متحده ایالتونه د حماس د جعلي خیریه ټولنو د شبکو اخلال ته دوام ورکوي

د امریکا د متحدو ایالتونو د مالیې وزارت
د امریکا د متحدو ایالتونو د مالیې وزارت


ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هغو مالي شبکو د ویجاړولو په ژمنې ولاړ دی چې د نړۍ د تر ټولو وژنکو ترهګرو ډلو ملاتړ کوي.

د مارچ په ۱۲مه، د امریکا د متحدو ایالتونو د مالیې وزارت د بهرنیو شتمنیو د کنټرول دفتر هغه څلور جعلي خیریه ټولنې مشخصې کړې چې په مستقیم ډول د حماس د پوځي څانګې او ددې ډلې د وسله والو ترهه ګرو سره د ترهګریزو عملیاتو د دوام او د وړتیاو په لوړولو کې مرسته کوي.

حماس اوس هم غولونکې طریقې کاروي څو د عوایدو دپاره خپل فعالیتونه د ملکي او خیریه سازمانونو تر شا پټ کړي. حماس داسې ښيي چې ګواکې بشري مرستې رسوي خو په حقیقت کې ددې ډلې روانو هڅو ته ملاتړ برابروي څو خپل ترهګریز اعمال تمویل کړي.

د مالیې وزیر سکاټ بېسنټ وویل: "حماس بیا هم د جعلي خیریه ټولنو څخه په ناوړې ګټې اخیستنې د خپلې پوځي څانګې لپاره پېسې برابروي."

د امریکا پدې اقدام کې شامل بنسټونه د حماس هغه هڅې په ګوته کوي چې د خپلې پوځي څانګې، عزالدین القسام لوا، د تمویل لپاره له یوې پټې نړیوالې شبکې څخه کار اخلي، کومه چې د دې ډلې د ځینو تر ټولو وحشیانه ترهګریزو فعالیتونو مسؤله ده.

لکه څنګه چې د ۲۰۲۴ کال د اکټوبر په ۷مه، د ۲۰۲۵ کال د جون په ۱۰مه او د ۲۰۲۶ کال د جنورۍ په ۲۱مه د مالیې وزارت په پخوانیو اقداماتو کې روښانه شوي، د بهر څخه د حماس د مالي سرچینو راټولولو یوه مهمه برخه د غیر انتفاعي موسسو د شبکو له لارې ده چې په پای کې شتمنۍ په غزه کې محلي خیریه موسسو ته لېږدوي چې د حماس تر کنټرول لاندې دي.

غازي دستک ډرنېجي (GDD)، حیات یولو، او د فلسطین د سپینو لاسونو د مرستې او پیوستون ټولنې (فلسطیني سپین لاسونه)، په ترکیې کې هغه میشتې درې غیر انتفاعي موسسې دي چې په دې پروسه کې ښکېلې دي او حماس ته یې د پام وړ مادي ملاتړ چمتو کړی دی. GDD او حیات یولو خیریه موسسې د حماس د نړیوال تمویل په شبکه کې ښکېلې دي، کوم چې حماس ته دا وړتیا ورکوي چې د خپلې پوځي څانګې د مستقیم ملاتړ لپاره بهرني عواید ترلاسه کړي.

په اندونیزیا کې میشته "کومیټي ناسیونال انتوک رکیات پلستینا " (KNRP) یوه خیریه موسسه ده. د حماس د پوځي څانګې داخلي اسنادو ښودلې چې په غزه کې دغې موسسې د هغو خیریه پروژو لپاره مالي مرستې چمتو کړې دي چې حماس ترې مستقیمه ګټه پورته کړې ده. د بېلګې په توګه، KNRP د حماس سره په همغږۍ سره داسې توکي تمویل او ویشي چې یوازې د حماس جنګیالیو لپاره ځانګړي شوي دي.

سربیره پردې، ترکیې کې میشته د حیات یولو (Hayat Yolu) اداره د اخوان المسلمین لپاره د عملیاتي قوماندانی، بانکدارۍ او مالي مرکز په توګه پېژندل شوې ده.

د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې "د ټرمپ اداره به د ټولو شته وسیلو څخه کار اخیستلو ته دوام ورکړي څو هغه د دوکې غولونکې کړنې افشا او پای ته ورسوي چې دغې ادارې او پکې شامل اشخاص یې د پیسو راټولولو په موخه د ترهګرو شبکو د ملاتړ لپاره کاروي."

د بهرنیو چارو وزارت یادونه وکړه، "امریکا ژمنه ده چې ډاډ ترلاسه کړي چې بشري مرستې د باوري او خوندي سازمانونو له لارې ورسول شي او په سیمه کې د فلسطین د مشروع ګټو او تلپاتې سولې د پرمختګ لپاره د نړیوالو هڅو ملاتړ وکړي."

د مالیې وزیر بېسنټ وویل، "د مالیې وزارت به حماس ته اجازه ورنکړي چې د خیریه سکټور څخه د خپلو تاوتریخجنو موخو لپاره ناوړه ګټه پورته کړي، او موږ به هر چیرې چې دوی فعالیت کوي د دې شبکو د نښه کولو هڅو ته دوام ورکړو."

XS
SM
MD
LG