Accessibility links

Breaking News

متحدو ایالتونو د اخوان المسلمین څانګې د «ځانګړو نړیوالو ترهګرو» ډلو په توګه نومولې دي

د ټرمپ ادارې د اخوان‌المسلمین د زیانمنونکي نفوذ د محدودولو او د متحده ایالتونو او د هغې د شریکانو د ساتنې لپاره ځانګړي اقدامات کړي دي څو د اخوال المسلمین او د څانګو له خوا یې د ترهګرۍ د ملاتړ څخه خوندي وساتل شي۔

د اخوان‌المسلمین څانګې ځانونه د مشروع مدني بنسټونو په توګه معرفي کوي، پداسې حال کې چې د پردې تر شا دوي په زغرده او په پوره لیوالتیا سره د حماس په څېر د ترهګرو ډلو ملاتړ کوي.

له همدې امله، د بهرنیو شتمنیو د کنټرول دفتر (OFAC) په مصر او اردن کې د اخوان المسلمین څانګې حماس ته د مادي ملاتړ له امله د «ځانګړو نړیوالو ترهګرو» ډلو په توګه نومولې دي.

د مالیې وزیر سکاټ بېسنت وویل: «د مالیې وزارت د ولسمشر ټرمپ د مشرتابه او امر له مخې اقدام کوي او د اخوان‌المسلمین څانګې د ترهګرو سازمانونو په توګه نوموي.

هغه زیاته کړه: "اخوان‌المسلمین د ترهګریزو اعمالو اوږد تاریخ لري، او موږ په جدي توګه کار کوو چې هغوی له مالي نظام څخه پرې کړو. دا اداره به د خپل واک ټول او بشپړ حد وکاروي څو ترهګریزې شبکې هر چېرته چې فعالیت کوي ګډې وډې کړي، له منځه یې یوسي او ماتې ورکړي، تر څو د امریکایانو امنیت خوندي وساتل شي."

د ترهګرۍ او د مالي چارو په برخه کې د مالیې وزارت د استخباراتو د څانګې مرستیال وزیر جان هرلي وویل: "اخوان‌المسلمین د حماس په څېر ترهګرې ډلې هڅولي، روزلي او تمویل کړي دي چې دا د امریکا د خلکو او زموږ د متحدینو خوندیتوب او امنیت پر وړاندې مستقیم ګواښ ګڼل کیږي.”

سره له دې چې هغوی په عامه توګه سوله اییزه بڼه غوره کړې ده، د مصر او اردن د دواړو څانګو اخوان‌المسلمین د حماس سره د ترهګرۍ د ملاتړ لپاره سازش کړی او د خپلو حکومتونو ملي حاکمیت یې کمزوری کړی دی.

دا اداره به زموږ په واک کې ټول وسایل وکاروي څو دوی د هغه تاوتریخوالي مسؤل وګرځوي چې د منځني ختیځ او نړۍ په کچه یې اسلام د خپل افراطي تعبیر پر اساس تعقیب کړی او نور یې د تاوتریخوالي لارې ته هڅولي دی.

د بهرنیو چارو وزارت د لبنان اخوان‌المسلمین څانګه چې د «الجماعه الاسلامیه» په نوم هم پېژندل کېږي، د بهرني ترهګریز سازمان او هم د ځانګړې نړیوالې ترهګرې ډلې په توګه نومولې ده. د بهرنیو چارو وزارت همدارنګه د لبنان د اخوان‌المسلمین عمومي منشي، محمد فوزي تقوش، د ځانګړي نړیوال ترهګر په توګه نومولی دی.

سره له دې چې اخوان‌المسلمین، چې حماس ورسره بیعت کړی دی، ادعا کوي چې له تاوتریخوالي یې لاس اخیستی، خو هغه څانګې چې نومول شوې دي لا هم ترهګري ترویجوي، هڅوي او ستایي، چې دا د متحده ایالتونو او د متحدینو ګټې یې په مستقیم ډول ګواښي.

د نومولو دا بهیر د یوې روانې او دوامدارې هڅې لومړني اقدامات څرګندوي او موخه یې دا ده چې د اخوان‌المسلمین او یا نورو ترهګرو ډلو له خوا، هر چېرته چې وي، د تاوتریخوالي او بې‌ثباتولو هڅې شنډې شي.

متحده ایالتونه به ټول شته وسایل وکاروي څو د اخوان‌المسلمین دا څانګې له هغو سرچینو بې‌برخې کړي چې یا ورباندې د ترهګرۍ اعمال تر سره کوي او یا د نورو ترهګرو ډلو د ملاتړ دپاره ترې کار اخلي.

XS
SM
MD
LG