د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت د سودان اخوان المسلمین د پیژندل شوې ځانګړې نړیوالې ترهګرې ډلې (SDGT) په توګه نومولې ده او پلان لري چې دا ډله د بهرنیو ترهګرو سازمانونو په لېست کې هم شامله کړي.
ټاکل شوې ده چې دا پرېکړه د ۲۰۲۶ کال د مارچ له ۱۶ نېټې نافذه شي. دا اعلان د مارچ په نهمه شوی و.
په سودان کې اسلامپالو عناصرو له اوږدې مودې راهیسې ویجاړوونکی رول لوبولی دی، په ځانګړي ډول د پخواني ولسمشر عمرالبشیر د اسلامپال رژیم پر مهال چې تر ۲۰۱۹ کال پورې یې نږدې ۳۰ کاله پر سودان واکمني وکړه.
په وروستیو کلونو کې سوداني اسلامپالو د سودان په ځانګړې توګه د پخواني ملکي انتقالي حکومت او د سیاسي چوکاټ تړون د بهیر کمزوري کولو له لارې د دیموکراتیک بدلون بهیر هم ګډوډ کړی.
همدې وضعیت د ۲۰۲۳ کال د اپریل په میاشت کې د سودان د وسله والو ځواکونو (SAF) او د چټک ملاتړ ځواکونو (RSF) ترمنځ د جګړو د پیل لامل شو. له هغه راهیسې اټکل کېږي چې شاوخوا ۱۵۰ زره کسان وژل شوي او تر ۱۴ میلیونو زیات خلک بې ځایه شوي، چې دا د نړۍ تر ټولو بد روان بشري ناورین بلل کېږي.
د سودان اخوان المسلمین (SMB)چې د سودان د اسلامي غورځنګ او د هغه د وسله والې څانګې البراء بن مالک لوا (BBMB) څخه جوړه ده، د ملکي وګړو پر ضد له ترهګرۍ کار اخلي څو په سودان کې د شخړې د حل هڅې کمزورې کړي او خپله تاوتریخجنه اسلامپاله نظریه مخې ته یوسي.
یادې ډلې په سودان کې جګړې ته له ۲۰ زرو څخه زیات جنګیالي برابر کړي دي، چې ډېرو یې د ایران د سپاه پاسداران انقلاب له لوري روزنه او نور ملاتړ ترلاسه کړی. د البراء بن مالک لوا جنګیالیو په هغو سیمو کې چې نیولي یې دي د ملکي وګړو ډله ییز اعدامونه ترسره کړي او خلک یې د نژاد، قوم یا د مخالفو ډلو سره د تړاو په تور په چتکۍ اعدام کړي دي.
د امریکا د مالیې وزارت په ۲۰۲۵ کال د سپتمبر په میاشت کې د اجرايي فرمان ۱۴۰۹۸ له مخې البراء بن مالک لوا د سودان په خونړۍ جګړه کې د رول له امله په بندیزونو کې شامله کړه.
د ترهګرې ډلې په توګه نومول د دې سبب ګرځي چې دا ډول ډلې او کسان افشا او منزوي شي، د امریکا مالي سیستم ته یې لاسرسی بند شي او هغه سرچینې ترې واخیستل شي چې د بریدونو د ترسره کولو لپاره یې کاروي.
د سودان د اخوان المسلمین ټولې شتمنۍ او مالي ګټې چې په امریکا کې دي یا د امریکايي وګړو تر واک لاندې دي، کنګل کېږي. امریکايي وګړي عموماً د بندیز لګول شویو کسانو یا ډلو سره د سوداګرۍ اجازه نه لري. هغه کسان چې له دې ډلې سره ځانګړې راکړې ورکړې یا فعالیتونه کوي، ممکن د بندیزونو له خطر سره مخ شي، او ځینې معاملې د ثانوي بندیزونو لامل هم ګرځېدلی شي.
د امریکا د مالیې وزارت د ترهګرۍ او مالي استخباراتو مرستیال جان هرلي ویلي: “سوداني اسلامپالو ډلو د ایران له رژیم سره خطرناکې اړیکې جوړې کړې دي. موږ به لاس تر زنې نه کښېنو او اجازه به ورنه کړو چې سیمه ییز او نړیوال امنیت ته ګواښ پېښ کړي. د مالیې وزارت خپل قوي تحریمي وسایل کاروي چې دا فعالیتونه مختل کړي او د امریکا ملي امنیت خوندي وساتي.”