د امریکا د مالیې وزارت د بهرنیو شتمنیو د کنټرول دفتر (او اف اې سي ) له لسو څخه پر زیاتو کسانو او ادارو بندیزونه لګولي، چې په دوو جلا شبکو پورې تړاو لري او د ترهګرې شبکې سینالوا کارټل له خوا د فینټانیل د قاچاق دپاره فعالیتونه تر سره کوي.
(ارماندو دی هیسوس اوهیدا اویلس) د یوې شبکې مشري کوي چې د سینالوا کارټل په ګټه د فینټانیل او نورو مخدره موادو د قاچاق عواید تر لاسه کوي او بیا یی د پیسو منځلو بهیر هم بشپړوي. همدارنګه، (هیسوس ګونزالیس پنیولاس) چې له عدلي تعقیب څخه تښتېدلی دی، د یوې پخوانۍ شبکې مشري کوي چې امریکا ته د ناقانونه مخدره موادو د قاچاق او د سینالوا کارټل لپاره د پیسو مینځلو په چارو کې ښکېله ده.
له تاوتریخوالي ډکه د سینالوا کارټل شبکه چې امریکا یې د بهرني ترهګر سازمان په توګه پېژني، امریکا ته د قاچاق کېدونکي غیرقانوني فینټانیل لویه برخه برابروي. دا هغه مواد دي چې هر کال د لسګونو زرو امریکایانو د مړینې سبب ګرځي.
د امریکا د مالیې وزیر سکاټ بېسنټ د مې په شلمه په خپره شوې اعلامیه کې ویلي: "هماغسې چې ولسمشر ټرمپ روښانه کړې، دا اداره به اجازه ورنه کړي چې د مخدره موادو ترهګر زموږ خاوره او سرحدونه په زهرجنو موادو ککړ او ډک کړي."
دغه اقدام د کورني امنیت د ځانګړې کاري ډلې په مشرۍ د همغږې څېړنې پایله بلل شوې، چې د مخدره موادو پر ضد ادارې یا DEA هم پکې برخه لرله. د امریکا د مالیې وزارت د بهرنیو شتمنیو د کنټرول دفتر له دغو کاري ډلو سره نږدې همکاري کوي، څو د ناقانونه مخدره موادو د خپرېدو، د هغو د تولید او وېش ملاتړو شبکو او مالي سرچینو پر ضد مبارزه وکړي. دا بندیزونه د مکسیکو د مالي استخباراتو له ادارې سره همغږي شوي دي.
ترهګره سینالوا کارټل په مکسیکو کې له تر ټولو پخوانیو او ځواکمنو شبکو څخه شمېرل کېږي او د امریکا لپاره لوی ګواښ ګڼل کېږي. امریکا په ۲۰۰۹ کال کې دغه کارټل د نړیوالو مخدره موادو د لوی قاچاقبري شبکې په توګه پېژندلی وه.
د هغه څلور زامن چې د بندي شوي سینالوا کارټل مشر (هواکین “ال چاپو” ګوزمان لوېرا ) پورې تړاو لري، په ګډه د “لوس چاپیتوس” په نوم پېژندل کېږي. ارهیوالدو ایوان ګوزمان سالازار، هیسوس الفریدو ګوزمان، اوویدیو ګوزمان لوپیز، او هواکین ګوزمان لوپیز د خپل پلار له نیول کېدو، امریکا ته یې تر سپارل کیدو، او د مخدره موادو د قاچاق په تور له محکومېدو وروسته د سینالوا کارټل مشري په غاړه اخیستې ده.
که څه هم اوویدیو او هواکین اوس د امریکا په توقیف کې دي، خو ایوان او الفریدو لا هم ازاد دي او د سینالوا کارټل د "لوس چاپیتوس" ډلې مشري کوي. د دغې ډلې واکمني تر ډېره د دې وړتیا له امله ده چې د فینټانیل د تولید لپاره لومړني کیمیاوي مواد ترلاسه کوي او د مکسیکو د سینالوا ایالت په پټو لابراتوارونو کې تولیدات کنټرولوي.
د ۲۰۲۴ کال د سپټمبر راهیسې د "لوس چاپیتوس" او سیالو ډلو ترمنځ د سیمو پر سر جګړو په سینالوا ایالت کې له ۶۰۰ څخه د زیاتو کسانو ژوند ترې اخیستی دی.
د امریکا د مالیې وزیر بېسنټ ویلي:"د امریکا د مالیې وزارت به د ترهګرو کارټلونو او د هغوی د فینټانیل د قاچاق شبکو پر ضد اقداماتو ته دوام ورکړي، څو زموږ ټولنې خوندي او امریکا مصؤنه وساتل شي."