Accessibility links

Breaking News

امریکا د ایران پر رژیم خپل فشارونه زیاتوي

په ایران کې دوامدارې مظاهرې- د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر، ډونالد ټرمپ
په ایران کې دوامدارې مظاهرې- د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر، ډونالد ټرمپ

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو اجرایي فرمان لاسلیک کړی چې د ایران په تړاو روان ملي اضطراري حالت بیا تاییدوي.

دغه فرمان د هغو هېوادونو پر وړاندې د تعرفو (ګمرکي مالیاتو) د لا زیاتیدو سبب ګرځي چې د ایران څخه هر ډول توکي یا خدمات ترلاسه کوي. ددې اقدام اصلي موخه دا ده چې د متحده ایالتونو ملي امنیت، بهرنۍ تګلاره او اقتصاد خوندي وساتل شي.

متحده ایالتونه اوس کولی شي د هغو هېوادونو پر وارداتو، چې په مستقیم یا غیر مستقیم ډول له ایران څخه توکي اخلي او یا هم په بل ډول همکاري او خدمات ترې ترلاسه کوي، اضافي تعرفې ولګوي.

که شرایط بدل شي یا که ایران یا کوم اغېزمن هېواد د ملي اضطراري حالت د حل لپاره مهم ګامونه پورته کړي او د ملي امنیت، بهرنۍ تګلارې او اقتصادي چارو په برخه کې له متحده ایالتونو سره همغږي وښيي نو ولسمشر ټرمپ کولی شي د غچ اخیستنې په ځواب کې دا فرمان هم بدل کړي.

دغه فرمان د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو، د سوداګرۍ وزیر، هاورډ لوټنک، او د متحده ایالتونو د سوداګرۍ د چارو استازي، جېمیسن ګرېر، ته واک ورکوي چې د مقرراتو او لارښونو په شمول، د تعرفو د سیستم او اړوندو تدابیرو د پلي کولو لپاره ټول اړین اقدامات ترسره کړي.

ولسمشر ټرمپ ایران د دې لپاره مسؤل بولي چې د اټومي وړتیاوو د تر لاسه کولو دپاره لارې تعقیبوي، له ترهګرۍ ملاتړ کوي، د بالستیک توغندیو پروګرام پراخوي، او په سیمه کې بې‌ثباتي رامنځته کوي چې د امریکا د متحدو ایالتونو امنیت، متحدین او ګټې یې له خطر سره مخامخ کوي.

ایران چې په نړۍ کې د ترهګرۍ تر ټولو ستر دولتي ملاتړی بلل کېږي، په منځني ختیځ کې د نیابتي ترهګرو ډلو او ملیشو ملاتړ کوي. پدې کې داسې ډلې هم شاملې دي چې امریکایان یې وژلي او ټپیان کړي دي او دا مهال هم د امریکا ځواکونه، سیمه‌ییز شریکان او متحدین په نښه کوي.

د ایران د سرچینو ناسم مدیریت څرګند دی: رژیم دا غوره ګڼلې چې خپلې سرچینې پر اټومي او توغندیزو پروګرامونو ولګوي په داسې حال کې چې د هېواد بنسټیزې اسانتیاوې او خلک له ستونزو سره مخ دي.

ولسمشر ټرمپ هېڅکله له دې دریځ څخه نه دی شا ته شوی چې ایران باید هېڅکله اټومي وسله ترلاسه نه کړي. له همدې امله، واک ته له بېرته ستنېدو سره سم یې پر ایران اعظمي فشار فعاله کړ.

رژیم په وحشیانه ډول پر خپل ولس ظلم کوي، زرګونه لاریون کوونکي وژني، بشري حقونه تر پښو لاندې کوي، او د واک د ساتلو لپاره له تاوتریخوالي کار اخلي، په داسې حال کې چې افراطیت خپروي او د سولې او ثبات لپاره د امریکا هڅې کمزورې کوي.

د ایراني رژیم دغه کړنې متحده ایالتونه د یو دوامدار، غیرمعمولي او فوق‌العاده ګواښ سره مخامخ کوي چې د امریکایي وګړو، متحدینو او ملي ګټو د ساتنې لپاره دوامداره او پیاوړي ځواب ته اړتیا لري.

XS
SM
MD
LG