د امریکا او اوکراین د بیا رغوونې دپاره د پانګونې ځانګړی صندوق، چې د (URIF) په نوم هم یادېږي او د ۲۰۲۵ کال په اپرېل کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د منرالونو د یوې هوکړې د برخې په توګه تاسیس شوی، خپله لومړنۍ پانګوونه اعلان کړې ده.
د امریکا او اوکراین د ګډې ادارې پلاوي د «ساین انجینیرنګ» په نوم د اوکراین د ټکنالوژۍ نوي شرکت کې د ونډې پانګوونه منظوره کړې ده. دا پانګوونه به د دې شرکت د بېپیلوټه الوتکو (UAV) لپاره د راډیويي اړیکو د کنټرولي سیستمونو په برخه کې د نوښت او پرمختګ په برخه کې مرسته وکړي.
د امریکا د نړیوالې مالي پراختیايي ادارې (DFC) اجرائیوي رئیس بن بلک وویل: "یو کال وړاندې (URIF)ددې بنسټ د جوړولو موضوع یوازې یوه نظریه وه ."
هغه زیاته کړه چې دا لومړنۍ پانګونه زموږ دا وړتیا څرګندوي چې د خصوصي سکتور د سرعت سره سم په چټکۍ حرکت وکړو او د انعطاف منونکو او نوښتګرو مالي جوړښتونو له لارې د اوکراین د اقتصادي ودې ملاتړ وکړو.
هغه وویل: "په اوکراین کې پانګوونه د سیمې د ثبات لپاره مهمه ده او زموږ د دواړو هېوادونو د اقتصاد او ملي امنیت د ودې سبب ګرځي."
د مالیې وزیر سکاټ بیسنت وویل چې د «ساین» په نوم شرکت کې پانګوونه “زموږ هېواد ته دا فرصت برابروي چې د اوکراین په اوږدمهالې سولې او سوکالۍ کې مستقیمه ونډه ولرو.”
هغه زیاته کړه: “د امریکا او اوکراین دواړه اقتصادونه به ددې نوې پانګوونې له ملګرتیا څخه ګټه واخلي. ددې بنسټ د لومړنۍ پانګوونې په تصویب سره، موږ بازار او نړۍ ته دا پیغام ورکوو چې (URIF) د پانګونې لپاره چمتو دی.”
تر اوسه پورې، له ۲۰۰ څخه زیات غوښتنلیکونه دې صندوق ته وړاندې شوي، او د امریکا او اوکراین د بیا رغوونې دپاره د پانګونې ځانګړی صندوق هیله لري چې په ۲۰۲۶ کال کې نورې پروژې وټاکي او وروستۍ پانګونې بشپړې کړي. موخه دا ده چې د اوکراین امنیت او له جګړې څخه وروسته اقتصاد پیاوړی کړي، او همدارنګه امریکا او د هغې متحدینو دپاره پرمختللې ټکنالوژۍ ته لاسرسی زیات کړي.
د «ساین» شرکت کې د (URIF) پانګوونه د امریکا او د هغې د متحدینو له خوا د خصوصي سکتور د نویو پانګونو لپاره بنسټ برابروي.
دا همدارنګه د بې پیلوته الوتکو یا (UAV) د ټکنالوژۍ په برخه کې د نوښتونو دوام دپاره لاره هواروي، چې نه یوازې د اوکراین د امنیت لپاره مهم ګڼل کیږي، بلکې د جګړې وروسته په ملکي برخو لکه کرنیز، نقشې، صنعتي څارنې، ترانسپورټ او لوژستیک په برخه کې هم پراخې ګټې لري.
د امریکا او اوکراین د بیا رغوونې دپاره د پانګونې ځانګړی صندوق د ټرمپ ادارې د هغو هڅو مهمه برخه ده چې له اوکراین سره اقتصادي ملګرتیا پیاوړې کړي، د امریکا وړتیاوې، سرچینې او تخصص وکاروي، خصوصي پانګه راجلب کړي، او د امریکا، متحدینو او مالي بنسټونو لپاره ستراتیژیکې پانګونې رامنځته کړي.