Accessibility links

Breaking News

په کیوبا کې د هر ډول وضعیت لپاره د امریکا پوځ بشپړ چمتو دی

د امریکا د متحدو ایالتونو د جګړې وزیر پیټ هېګسېت
د امریکا د متحدو ایالتونو د جګړې وزیر پیټ هېګسېت

د امریکا د متحدو ایالتونو د جګړې وزیر پیټ هېګسېت ویلي چې د کیوبا د راتلونکي په اړه پرېکړې د متحده ایالتونو د ولسمشر او د کیوبا د مشرتابه په لاس کې دي.

هغه زیاته کړه: "هر څه چې پېښېږي، د جګړې وزارت به د هر ډول احتمالي وضعیت لپاره په بشپړه توګه چمتو وي."

هېګسېت د جون په ۱۰مه د کیوبا په ګوانتانامو بې کې د امریکا د سمندري ځواکونو پرسونل ته په وینا کې وویل: "دلته په ګوانتانامو بې کې اوسېدل یو ویاړ دی. دا ځای هغه وخت هم او نن هم د امریکا لپاره یو ډېر مهم او ستراتیژیک پوځي موقعیت ګڼل کیږي."

دا پوځي اډه د امریکا د جنوبي قوماندې برخه ده او په کارابین سیمه کې د امریکا د سیمه‌ییز امنیت مهم مرکز ګڼل کېږي. پدې اډې کې شاوخوا ۳۰۰۰ امریکایي سرتېري مېشت دي، او همدارنګه د ګوانتانامو د توقیف مرکز هم پکې دی چې د وسله‌والو شخړو د قوانینو له مخې د بندیانو د خوندي، انساني او قانوني ساتنې مسؤلیت لري.

هېګسېت وویل چې د ده د سفر موخه دوه برخې لرلې: یو دا چې د توقیف د مرکز د پیاوړتیا ډاډ ترلاسه کړي او د سرتېرو غوره تجهیز یقیني کړي او همدارنګه نړۍ ته دا پیغام ورکړي چې د امریکا پوځي چمتووالی یوازې د نړۍ په لرې سیمو پورې محدود نه دي.

هغه وویل: "موږ غواړو نړۍ پوه شي چې د امریکا ځواک، که له موږ څخه ۹۰۰۰ کیلومتره لرې وي یا یوازې ۹۰ کیلومتره، په نړۍ کې تر ټولو پیاوړی ځواک دی او موږ په هره شېبه کې د برید یا دفاع لپاره چمتو یو ترڅو خپلې ګټې وساتو."

هېګسېت د امریکا د بهرني سیاست تاریخي اصولو ته هم اشاره وکړه، په ځانګړي ډول د مونرو ډاکټرین ته چې په ۱۸۲۳ کال کې د ولسمشر جیمز مونرو له خوا مطرح شو او د لوېدیځې نیمه‌کرې د نورو اروپایي هېوادونو له استعمار او لاسوهنې څخه د منع کولو اصل یې وړاندې کړ.

وروسته دا اصول پراخ شول څو د هر بهرني ځواک د مداخلې مخه ونیول شي.

هغه وویل چې په ۱۹۰۴ کال کې ولسمشر تیوډور روزویلټ د دې تګلارې لپاره د روزویلټ کورولري په نوم تفسیر وړاندې کړ، چې له مخې یې امریکا کولی شي د خپلو ګټو د خوندیتوب لپاره د لاتینې امریکا په چارو کې مداخله وکړي.

هېګسېت وویل چې مونرو ډاکټرین د امریکا د تاریخ یوه مهمه برخه ده او زیاته یې کړه: "موږ د خپل هېواد دفاع کوو او خپل نیمه‌کره بېرته خپل کنټرول کې ساتو."

هغه وویل چې اوسنی ولسمشر دا اصل بیا ژوندی کړی او هغه یې د "ټرمپ ډاکټرین" په نوم یاد کړ چې له مخې یې د امریکا په نیمه‌کره کې جغرافیایي او ستراتیژیکې سیمې حیاتي ګڼل کېږي.

د امریکا د جګړې وزیر ټینګار وکړ چې متحده ایالتونه د لوېدیځې نیمه‌کرې د هر ډول بهرني ګواښ پر وړاندې د ساتنې لپاره په کلکه ژمن پاتې کېږي.

XS
SM
MD
LG