Accessibility links

Breaking News

متحده ایالات په ونزویلا کې زلزلې ته د قاطع ځواب ویلو لپاره لاس په کار کیږي

متحده ایالات په ونزویلا کې دوو زلزلو ته د چټک او د ټول حکومت په کچه ځواب ویلو لپاره سمدستي او ژوند ژغورونکي سرچینې په کار اچوي.

جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ دې ناوړو آفتونو راتګ څخه وروسته، په سمدستي توګه د متحده ایالاتو حکومت ته اجازه ورکړه چې د پام وړ مالي مرستو تعهد وکړي، د ژغورنې او لټون ټیمونه واستوي او د ونزویلا موقتي چارواکو سره د هغه هیواد د ولس مزمنو اړتیاوو پوره کولو لپاره همکاري وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو وویل، " مونږ د ټول حکومت په کچه ځواب لرو. دا به چټک وي ؛ دا به ستر وي ؛ او دا به اغیزمن وي."د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د طبیعي پیښو ځواب ویلو ټیمونه ګمارلي دي چې د ښاري سیمو د ژغورنې او لټون ټیمونه هم پکې شامل دي او تمرکز یې د ژوندي پاتې شویو پیدا کولو او لټول دي.

د سمدستي لټون او ژغورنې، هوایي همغږۍ او ملاتړ سربیره، متحده ایالات د ونزویلا سره د خپلو شریکانو د لارې د ۱۵۰ میلیون ډالرو په ارزښت مرستې په کار اچوي. پدې هلو ځلو کې ۵۰ میلیونه ډالر نوي دوه اړخیز انعامونه دي چې هغو ټیمونو ته ورکول کیږي چې وار دمخه په ونزویلا کې دي. د نړۍ لید لوری (ورلډ ویژن)، سماریتانز پرس، د کاتولیک مرستو خدمات، د روغتیا نړیوال هیت، د کډوالۍ لپاره نړیوال سازمان، د خوراک نړیوال پروګرام او ۱۰۰ میلیونه ډالر مرستې د بشري مرستو د همغږۍ چارو دفتر سره.

د جګړې وزارت د لوژستیکي او عملیاتي وړتیاوو په برخې کې همکاري کوي تر څو د ځواب ویلو مامورین، تجهیزات او بشري مرستۍ په چټکۍ سره ځپل شویو سیمو ته ولیږدول شي. د متحده ایالات پوځ به د خپلو چرخي او ثابت وزرګ لرونکو الوتکو څخه د متحده ایالاتو د پرسونل، ژغورنې او لټون ټیمونو او همکارانو سره د زیان ارزولو، ژوبل شویو کسانو د پیدا کولو او د ژوند ژغورونکو مرستندویه موادو رسولو لپاره په کار واچوي.

د بهرنیو چارو وزیر روبیو وویل چې متحده ایالات به په راتلونکو ورځو کې د انټرنیټ او مخابراتو په بیرته فعالولو کې همکاري وکړي او د بې ځایه شویو لپاره به د کورونه پیدا کړي. د ونزویلا زلزلو ته د ځواب ویلو کاري ځواک جوړ شوی چې د دولتي او خصوصي سکټور مرستې همغږې کړي.

روبیو وویل، " تصور کوم چې د متحده ایالاتو او په متحده ایالاتو کې د ادارو څخه به ډیر خلک هلته وي. مونږ وار د مخه د یو شمیر مخکښو خیریه ادارو سره په اړیکه کې یو خو زه پوهیږم چې په سیمه ایزه کچه ډیره خلک شته چې مرستې کولو ته به راودانګي او مونږ باید د لوژستیکي ملاتړ برابرولو لپاره لارې چارې ولټوو."

متحده ایالات د ونزویلا سره د دي ویجاړونکي آفت څخه په رغیدو کې پخپلو ژمنو ټینګه ولاړه ده او پدې مهم وخت کې د اضافي معنی لرونکو مرستو برابرولو لپاره به د لارو چارو لټون ته دوام ورکړي.

XS
SM
MD
LG