د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ ولس ته پخپلې کلنۍ وینا کی اعلان وکړ چې متحده ایالتونه په لوېدیځه نیمه کره کې د امریکا امنیت او برلاسی بېرته ټینګوي.
ولسمشر د امریکا ملي ګټې خوندي کوي او هېواد له تاوتریخوالي، نشهيي توکو، ترهګرۍ او بهرنيو لاسوهنو څخه ساتي.
د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ وویل:
“له کلونو راهیسې زموږ په سیمه کې د پراخو سیمو واک، چې د مکسیکو لویې برخې هم پکې شاملې دي... د وژونکو نشهيي کارټلونو تر کنټرول لاندې و. همدا لامل و چې ما دغه کارټلونه د بهرنیو ترهګرو سازمانونو په لست کې شامل کړل او ناقانونه فېنټانېل مې د ډلهییزې وژنې د وسلو په توګه اعلان کړ. موږ د نوي پوځي کمپاین په مرسته هېواد ته د نشهيي توکو د بېسارې اندازې بهیر درولی دی او نږدې په بشپړ ډول مو د اوبو او سمندر له لارې د هغوی راتګ بند کړی دی.”
ولسمشر ټرمپ وویل: “موږ همدارنګه د کارټل له تر ټولو شریرو مشرانو څخه یو نسکور کړ.” د جالیسکو نوې نسل کارټل مشر، نېمېسیو اوسېګېرا سروانټېس چې په “ال مېنچو” هم مشهور و، د فبرورۍ په ۲۲ وروسته له هغې چې چارواکو هغه د مکسیکو په یو پټ ځای کې تر تعقیب کړ، هلته ووژل شو. “ال مېنچو” د سینالوا کارټل پخوانی مشر، هوآکین “ال چاپو” ګوزمان تر نیول کیدو وروسته ددې کارتل د مشر په توګه واک ته ورسېد.
متحده ایالتونو د مکسیکو حکومت ته استخباراتي ملاتړ برابر کړ تر څو په هغه عملیاتو کې مرسته وکړي چې پکې “ال مېنچو” له منځه یووړل شو. دا خبره د سپینې ماڼۍ ویاندې کارولاین لیوېټ تایید کړه.
د چاپې پر مهال د کارټل درې نور غړي ووژل شول، درې ټپیان شول او دوه نور نیول شوي هم دي.
د ټرمپ حکومت د مکسیکو پوځ د همکارۍ او په بریالیتوب د عملیاتو د ترسره کولو ستاینه او مننه وکړه.
مېرمن لیوېټ وویل چې د مخدره توکو سره تړلي هغه ترهګر چې متحده ایالتونو ته مرګوني نشهيي توکي لېږي، اوس د هغه عدالت له قهرسره مخ کېږي چې له ډېر پخوا یې دوي مستحق وو.
ولسمشر ټرمپ وویل: “په جنورۍ کې، د امریکا ځانګړو ځواکونو د نړۍ په تاریخ کې د پوځي وړتیا او ځواک له تر ټولو پېچلو او حیرانوونکو عملیاتو څخه یو ترسره کړ.
هغه زیاته کړه: ” د امریکا وسلهوالو ځواکونو غیر مشروع دیکتاتور نیکولاس مادورو ونیوه او نیویارک ته یې راوست څو د امریکايي عدالت سره مخ شي.”
هغه وویل: “او دا د متحده ایالتونو د امنیت لپاره یو ستر او تاریخي بری و. او همدارنګه دا د وینزویلا د خلکو لپاره یو روښانه نوی پیل پرانیزي. موږ د وینزویلا له نوې ولسمشرې، ډېلسي روډریګېز، سره نږدې کار کوو تر څو زموږ دواړو هېوادونو دپاره فوقالعاده اقتصادي لاسته راوړنې رامنځته کړو او هغو کسانو ته نوې هیله ورکړو چې ډېر سخت ځپل شوي دي.”