Accessibility links

Breaking News

امریکا رسماً د روغتیا له نړیوال سازمان څخه ووتله

د امریکا متحده ایالتونه لکه څنګه چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ د خپلې ولسمشرۍ په لومړۍ ورځ ژمنه کړې وه د روغتیا له نړیوال سازمان یا (ډبلیو ایچ او) څخه ووتله.

د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو او د روغتیا او بشري خدماتو وزیر رابرټ ایف کینیډي جونیر په یوه بیان کې وویل: "دا اقدام د کوویډ۱۹ وبا پر مهال د دغه سازمان د ناکامیو په ځواب کې ترسره شوی او هڅه کوي چې د امریکا خلکو ته رسیدلي زیانونه جبران کړي."

د ډېرو نړیوالو سازمانونو په څېر، د روغتیا نړیوال سازمان هم خپل اصلي ماموریت پریښود او د امریکا د ګټو پر ضد یې عمل وکړ. که څه هم متحده ایالتونه د روغتیا د نړیوال سازمان بنسټ ایښودونکی غړی او ترټولو لوی تمویل کونکی و، خو دې سازمان د امریکا د ګټو سره د دښمنو هیوادونو لخوا پرمخ وړل کیدونکې سیاسي او بیوروکراټیکه اجنډا تعقیب کړه.

د روغتیا او بشري خدماتو وزارت په وینا، د روغتیا نړیوال سازمان د کوویډ۱۹ وبا په لومړیو پړاونو کې د نړیوال عامه روغتیا بیړني حالت او وبا اعلانول وځنډول، چې له امله یې دا ویروس د نړۍ په مهمو اونیو کې خپور شو.

پدې موده کې، د روغتیا نړیوال سازمان مشرتابه د چین د غبرګون ستاینه او بیا یې تکرار کړه، سره له دې چې د لومړنیو نیمګړو راپورونو، د معلوماتو د پټولو او له انسان څخه انسان ته د ویروس سرایت په تایید کې ځنډ موجود و. دې سازمان د هغو خلکو څخه د سرایت خطرونه هم کم اهمیته ګڼلي و چې د [ویروس] نښې نښانې نلرلې او د هوا له لارې د خپریدو په چټکۍ سره په منلو کې پاتې راغی.

وزیرانو، روبیو او کینیډي وویل: "حتی کله د روغتیا د سازمان څخه د وتلو پر مهال دغه سازمان هر هغه څه چې امریکا دې سازمان لپاره کړي وو، بدنامه او کم ارزښته کړل." "د روغتیا نړیوال سازمان د امریکا بیرغ چې د ودانۍ مخ ته ځړول شوی و، متحدو ایالتونو ته له سپارلو څخه انکار وکړ، داسې استدلال کوي چې زموږ د وتلو سره موافق نه دی او په حقیقت کې ادعا کوي چې موږ یې تاوان جبران کړو. "له هغو ورځو راهیسې چې موږ یې اصلي بنسټ ایښودونکي، اصلي تمویل کونکي او اصلي اتلان وو تر نن ورځې پورې، چې زموږ وروستۍ ورځ ده، امریکا ته سپکاوی دوام لري. "

د بهرنیو چارو وزیر روبیو او د روغتیا وزیر کینیډي یادونه وکړه، "په راتلونکي کې، د روغتیا نړیوال سازمان سره د متحدو ایالتونو ښکیلتیا به په کلکه محدوده وي ترڅو له دې [سازمان] څخه زموږ وتل اغیزمن شي او د امریکاییانو روغتیا او خوندیتوب خوندي شي."د روغتیا نړیوال سازمان د نوښتونو لپاره د متحدو ایالتونو ټول تمویل او پرسونل ځنډول شوي دي.

متحده ایالتونه به د عامې روغتیا په برخه کې د نړۍ رهبري ته دوام ورکړي، د میلیونونو خلکو ژوند به وژغوري او په هیواد کې دننه به د امریکایانو ساتنه وکړي چې زموږ سواحلو ته د ساري ناروغیو د ګواښونو د رسیدو مخه ونیسي، او په ورته وخت کې د مستقیم، دوه اړخیزو او د پایلو پر بنسټ ولاړې ملګرتیا له لارې به د نړیوال روغتیا امنیت ته وده ورکوي." متحده ایالتونه به د باور وړ هیوادونو او روغتیایی ادارو سره د پلان له لارې کار ته دوام ورکړي چې د روغتیا نړیوال سازمان غیر ضروري پراخوالي او غیر موثرې بیوروکراسۍ پرځای ریښتینې پایلې وړاندې کوي.

د بهرنیو چارو وزیر روبیو او د روغتیا وزیر کینیډي اعلان وکړ چې د روغتیا له نړیوال سازمان څخه په رسمي توګه د وتلو سره، متحده ایالتونه به "دا بې عدالتۍ سمې کړي او د بیوروکراتیک بې ثباتۍ، ټینګې شویو بیلګو، د ګټو د ټکرونو او دغه سیاست ته د پای ټکی کیږدي چې دغه سازمان یې له ترمیم څخه بهر کړی دی."

روبیو او کینیډي اعلان وکړ "موږ به خپل بیرغ د هغو امریکایانو لپاره بیرته ترلاسه کړو چې یوازې په ډیرعمر لرونکو مرکزونو کې مړه شوي، هغه کوچني کاروبارونه چې د روغتیا د نړیوال سازمان لخوا د لګول شويو محدودیتونو له امله ویجاړ شوي، او د دې سازمان د غیر فعالتوب له امله د امریکایانو ژوند ویجاړ شوی. زموږ وتل د دوی لپاره دي."

XS
SM
MD
LG