Accessibility links

Breaking News

متحده ایالتونه منځني ختیځ کې د عمل پر بنسټ ستراتیژي تعقیبوي

 د ملګرو ملتونو لپاره د ځانګړو سیاسي چارو په برخه کې د متحدو ایالتونو استازې جنیفر لوسيتا
د ملګرو ملتونو لپاره د ځانګړو سیاسي چارو په برخه کې د متحدو ایالتونو استازې جنیفر لوسيتا

د ملګرو ملتونو لپاره د ځانګړو سیاسي چارو په برخه کې د متحدو ایالتونو استازې جنیفر لوسيتا ویلي، د ولسمشر ډونالډ ټرمپ تر مشرۍ لاندې متحده ایالتونه په منځني ختیځ کې د عمل یوه نوې تګلاره غوره کړې چې واقعي پایلې یې درلودې.

د امنیت شورا د غزې په اړه له تش په خولې له ویناوو او شعارونو څخه وړاندې لاړه او د شخړې د پای ته رسولو لپاره یې د خپل تاریخي پرېکړه‌لیک ۲۸۰۳ له لارې یو سیاسي چوکاټ تایید کړ چې د ولسمشر ټرمپ د سولې جامع پلان یې هم منظور کړ.

دغه چوکاټ بشري مرستې اسانه کړې د حماس له خوا د نیول شویو ټولو برمته‌وو خوشې کېدل او د پاتې جسدونو بېرته سپارل یې یقیني کړي او د سولې د شورا او د غزې د ادارې د ملي کمېټې له لارې یې د اوږدمهال ثبات لپاره یوه واقعي لاره برابره کړې ده.

د ولسمشر ټرمپ مشرتابه په لبنان کې د اسرائیل او لبنان د حکومتونو ترمنځ تاریخي خبرو اترو ته لاره هواره کړه. سفیرې لوڅېټا وویل چې سوله هغه وخت امکان لري چې حاکم دولتونه، نه ترهګریزې نیابتي ډلې، پر خپلو سیمو کنټرول ولري. اسرائیل او لبنان د جون په درېیمه اوربند اعلان کړ.

هغې وویل، "موږ د دې هوکړې د بشپړ عملي کېدو او د د سولې د یوه لا جامع تړون په لور د خبرو دوام ته سترګې په لار یو. "

په سوریه کې د ولسمشر ټرمپ له تاریخي پرېکړې وروسته چې غواړي د سوریې پر ضد د امریکا بندیزونه لرې کړي، د امنیت شورا د سوریې ولسمشر احمد الشرع لومړی د بندیزونو له لېست څخه وایست او بیا یې د تحریر الشام ډله هم د بندیزونو له نوملړ څخه لرې کړه.

سفیرې لوسيتا وویل، "زموږ زړور اقدامات دا دي چې مونږ د سوریې نوی پړاو په رسمیت پېژنو. "

هغې زیاته کړه : دا اقدامات د سوریې له حکومت سره مرسته کوي څو له نړیوالې ټولنې سره بېرته یوځای شي، له ترهګرۍ او نشه‌يي توکو سره مبارزه وکړي، د کیمیاوي وسلو پاتې شوني له منځه یوسي، او د سوریې خلکو ته اړینې بشري او پرمختیايي مرستې برابرې کړي.

متحده ایالتونه د عراق او سوریې لپاره د ولسمشرد ځانګړي استازي ټام باراک د هڅو ملاتړ کوي، چې ددواړو اړخونو ترمنځ او همدارنګه د سوریې او اسرائیل ترمنځ د تعاملاتو پراختیا ته وده ورکوي.

او د ایران په اړه، نړیوالې ټولنې ثابته کړې چې ډیپلوماسي او حساب ورکول باید په ګډه پرمخ ولاړ شي. د امنیت شورا د بندیزونو جوړښت او د بیړني غبرګون میکانیزم په همدې خاطر رامنځته شوی چې خبرې اترې بې له پایلو پاتې نشي او د بې‌ثباتۍ مخه ونیول شي.

سفیرې لوسیتا ټینګار وکړ، "د اغېزمنې ډیپلوماسۍ دپاره ځواک، باور او د پلي کولو وړتیا ته اړتیا ده. "
هغې خبرداری ورکړ چې په سیمه کې ډېرې شخړې د ایران د اسلامي جمهوریت د «منفي چلند» له امله زیاتیږي، چې د امنیت شورا د ځینو غړو له سیاسي او مالي ملاتړ څخه برخمن دی.

ایران د هرمز په تنګي کې د تګ راتګ د آزادۍ د غیرقانوني محدودولو له لارې د نړۍ اقتصاد په یرغمل کې ساتي. دا هېواد لا هم په یمن کې د حوثیانو، په لبنان کې د حزب‌الله او په عراق کې د ملېشو ملاتړ ته دوام ورکوي. د ایران اټومي پروګرام له کلونو راهیسې د سولې او امنیت لپاره ګواښ بلل شوی.

متحده ایالتونه یو ځل بیا د ایران وروستي بریدونه پر خپلو ګاونډیانو د تر ټولو سختو الفاظو په ترڅ کې غندي.

روسیې او چین په اپرېل میاشت کې د یوې پرېکړه‌لیک د ویټو له لارې د ایران ملاتړ وکړ، هغه پرېکړه‌لیک چې موخه یې د هرمز تنګي د تګ راتګ د خوندي کولو لپاره یو اقدام و.

د امنیت شورا پر مخ پرته لویه ننګونه دا ده چې ډاډ ترلاسه کړي چې خبرې اترې واقعي عمل ته لاره هواروي.

متحده ایالتونه ژمن پاتې دي چې داسې ډیپلوماسي پر مخ یوسي چې شخړې کمې کړي، ملکي وګړي خوندي کړي، او یو باثباته او سوله‌ییز منځني ختیځ ته وده ورکړي. ټول غړي هېوادونه باید د دې هدف په ترلاسه کولو کې ګډ کار وکړي.

XS
SM
MD
LG