Accessibility links

Breaking News

امریکا د کیوبا د خلکو د ځپنې د پای ته رسولو لپاره اقدامات زیاتوي

د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت
د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت

د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت پنځه ادارې او پنځه کسان په بندیزونو کې شامل کړي دي، څو د کیوبا د رژیم هغه څو لسیزې اوږد سیاسي، ایډیالوژیک او بنسټیز کمپاین پای ته ورسوي چې د امریکا متحده ایالتونه یې په نښه کړي دي.

دغه بندیزونه به هغه کسان او ادارې هم حساب ورکولو ته اړې کړي چې د کیوبا د رژیم د فعالیتونو ملاتړ کوي او د کیوبا د خلکو له ځپنې څخه ګټه ترلاسه کوي.

د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د کیوبا رژیم د خپلو ناوړه نفوذي شبکو له لارې د چپ اړخو له خوا افراطي تاوتریخوالي ته دوام ورکوي او د رژیم ګټې د کیوبا د خلکو له هوساینې څخه مهمې ګڼي.

دغه بندیزونه د دې لپاره وضع شوي چې هغه نړیوال لوبغاړي حساب ورکولو ته اړ کړي چې د کیوبا د رژیم ملاتړ کوي. هغه بهرني بانکونه او شرکتونه چې له بندیزونو سره مخامخ اشخاصو او ادارو ته خدمت کوي، دوي هم د بندیزونو له خطر سره مخ دي او باید خپلې اړوندې چارې وځنډوي.

ټولې هغه ادارې چې بندیز پرې لګېدلی دی، د کیوبا د رژیم د تاوتریخوالي ډک انقلابي شبکو د تمویل له امله په نښه شوي. په دغو ادارو د کیوبا د انقلابي وسله والو ځواکونو وزارت، چې د کیوبا د پوځ مسؤلیت لري هم شامل دی.

دد ې تر څنک د (ای سي پي اې) په نوم یوه کیوبایي اداره چې فیدل کاسترو په ۱۹۶۰ کال کې جوړه کړې وه او د کیوبا د استخباراتي ادارو له فعالیتونو ملاتړ کوي. د (Amistur Cuba SA)په نوم اداره چې د کیوبا د حکومت یوه سیاسي فرعي دولتي وسیله ګڼل کېږي.

د انقلاب د دفاع کمېټه هم پدې بندیزونو کې شامله ده چې د کیوبا د کورنیو چارو وزارت تر لارښوونې لاندې فعالیت کوي. دغه وزارت باندې مخکې هم د کیوبا د حکومت د یوې برخې په توګه بندیز لګول شوی و چې د کیوبا د دولتي ځپونکي امنیتي سیستم له بنسټیزو ستنو څخه یوه شمېرل کېږي.

همدارنګه، د رژیم ګڼ شمېر لوړپوړي ملاتړي او د هغوی د کورنیو غړي هم په بندیزونو کې شامل شوي دي. په دې کسانو کې د کیوبا ولسمشر میګویل دیاز-کانل برمودیز، د هغه مېرمن لیس کویستا پریزا او ناسکه زوی یې مانوېل انیدو کویستا شامل دي.

الیهاندرو کاسترو اسپین، چې د کیوبا د استخباراتي ادارو پخوانی مشر او د راول کاسترو زوی دی، هم په بندیزونو کې شامل شوی دی.

راول الیهاندرو کاسترو کالیس هم د الیهاندرو کاسترو اسپین د زوی په توګه پدې لست کې ور اضافه شوی دی.

د منرال له ویکتوریا په نوم شرکت چې د سرو زرو د کان کیندنې یوه ګډه پروژه ده او په اسټرالیا کې مېشت شرکت، (انتیلیس ګولد لمیتد) او د کیوبا دولتي شرکت (جیو منرال) هم په بندیزونو کې شامل شوي دي ځکه چې دا شرکتونه د کیوبا رژیم ته عواید برابروي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ به د کیوبا د رژیم د تخریبي شبکو، د هغو د ملاتړو او هغو کسانو پر وړاندې چې د کیوبا د خلکو له کړاوونو څخه ګټه ترلاسه کوي، خپلو اقداماتو ته دوام ورکړي.

XS
SM
MD
LG