متحدو ایالتونو د هغو قمارځایونو او ددې شبکو پر لوړپوړو کسانو بندیزونه لګولي چې د "کارتل دل نوریستې" (CDN) په نوم ډلې سره تړاو لري او د پیسو مینځلو، نشهیي توکو قاچاق او په ځانګړي ډول د پولې مهمو وسیلو لکه نوېوو لاریډو کې د انسانانو د قاچاق په چارو کې مرسته کوي.
دا اقدامات هغه مالي او لوژستیکي شبکې په نښه کوي چې له تاوتریخوالي ډک د مکسیکو جرمي ډلو نه یوه پر نورو ځواکمنه او پیاوړې ساتي. امریکا دغه ډله د بهرني ترهګریز سازمان او ځانګړي نړیوال ترهګر په توګه پېژندلې دی.
د امریکا د مالیې وزارت اړوند د بهرنیو شتمنیو د کنټرول دفتر (OFAC) "د سنټیناریوپه نوم قمار خونه چې د تاماولیپاس ایالت په نوېوو لاریډو کې موقعیت لري، په تور لست کې شامل کړه. دغه قمارخونه د ( کمیرشلایزادوره- اریندادوره دو مکسیکو، اس ، اې- دو سي وي یا کامسا سنتاناریو) په نوم د شبکې له خوا چلول کیږي.
د راپورونو له مخې دا قمارخونه، ددې کارتل له خوا د فینتانیل ګولیو او کوکاین د زېرمه کولو ، همدارنګه د ناقانونه عوایدو د پیسو د سپینولو لپاره کارول کېږي او قانوني مالي سیستم ته د داخلولو یوه وسیله ګرځي. ویل کېږي چې د دې قمارخونو شاته ځایونه او خونې د مخدره موادو د ترهرګرو شبکو یا کارتل له خوا د مخالفینو د شکنجې او وېرولو لپاره هم کارول کېږي.
د امریکا د متحدو ایالتونو د مالیې وزارت ددې تر څنګ د "دیامانته " په نوم د بلې قمارخونې فعالیت هم په نښه کړ، چې په تامپیکو کې موقعیت لري . دوي د قمار دپاره یو ځانګړی ویبسایټ هم لري.
د امریکا د مالیې وزارت اړوند د بهرنیو شتمنیو د کنټرول دفتر ددې کارتلونو د سرحدي فعالیتونو د ګډوډولو لپاره، د ادواردو هاویېر ایسلاس والدېز په نوم ددې شبکې یو مهم غړی چې په "کروسټي" مشهور دی، هم تحریم کړ. نوموړی په نوېوو لاریډو کې د انسانانو د قاچاق د عملیاتو مشري کوي.
دغه کارتل داسې ډېر پېژندل شوي همکاران لري چې خپل جرمي فعالیتونه په ظاهري بڼه د قانوني او درناوي وړ مسلکونو تر شا پټوي. "هوان پابلو پنییا رودریګز" چې یو مدافع وکیل دی، د یوه عادي مدافع وکیل او موکل اړیکو څخه هاخوا د کارتل غړو دپاره غیرقانوني خدمات وړاندې کوي.
همدارنګه "هېسوس رېموندو راموس واسکېز" چې په "رېموندو راموس" مشهور دی، د کارتل د جرایمو یو همکار دی چې ځان د "بشري حقونو فعال" په توګه معرفي کوي، خو په حقیقت کې د مکسیکو د چارواکو پر وړاندې د کارتلو د ناسمو معلوماتو کمپاین مشري په غاړه لري.
پر دواړو، پنییا او راموس، د کارتل دل نوریستې سره د تړاو له امله بندیزونه لګول شوي دي.
امریکا هڅه کوي د کارتل د عوایدو د سرچینو په کمزوري کولو او ددوي دخوندي ځایونو په شنډولو سره، د سرحدونو په اوږدو کې قانوني سوداګري خوندي کړي، د خپلو سرحدي ټولنو ساتنه وکړي، او د فینتانیل په نوم د مخدره موادو او نورو خطرناکو نشهیي توکو قاچاق بند کړي.
امریکا همدارنګه له مکسیکو سره خپله همکاري پیاوړې کوي تر څو دغه ډول "نارکو-ترهګریز" سازمانونه کمزوري کړي او له منځه یې یوسي.
د امریکا د مالیې وزیر سکاټ بېسنټ وویل: "لکه څنګه چې ولسمشر ټرمپ څرګنده کړې، د مالیې وزارت به له ټولو وسیلو کار واخلي تر څو خپل هېواد د هغو تاوتریخجنو کارتلونو څخه وساتي چې غواړي د بېګناه امریکایانو په ژوند کې وېره خپره کړي. موږ به د هغو بېلابېلو عوایدو سرچینې په نښه کړو چې پکې امریکا ته د فینتانیل مخدره توکو او غیرقانوني کډوالو د قاچاق چارې هم پکې شاملې دي هغه چارې چې د لاسته راوړلو عوایدو څخه یې کارتلونه خپل فعالیتونه پر مخ وړي. "