Accessibility links

Breaking News

امریکا د کیوبا پر رژیم پورې تړلو غړو او ادارو بندیزونه ولګول

له ۶۰ کلونو څخه ډېر وخت کېږي چې د کیوبا رژیم د خپلو خلکو د هوساینې پر ځای خپلې کمونیستي ایډیالوژۍ او شخصي شتمنۍ ته لومړیتوب ورکړی، او همدارنګه یې له کیوبا څخه د بهرنیو استخباراتي، پوځي او ترهګریزو عملیاتو لپاره کار اخیستی دی. دا وضعیت باید پای ته ورسېږي.

له همدې امله د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د کیوبا د رژیم پر ۱۱ لوړپوړو غړو او دریو حکومتي ادارو بندیزونه ولګول. په دغو کسانو کې حکومتي چارواکي او پوځي شخصیتونه شامل دي چې د کیوبا د امنیتي ادارو برخه دي او ډېری یې د کیوبا د خلکو د ځپلو مسؤل ګڼل کېږي یا په دې کار کې ښکېل پاتې شوي دي.

دغه بندیزونه د امریکا د هغې مبارزې برخه ګڼل کیږي چې موخه یې د کیوبا د کمونیستي رژیم له‌خوا رامنځته شویو ګواښونو ته ځواب ویل دي او د رژیم او د هغه د ملاتړو سره حساب او کتاب کول دي.

د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو په یوه اعلامیه کې وویل، د رژیم ملاتړي کسان، لکه هغه چې تازه پرې بندیزونه لګېدلي، د کیوبا د خلکو د کړاو، د هېواد د ناکام اقتصاد، او د بهرنیو استخباراتي، پوځي او ترهګریزو عملیاتو لپاره له کیوبا څخه د سو استفادې مسؤلیت په غاړه لري.

هغه زیاته کړه چې "دغه بندیزونه د کیوبا د رژیم وړتیا نوره هم محدودوي څو د کیوبا د خلکو اراده وځپي. "
هغه وویل، په راتلونکو ورځو او اوونیو کې به نور بندیزونه هم اعلان شي.

له هغو ادارو څخه یوه چې بندیز پرې لګېدلی، د کیوبا د کورنیو چارو وزارت دی، چې د هېواد د کورني امنیت مسؤلیت لري او د کیوبا پولیس، داخلي امنیتي ځواکونه، استخباراتي ادارې او د زندانونو سیستم تر خپل کنټرول لاندې لري.

د "پولیسیا ناسیونال رېوولوسیوناریا" یا PNR پر نوم د پولیسو پر ځواک هم بندیز لګیدلی دی چې د کیوبا د کورنیو چارو وزارت تر چتر لاندې فعالیت کوي او د ګرځنده زندانونو د چلولو او د تاوتریخوالي له لارې د اعتراضونو د ځپلو تور پرې لګېدلی دی.

همدارنګه د کیوبا د استخباراتو پر ریاست، چې د کیوبا اصلي استخباراتي اداره ده، هم تحریم لګول شوی دی.

له هغو یوولسو کسانو څخه چې بندیزونه پرې لګېدلي، یو یې ایدي منیویل سیاريا اریس دی، چې د پولیسو د عمومي ریاست مشر دی. بل یې اسکار الیهاندرو کلیهاس وارکارس یادیږي چې د کورنیو چارو وزارت د سیاسي ریاست مشر او د پولیسو پخوانی رئیس پاتې شوی دی.

د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو په یوې مطبوعاتي مرکې کې وویل، "هغه څه چې په کیوبا کې روان دي، د منلو وړ نه دي، او زموږ له ساحلونو څخه یوازې ۹۰ مایله لرې د یو ناکام دولت موجودیت د امریکا لپاره یو ګواښ ګڼل کیږي. "

هغه زیاته کړه، "د کیوبا لپاره زموږ پلان دا دی دا هیواد یو سوکاله راتلونکی ولري. همدا هغه څه دي چې موږ یې غواړو. د امریکا د ملي ګټو لپاره مهمه ده چې کیوبا سوکاله وي. "

XS
SM
MD
LG