Breaking News

امریکا پر هغو کسانو بندیزونه لګوي چې د کیوبا د واکمنې طبقې مالي ملاتړ کوي

France U.S.
France U.S.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو په یوه اعلامیه کې ویلي: "د کیوبا واکمنه طبقه د خپلې شخصي ګټې او شتمنۍ د زیاتولو لپاره ددي ټاپو د انرژۍ، لېږد رالېږد او ټکنالوژۍ سرچینې په خپل واک کې ساتي، په داسې حال کې چې د کیوبا خلک د برېښنا له مسلسل کموالي، د لومړنیو توکو له کمښت او کمزوري او سوکه اقتصاد سره لاس او ګرېوان دي."

هغه زیاته کړه: "په هاوانا کې مارکسیستي رژیم د دولتي تصدیو، ګډو پانګونو او له هېواده بهر د منځګړو شرکتونو پر یوې پراخې شبکې تکیه کوي، چې دغه نظام فعال وساتي.

د دې رژیم بهرني ملاتړي هغه پوځي تجهیزات برابروي چې د رژیم د پوځي ځواکونو په پیاوړتیا او د هغه د ظالمانه ځپونکو اقداماتو په دوام کې ورسره مرسته کوي. همدارنګه، هغوی د امریکا پر خاورې د ګواښونو، نفوذ او تخریبي فعالیتونو لپاره د رژیم د دوامداره هڅو ملا تړي."

له همدې امله د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هغه اجرائیوي فرمان له مخې چې عنوان یې دی: «په کیوبا کې د ځپونکو اقداماتو او د امریکا د ملي امنیت او بهرنۍ پالیسۍ پر وړاندې د ګواښونو مسؤلینو باندې د بندیزونو لګول»، د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د کیوبا پر لسو نورو هدفونو بندیزونه ولګول.

په دغو هدفونو کې د کیوبا د واکمنې طبقې نور غړي، د خامو تېلو د لېږد یوه شبکه، دولتي وارداتي شرکتونه او د تخنیکي ملاتړ ادارې او په چین کې مېشت هغه عرضه کوونکي شامل دي چې د رژیم پوځي ځواکونو ته تجهیزات برابروي. نوموړي همدارنګه د دغو فعالیتونو اړوندې پنځه بېړۍ هم د بندیزونو لاندې شتمنیو په توګه مشخصې کړې.

په دغو هدفونو کې ګیلرمو فاوستینو رودریګز لوپېز کالېها هم شامل دی، چې د هغو پراخو سمندري لېږد رالېږد شرکتونو د شبکې یوه برخه ده چې کیوبا ته او له کیوبا څخه خام تېل انتقالوي.

د رژیم دننه نفوذ لرونکي کسان او د هغوی د کورنیو غړي لا هم د کیوبا د اقتصاد د کنټرول له لارې ګټه ترلاسه کوي. دوی دا کار د هغو غیرشفافو شبکو له لارې هم کوي چې د (ګروپو دې اډمینستراسیون امپرېساریال اېس اې) په نوم د شبکې سره تړاو لري؛ دا شرکت د کیوبا د پوځ سوداګریز لوی شرکت دی.

له همدې امله، د بهرنیو چارو وزیر روبیو (اني رودریګز لاستر) هم د بندیزونو په لست کې شامله کړه. نوموړې د (ګروپو دې اډمینستراسیون امپرېساریال) د پخوانۍ ټاکل شوې مشرې، انیا ګیلرمینا لاسترس مورېرا لور ده.

سربېره پر دې، د امریکا د مالیې وزارت هر هغه بهرني شخص باندې اقتصادي بندیزونه ولګول چې د کیوبا د اقتصاد په برېښنايي وسایلو، تولید، سمندري چارو او د ټکنالوژۍ په برخو کې فعالیت کوي یا یې پخوا فعالیت کړی دی.

د بهرنیو چارو وزیر روبیو ژمنه وکړه: "د ټرمپ حکومت به په دې اړه چوپه خوله پاتې نه شي، چې د کیوبا رژیم د ټاپو سرچینې خپلې پوځي واکمنې طبقې ته لېږدوي. دا په داسې حال کې ده چې د رژیم دننه نفوذ لرونکي کسان او د هغوی د کورنیو غړي د غیرشفافو بهرنیو مالي شبکو له لارې ګټه ترلاسه کوي چې کیوبا یې د امریکا ضد د دښمنو لوبغاړو د نړیوال ایتلاف لپاره د فعالیتونو د تنظیم او پیل پر مرکز بدله کړې ده، امریکا او د هغې د ګټو پر وړاندې ګواښونه وکړي، جاسوسي اعمال تر سره او دسیسې جوړې کړي."

XS
SM
MD
LG